ښځې

د سحر په نوم یوې نجلۍ قران په خپل خط لیکلی دی

د کابل د پولي تخنیک پوهنتون د انجنیرۍ د څلورم کال محصله سحر ارشد د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده. هغه ۲۲ کاله عمر لري. دا نجلۍ د درس ترڅنګ پر خطاطۍ او رسامۍ هم بوخته ده او په ځینو ټولنیزو بنسټونو کې فعالیت لري.

هغه د ورځې په اضافه وختونو کې مطالعه او رسامي کوي.

سحر تازه قران کریم په لاس لیکلی او ډیزاین کړی یې دی. هغه وایي چې قران کریم یې په یوه کال کې په خپل خط لیکلی دی.

هغې د پوهنتونونو له رخصتیو، کووېډ۱۹ ناروغۍ او سیاسي بدلونونو څخه ګټه واخیسته او په هماغه ورځو کې یې قران کریم په لاس لیکلی دی.

هغې قران په نسخ  خط په الخطاط قلم لیکلی دی.

سحر وایي: «د ورځې مې د قران کریم د لیکلو لپاره شپږ او یا اووه ساعتونه ځانګړي کړي وو او کله چې پوهنتونونه بېرته پيل شول بوخته شوم او د قران کریم لیکل مې درېیو ساعتونو ته راکم کړل.»

د قران کریم پر لیکلو یې ۵۰۰۰ افغانۍ لګښت راغلی دی.

سحر وایي چې له قران سره یې مینه د دې لامل شوې چې هغه پرېکړه وکړي د خدای کلام په خپل خط ولیکي.

د کورنۍ له خوا هڅول د قران کریم د لیکلو لپاره د سحر د لېوالتیا د زیاتېدو لامل ګرځېدلی او د دغه قران کریم لیکل یې په ۱۴۰۰ کال کې پيل او په ۱۴۰۱ کال کې پایته رسولي دي.

هغه وایي: «لومړیو کې ډېره راته سخته وه ځکه د قران کریم لیکل ستونزمن کار دی. د قران کریم د لیکلو ټولو مسایلو او ټکو ته مې باید پاملرنه کړې وای. لومړیو ورځو کې مې یوه پاڼه قران کریم په دوو ساعتونو که لیکه. خو د وخت په تېرېدو سره عادت شوم او له دغه کار څخه مې ښه حس پیدا کاوه.»

هیله لرم یوه ورځ د قران تفسیر او ژباړه ولیکم

سحر هیله لري چې یوه ورځ وکولای شي د خدای کلام له تفسیر او ژباړې سره ولیکي او خپل دین او وطنوالو ته یو خدمت وکړي.

سحر دوام ورکړ: «د کابل د سقوط په ورځو کې پوهنتون ته نه وم تللې او د ملګروملتونو سازمان له خوا مې په یوه سیمینار کې ګډون کړی و چې د کابل د سقوط خبر مې واورېد. ډېر بد حس مې درلود او فکر مې کاوه چې په کابل کې جنګ کېږي. ډېره وېرېدلې وم، له خپلو ملګرو سره په یوه خونه کې راټولې شوو. له هوایي ډګره تر مکرویان پورې په پښو ولاړو. دوه ساعته مو مزل وکړ چې تر کوره ورسېدوو. هغه ورځ ډېر وېروونکې وه.»

نوموړې په دوام کې هغو ستونزو ته په اشارې چې د طالبانو له واکمنۍ سره د ښځو پروړاندې رامنځته شوې دي وویل: «زه انجنیري وایم، ټولنه کې زموږ لپاره ځای تنګ شوی او اجازه نه لرو په دفترونو او ساحه کې کار وکړو. له نېکه‌مرغه د جمهوریت پرمهال د ښځو د ودې او په افغانستان کې د غوره کارونو لکه د دارلامان ماڼۍ د بیارغونې شاهد وو. خو له بده‌مرغه د سږ کال د کانکور په ازموینه کې د انجنیرۍ پوهنځی د نجونو لپاره منع شو او همداراز له شپږم تر دوولسم ټولګي پورې د نجونې پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي. دې موضوع خواشینې کړې یم.»

دغه هنرمنده له طالبانو غواړي چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي او د نجونو پروړاندې لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي.

زده‌کړې د نجونو قانوني او دیني حق دی

سحر وایي: «زده‌کړې زموږ نجونو قانوني او دیني حق دی. له نړیوالې ټولنې، مدني فعالینو او له هغو فعالو ښځو چې له هېواده بهر دي زما غوښتنه دا ده چې افغان نجونو او ښځو ته پاملرنه وکړي.»

هغه د قران کریم د لیکلو موخه د ټولنې لپاره ګټوروالی بولي او زیاتوي: «تل مې غوښتل د خپلې ټولنې لپاره خدمت وکړم ترڅو وکولای شم د خپلو وطنوالو لاسنیوی وکړم. ما تل غوښتل چې یوه ورځ د افغانستان ولسمشره شم. شاید زموږ په ټولنه کې دا کار ناشونی وي، خو که که نورو هېوادونو لکه سنګاپور ته پام وکړو، حلیمه یعقوبي یوه مسلمانه ښځه ده او خپل هېواد یې تر کومه ځایه رسولی دی. که موږ وغواړو هر کار شونی دی.»

سحر د افغانستان له میلیونونو نجونو څخه ده چې د خپلو وړتیاوو د ښکارولو لپاره د زمینه برابرېدو ته اړتیا لري. هغه هیله لري داسې یوه ورځ راورسېږي چې افغان نجونې وکولای شي خپل رښتیني مقام ته ورسېږي او له خپلو وړتیاوو د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخلي.