افغانستان

په امریکا کې د افغانانو د منلو قانون د تصویب لپاره د څه باندې ۱۲ زره لاسلیکونو راټولول

د هیومن رایتس فرست (Human Rights First) د بشري حقونو بنسټ په امریکا کې د افغانانو د منلو قانون د تصویب لپاره د عدالت غوښتنې کمپاین په ترسره کولو لاسلیکونه راټولوي.

د بشري حقونو دا بنسټ چې مرکز یې د امریکا په نیویارک ایالت کې دی، د یوې عدالت غوښتونکي کمپاین په ترسره کولو، د امریکا د استازو او سنا جرګو له خوا د افغانانو د پناه غوښتنې قانون د منلو په لټه کې دی.

دغه بنسټ چې د شلو زرو لاسلیکونو د راټولولو په لټه کې دی، تراوسه یې څه د پاسه دوولس زره لاسلیکونه راټول کړي دي.

د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې، د امریکا د استازو او مشرانو جرګو د دواړو ګوندونو غړو یوې ډلې د افغانانو د منلو قانون معرفي کړی و.

د امریکا د استازو جرګې او سنا جرګې په دغو غړو کې لیندزي ګراهام، لیزا مورکوفسکي، کلوبوچار، کریس کونز، پیتر میچر او یو شمېر نور لیدل کېږي.

هیومن رايټس فرست بنسټ به یوه خبرپاڼه کې ویلي: «په دې اړه د ډاډمنېدو لپاره چې افغانان په امریکا کې واقعي او تلپاتې امنیت پيدا کوي، کانګرس باید د افغانانو د تعدیل قانون تصویب کړي چې له مخې یې افغانانو ته اجازه ورکوي ترڅو په امریکا کې دایمي اقامت ترلاسه کړي.»

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بيړني وتلو وروسته، لسګونه زره افغانان د «آزاد مشروط بشردوستانه» بهیر له لارې په امریکا کې ومنل شول او په دې هېواد کې د موقت مېشت کېدو اجازه ورکړل شوه.

په اوسني وخت کې، ددغو وګړو د حضور یوازینۍ لار چې په مشروطو وېزو امریکا ته ورغلي، د اسایلم یا پناه غوښتنې په نوم یوې اوږدې پروسې کچ کول دي.

هیومن رایټس واچ بنسټ دا بهیر «په څو کلنو کاغذ بازیو سره یوه پروسه» بللې ده.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د هغو افغانانو چې په ځانګړو «موقت خوندیتوب وضعیت» وېزو سره چې د نظام له سقوط وروسته امریکا ته رسېدلي شمېر څه د پاسه ۷۴ زره تنه دی. ددغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې دوه زره نور افغانان به هم له دغو وېزو برخمن شي.