سوداګري

په غور کې د خوراکي او سون توکو د بیو دوه برابره کېدل

د غور یو شمېر اوسېدونکو په دې ولایت کې د خوراکي او سون توکو د بیو له زیاتوالي شکایت کړی او وايي چې ډېری کورنۍ د بې وزلۍ له امله د دغو توکو د پېرلو وس نه لري.

د غور د دولت یار ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۸ کلن عبدالقیوم چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره ددې ولایت مرکز فیروز کوه ته ورغلی د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي چې سږ کال په دې ولایت کې د خوراکي توکو بیې دوه برابره شوې او خلک په سختۍ سره کولای شي چې د اړتیا وړ توکي وپېري.

عبدالقیوم چې په کرنیزو چارو او مالدارۍ بوخت دی، څو پسونه یې پلورلي ترڅو یې په پیسو د کورنۍ لپاره د اړتیا وړ توکي برابر کړي.

نوموړی زیاتوي: «له ولسوالۍ څخه ددې لپاره راغلم چې ښايي په ښار کې ارزاني وي؛ خو دلته هم بیې ډېرې لوړې دي. یوه بوجۍ ښې وریجې په ۳۱۰۰ افغانۍ ورکوي په داسې حال کې چې دا وریجې په تېرو وختونو کې په یو زر او ۸۰۰ تر دوه زره افغانۍ وې، یوه بوشکه لس لیتره غوړي مخکې په اته سوه وو؛ خو اوس به یو زر او ۶۵۰ افغانۍ، یوه کیلو چای مخکې په درې سوه و اوس څلور سوه ته رسېدلی، یوه کیلو بوره مخکې په ۵۰ افغانۍ وه اوس په ۱۱۰ تر ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي، همداسې د نورو توکو بیې هم لوړې شوې او خلک یې د پېرلو وس نه لري.»

د فیروز کوه ښار اوسېدونکی ۳۶ کلن محمد حنیف هم په دې ولایت کې د خوراکي او سون توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري او ځايي مسوولین په دې اړه په بې پامۍ او ناغېړۍ تورنوي.

هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «په بازار کې د ټولو توکو بیې لوړې شوې دي. هرڅوک په خپله خوښه بیې لوړوي او هرڅه یې چې زړه وي په هغه بیه یې پلوري. دولت او مسوولین هېڅ پام او څارنه نه لري. د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي ترڅنګ، د سون توکو بیې هم دوه برابره شوې دي. یو من د ډبرو سکاره چې مخکې په ۶۰ افغانۍ وو؛ اوس ۱۲۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.

اخوا د غور یو شمېر مدني فعالان هم د طالبانو ادارې پر مسوولینو له نیوکې سره وایي چې د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي، خو هغوی هېڅ پاملرنه نه لري.

د غور مدني فعال عبدالکریم عمري د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «له بده‌مرغه د خلکو بېوزلي چې ګورم، کړېږم چې له دې لوړو بیو او د هوا له سړېدو سره نه شي کولای څه وپېري. په بازارونو کې بیې دوه چنده شوې دي او دا په داسې حال کې ده چې د خلکو د کار او عاید وضعیت هېڅ بدلون نه دی کړی.»

په همدې حال کې د غور د خوراکي او سون توکو یو شمېر پلورونکو د دغو توکو د بیو د زیاتېدو لامل د ډالر او د موټرو د کرایې لوړوالی او د طالبانو له خوا د مالیې زیاتوالی ګڼي.

نور محمد په غور کې د خوراکي توکو یو پلورونکی دی. هغه وایي: «طالبان له موږ مالیې زیاته اخلي. مخکې که له هرې هټۍ ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېده، اوس له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ افغانیو اخیستل کېږي. همدارنګه ډالر لوړ شوی دی او موږ توکي په ډالرو پېرو.»

له دې ټولو سره غور کې د طالبانو ادارې ځایي مسوولین وایي چې هغوی د وارداتي توکو په برخه کې نرخپاڼه نه لري؛ خو هڅه کوي چې له نورو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د لومونیو توکو د پلورونکو له خوا له ګران پلورنې مخنیوی وکړي.

غور کې د طالبانو د ښاروالۍ ادارې مطبوعاتي مسوول میراحمد شعیب وایي: «موږ د غوښې او وچې ډوډۍ لپاره بیه ټاکلې ده او هره ورځ یې کنټرولوو؛ خو د هغو توکو په اړه چې سوداګر یې له نورو ولایتونو واردوي، کوم کار مو نه دی کړی. د سونتوکو لپاره نرخ‌نامې ټاکل شوې او څوک د ګران پلورنې اجازه نه لري.»

د سونتوکو په تړاو د طالبانو په نوې نرخپاڼه کې راغلي چې پلورونکي نه شي کولای یو من د ډبرو سکاره له ۱۰۵ افغانۍ او یو من لرګي له ۹۰ افغانۍ پورته وپلوري.

غور غرنیز او له سړو سیمو څخه دی چې سوداګر یې ډېری خوراکي او سون توکي له نورو ولایتونو لکه هرات او کابل څخه واردوي او هر کال د هوا په سړېدو سره د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې لوړېږي.