افغانستان

د زده کړو کیفیت ته د خصوصي ښوونځیو پر بې پامۍ د زده کوونکو د کورنیو نیوکې

په کابل کې د زد کوونکو یو شمېر کورنۍ وايي چې ځینې خصوصي ښوونځي د ښوونې او روزنې د مقرراتو خلاف عمل کوي او د زیاتو پیسو د اخیستو ترڅنګ، د زده کوونکو زده کړو ته پام نه کوي.

رویا د یوه زده کوونکي مور ده چې زوی یې د لیث بن قیس په نوم خصوصي ښوونځي کې زده کړه کوي.

د هغې زوی که څه هم په درېیم ټولګي کې دی؛ خو په آسانۍ یوه ساده جمله نه شي لیکلی او لوستلای.

رویا وایي: «زوی مې هره ورځ په خپل وخت ښوونځي ته ځي، د ډوډۍ او کور له لګښتونو د زوی د ښوونځي فیس ورکوم، په دې هیله چې زوی مې په راتلونکي کې یو څه زده کړي؛ خو وینم چې هېڅ پرمختګ نه کوي او دې چارې موږ ناهیلې کوي.»

رویا زیاتوي: «څو ځله د ښوونځي ادارې ته ولاړم؛ خو کومه پایله یې نه ده لرلې. په هغه ټولګي کې چې زوی مې درس وايي، له ۵۰ زیات زده کوونکي پکې زده کړه کوي. یو ښوونکی څه ډول کولای شي چې دومره زیاتو شاګردانو ته لاسرسی ولري. خصوصي ښوونځي یوازې د پيسو د ټولولو په فکر کې دي. دوی په لسګونو پلمو له زده کوونکو پیسې اخلي او دوی ته هېڅ پام نه کوي.»

احمد شاه چې زوی یې په کاینات خصوصي ښوونځي کې زده کړه کوي وايي چې زوی یې په څلورم ټولګي کې دی؛ خو په ډېرو مضمونونو کې وروسته پاتې دی.

هغه وویل: «پر ځان سختي کوم، دندې ته پلی ځم چې د زوی د ښوونځي لګښت ورکړم؛ خو کله چې وینم زوی مې څه نه شي زده کولای، ناهیلی کېږم. کله چې خصوصي ښوونځي په دې حال وي، له دولتی ښوونځیو څه ګیله وکړو.»

احمد شاه وايي چې خصوصي ښوونځي د فیس په بدل کې مکلف دي چې شاګردانو ته امکانات او سم مواد برابر کړي.

دوولس کلن احمد چې په یوه خصوصي ښوونځي کې د پنځم ټولګي زده کوونکی دی نیمه ورځ په یوه پلورنځي کې په کار بوخت دی.

د احمد کورنۍ بې وزله ده او هغه د ښوونځي لګښت په پلورنځي کې کار له لارې برابروي.

احمد زیاتوي: «که د فیس پیسې په خپل وخت ورنه کړم، آن له ټولګي مې باسي، په آزموینه کې مې نه پرېږدي، کاشکي په هماغه اندازه چې فیس ته جدي دي، درس ورکول یې هم جدي وای.»

د آمو خبریال له ۱۵ کورنیو سره چې بچیان یې د کابل ښار په بېلابېلو ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي، خبرې کړې چې د دغو ښوونځیو له درسي سیستم او ښوونکو له بې پامۍ شکایت لري.

خصوصي ښوونځي د ښوونکو د معاشونو په ورکړه کې ژمن نه دي

سلما د یوې ښوونکې مستعار نوم دی چې د قیس بن لیث په خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده.

هغه وایي: «د نوموړې او نورو ښوونکو معاشونه ۴ زره افغانۍ دي، هغه هم په خپل وخت نه ورکول کېږي. ستونزې ډېرې دي. د میاشتې زر افغانۍ د لارې کرایه کېږي، په درې زره نورو افغانیو کومه اړتیا پوره کړم؟ درملو، خوراکي توکو او که د برېښنا لګښت ته. د خصوصي ښوونځیو مسوولین وضعیت درک کړی چې کار نشته او له همدې امله د ښوونکو له مجبوریته ناوړه ګټه اخلي.»

دغه ښوونکې ادعا کوي: «د لیث بن قیس په ښوونځي کې چې په کابل ښار کې لس نماینده ګۍ لري، د پوهنې وزارت هېڅ مقرره پکې نه عملي کېږي، د معارف د مقرراتو خلاف په یوه ټولګي کې له ۴۰ زیات زده کوونکي کېنول کېږي؛ په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت د مقررې له مخې په یوه درسي ټولګي کې د زده کوونکو شمېر باید له ۱۵ زیات نه وي.»

د دغې ښوونکې په وینا د زده‌‌کوونکو کلنۍ ازموینې باید په روانه میاشت کې لس ورځې مخکې پایته رسېدلې وای؛ خو د فیس د اخیستو له امله وځنډول شوې.

هغې دوام ورکړ: «همدا میاشت یې فیس د اصولو خلاف له زده‌کوونکو واخیست. لس ورځې یې اضافي په ازموینو تېرې کړې او پاتې شل ورځې یې مخکې له مخکې واخیستې؛ داسې حال چې ښوونکو ته یې یوازې د لس ورځو معاشونه ورکړل.»

د لیث بن قیس خصوصي ښوونځي یو بل ښوونکی د نوم نه ښوودلو په شرط وایي، چې عمومي مسوول د دغه ښوونځي ټولو مدیرانو ته امر ورکړی دی، کوم زده‌کوونکي چې خپل فیسونه په خپل وخت ورکوي، که څه هم ښې نمرې وانه‌خلي؛ خو باید ناکام نه شي.

هغه زیاته کړه: «ښوونکو ته په ښکاره توګه ویل شوي، که زده‌کوونکي خپله پارچه حل نه شوای کړای، تاسو یې پارچې حل کړئ، ترڅو کورنۍ ناهیلې نه شي.»

که څه هم د آمو ټلویزیون خبریال د رښتیا د موندلو لپاره څو ښوونځیو ته ورغلی دی او په دې برخه کې د کورنیو شکایتونه پر ځای دي؛ خو د دغو ښوونځیو مسوولینو دا شکایتونه بې بنسټه بللي دي.

په همدې حال کې د لیث بن قیس خصوصي ښوونځیو عمومي مسوول حاجي محمد نادر وایي: «زموږ په ښوونځیو کې په درسي ټولګیو کې تر شلو تنو زیات نه دي. د مالیې له زیاتوالي سره سره، موږ له زده‌کوونکو سره ډېر په نرمۍ مخکې ځو او داسې زده‌کوونکي هم شته چې دوه یا درې میاشتې یې خپل فیسونه نه دي ورکړي او موږ هم لیدلي چې هغوی د فیس د ورکولو وس نه لري، فیس مو یې وربښلی دی.»

سره له دې چې د لیث بن قیس ښوونځیو د سرغړونو په اړه د آمو خبریال په لاس کې پوره اسناد شته؛ خو د دغو ښوونځیو عمومي مسوول دا ادعاوې ردوي او وایي چې هغه هېڅکله خپلو مدیرانو ته د پارچې د حلولو امر نه دی کړی او د ښوونکو معاشونه یې په بشپړ ډول ورکړی دی.

د «امیداوران کابل سبز» خصوصي ښوونځي بنسټ اېښوودونکې او مدیر مسووله ارزو سوارزاده وایي، چې د زده‌کوونکو لپاره د مناسب چاپېریال د چمتو کولو لپاره یې تل هڅه کړې ده.

هغه زیاتوي: «زموږ په ښوونځي کې په هر درسي ټولګي کې تر ۱۵ زیات زده‌کوونکي نشته. موږ د پوره درسي موادو د چمتو کولو لپاره هڅه کوو. په دې برخه کې مو غوره ښوونکي ګومارلي دي. له بده‌مرغه ځینې شکایتونه شته چې ځینې ښوونځي سرغړونې کوي او د پوهنې د قوانینو خلاف عمل کوي؛ خو له نیکه‌‌مرغه زموږ له ښوونځي داسې شکایت نشته.»

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت نظر واخلو؛ خو له پرله‌پسې هڅو سره سره په دې کار بریالي نه شوو.