افغانستان

په بغلان کې انستیتوتونو ته د ګرځنده ټلیفونونو وړل منع شول

طالبانو په تېر څه د پاسه یو نیم کال کې په افغانستان کې د ښوونځیو د تړل کېدو، په پوهنتونونو  کې د ټولګیو د بېلولو، په دولتي ادارو کې ښځو ته د اجازې نه ورکولو او له دندو د دوی ګوښه کولو په شان محدودیتونه لګولي دي.

اوس په تازه مورد کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په انستیتوتونو کې د ګرځنده ټلیفونونو کارول منع کړي دي، دا موضوع د محصلینو لپاره له ننګونو ډکه شوې ده. په انستیتوتونو کې له څوارلسم ټولګي پورته محصلین زده کړه کوي.

یوه محصله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: «د امربالمعروف د کسانو له خوا په ځلونو د انستیتوتونو ریاستونو ته خبرداری ورکړ شوی دی. څو ځله راته وویل شول چې باید حجاب مراعات کړئ. باید تورې اوږدې چپنې واغوندئ او آن له تورو دستکشونو کار واخلئ، د مخ پټولو لپاره تور ماسکونه وکاروئ او همداراز د ګرځنده ټلیفونونو له راوړلو ډډه وکړئ.»

له بلې خوا، د انستیتوتونو یو شمېر محصلین وایي چې په درسي وخت کې دوی ته د وتلو اجازه نه ورکوي او د امربالمعروف او نهی عن المنکر کسانو له خوا په پټه تر تعقیب لاندې وي.

د یوه خصوصي انستیتوت محصله مقدس د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له خوا د تازه محدودیتونو په اړه آمو ټلویزیون ته وايي: «امربالمعروف هره ورځ یو ځل راځي چې له سره تر پښو جامې واغوندئ، دستکش واکاروئ، ساعت باید ونه لرئ ترڅو مو لاسونه ښکلي ښکاره نه شي له ګرځنده ټلیفونونو کار مه اخلئ یو استازی یې تل زموږ د انستیتوت په مخکې ناست وي او ټول محصلین تعقیبوي. موږ له خپلو بکسونو ټلفونونه نه شو ایستلی ځکه که یې ووینۍ رانه اخلي یې.»

محصلین وایي چې دا وضعیت د دوی لپاره د روحي او رواني ستونزو لامل شوی او دوی نه شي کولای په ډاډه زړه زده کړو ته دوام ورکړي.

مقدس د خپلو خبرو په دوام وایي چې د طالبانو له خوا د ګرځنده ټلیفونونو منع کول دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او زیاتوي چې دوی د خپلو درسونو لپاره ګرځنده ټلیفون ته اړتیا لري.

فاطمه هغه محصله ده چې ددې چلند په وړاندې یې مقاومت کړی او وایي: «په لومړیو ورځو مو اجازه نه لرله چې له ګرځنده ټلیفون څخه استفاده وکړو، کله یې چې په پوهنتون کې له موږ سره ټلیفونونه لیدل ویل به یې چې درته ماتوو یې. موږ تل ورسره شخړه کړې، ډېری نجونو له وېرې ټلیفون نه کاروي خو سره له دې هم په پوهنتون کې له ګرځنده ټلیفون څخه کار اخلو.»

لیدل کېږي چې د زده کړو او تحصیل په اړه د ښځو د عدالت غوښتې له هڅو سره سره د هرې ورځې په تېرېدو د امربالعروف ریاست له خوا پر نجونو محدودیتونه زیاتېږي.