افغانستان

متقاعدین خپل حقوق غواړي

د دولت تقاعد شوي کارکوونکي د خپلو حقونو د ورکولو غوښتنه کوي. دوی ټینګار کوي چې له دوو کلونو راهیسې یې د خپل تقاعد معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د ژمي په رارسېدو سره په ستونزمن وضعیت کې دي.

زین‌العابدین چې د دولت مخکینی کارکوونکی و، په دې اړه وایي: «۳۵ کاله مې په دولت کې د مامور په توګه په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړه او اوس په سخت وضعیت کې یم. د خپل ماموریت په دوره کې مې په صداقت سره خدمت وکړ. له بده‌مرغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته مې هېڅ تقاعدي حقوق نه دي ترلاسه کړي. مخکې د جمهوریت په دوره کې مو هر کال خپل حقونه ترلاسه کول.»

زین‌العابدین چې ۶۵ کلن دی د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرست دی او وایي، چې د ژمي له رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه دوام ورکړ: «په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ نه لرو، ان څو ځله مې د خپل کور توکي وپلورل. زموږ غږ څوک نه اوري. که خپلې تقاعد پیسې ترلاسه کړم، په ژمي کې زما ټولې ستونزې هوارېږي، که نه له لوږې به ومرو. طالبان د اسلام او اسلامیت دعوه کوي، چېرته دی عمري عدالت چې زموږ غږ واوري.»

۶۰ کلن عبدالشکور یو بل تقاعد شوی مامور دی چې نږدې دوه کاله یې خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي.

د هغه په وینا، څو ځله د تقاعد ریاست ته ورغلی دی؛ خو ستونزې ته یې پاملرنه نه ده شوې. هغه وایي: «هر ځل چې ورځم، وایي په راتلونکې میاشت کې؛ خو نه پوهېږم دا راتلونکې میاشت به کله وي. دوه کاله تېر شول؛ خو تقاعدي پیسې مې نه دي ترلاسه کړې. باور وکړئ په ډېر ستونزمن وضعیت کې یو. له طالبانو غواړم چې خدای او قران ته وګوري او د مظلوم حق په خپل جېب کې مه اچوئ.»

محمد عیسی چې اوسمهال یوه کوچنۍ هټۍ لري او د دولت مخکینی کارکوونکی و، د دې په بیان چې د تقاعد پیسې د هغوی حق دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي، پر طالبانو له نیوکې سره وایي: «د تقاعد پيسې خیرات نه دی چې موږ ته یې راکړي؛ بلکې له دولت سره زموږ امانت دی. نه پوهېږم ولې د طالبانو دولت (اداره) دا پیسې له ځان سره قید کړې دي.»

محمد عیسې څو ځله له خپلو مخکینیو همکارانو سره د تقاعد پیسو د اخیستو لپاره لاریونونه کړي دي؛ خو هېڅ پایله یې نه ده لرلې.

بدخشان کې تقاعد شوي د خپلو حقونو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي

بدخشان کې تقاعد شوي د خپلو تقاعدي پیسو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي. هغوی وایي چې د مخکیني حکومت له پرخېدو او افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې تقاعدي حقونه نه دي ترلاسه کړي.

حاجي میراغا بدخشان کې یو تقاعد شوی کس دی چې تر ۳۰ کلونو زیاته موده یې په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی. هغه له ناوړه اقتصادي شرایطو په شکایت وایي: «له تقاعد وروسته مې ۱۰۰ زره افغانۍ پور واخیست او د جامو پلورلو یوه هټۍ یې جوړه کړه. ټوله هیله مې تقاعد ته وه چې اوس دوه کاله کېږي نه دي راکړل شوی.»

محب‌الله حکمي یو بل بدخشانی تقاعد شوی دی چې له تقاعد کېدو یې څلور کاله تېرېږي او وایي: «په مخکیني حکومت کې یې له کومې ستونزې پرته خپل تقاعدي حقونه ترلاسه کول. خو د مخکیني حکومت له سقوط راهیسې مې خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي او هېڅ ښکاره ځواب نه راکوي.»

سره له دې چې د هېواد د تقاعد شویو کره شمېر په لاس کې نشته؛ خو د افغانستان د متقاعدینو ټولنې د معلوماتو له مخې د افغانستان د تقاعد خزینې ریاست په ۱۴۰۰ هجري – لمریز کال کې، د ملکي متقاعدینو شمېر ۹۲ زره او ۲۵۴ تنه او د پوځي تقاعد شویو شمېر ۵۶ زره او ۶۲۷ تنه ویلی دی.

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو؛ خو له پرله‌پسې هڅو او دوې ورځې په تمه کېدو سره سره بریالي نه شوو چې د هغوی لیدلوری ترلاسه کړو.