افغانستان

طالبانو د کندهار په دولتي ادارو کې لونګۍ او ږيره پرېښودل جبري کړل

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په کندهار ولايت کې تازه يو ځل بيا دولتي مامورينو ته جدي سپارښتنه کړې چې نور دولتي ادارو ته له لونګۍ او ږيرې پرته نه شي ورتلای.

دغه سپارښتنې مامورينو ته د امر بالمعروف ادارې په يوه لیک کې شوې دي.

په لیک کې دولتي مامورينو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که له دې وروسته دولتي ادارو ته له لونګۍ او ږيرې پرته ولاړ شي نو له «دندې به ګوښه او محکمې ته به معرفي شي.»

د کندهار د امر بالمعروف ادارې په خپل لیک کې ليکلي، چې د ځينو ادارو مامورين لاهم په سنت طريقه برابر نه دي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې لیک د کندهار ټولو دولتي ادارو ته استول شوی او موخه يې هم د تېر حکومت هغه مامورين دي، چې تراوسه په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي.

د کندهار په دولتي ادارو کې د تېر حکومت پاتې ملکي مامورين وایي، ورځ تر بلې کاري ساحه ورته محدودېږي.

په کندهار کې د طالبانو د راډيو تلويزیون «شريعت غږ» له تېر حکومته پاتې يو کارکوونکی جمیل وايي: «طالبانو د دوهم ځل لپاره دوی ته د ږيرې پرېښودلو امر کړی او د ادارې مسوولينو يې هم ورته ويلي چې که نور ږيره وخریي او لونګۍ ونه تړي له دندې به ليرې او سزا به ورکړل شي.»

د دې ترڅنګ د کندهار د دولتي پوهنتون يو اداري کارکونکی هم وایي، چې ددغه مکتوب په اړه د پوهنتون د مشرتابه له لوري دوی ته د ږیرې پرېښودلو او لونګۍ تړلو سپارښتنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ ته يو ځل بيا د پوهنتون د مشرباته له لوري د امربالمعروف رياست د رالېږلي مکتوب په اړه خبر راکړل شو، چې نور ږیرې پرېږدئ او ځان په شريعت برابر کړی، کنه له دندې به ګوښه او د امر نه عملي کولو په صورت کې به سزا ورکړل شي.»

د کندهار د امربالمعروف ادارې ددغه تازه مکتوب په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ددغې ادارې مشر عبدالرحمن ظيبي ویلی و، چې په ټولنه کې د شرعي احکامو د عملي کولو لپاره به له نرمۍ کار اخلئ.

د چارو شنونکي وايي د نظرونو بدلودن به په ټولنه کې پر طالبانو د خلکو باور نور هم کم کړي.

د نظر خاوند فريد ظفر زیاتوي: «که د ولس په اړه د طالبانو پرېکړي هره ورځ بدلېږي نو دا معلومه خبره ده، چې په ټولنه کې به د طالبانو په اړه د خلکو نظر منفي لور ته ولاړ شي.»

طالبانو له دې مخکې په دغه ولایت کې په سلمانيو کې د ږیرو پر خرېیلو او د فېشني ویېښتانو جوړولو هم بنديز لګولی و.