افغانستان

له ودانۍ پرته ښوونځي؛ د بدخشان په اشکاشم کې د زده کوونکو اصلي ستونزه

د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ اوسېدونکي، په دې ولسوالۍ کې د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانیو له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.

دغه اوسېدونکي وایي چې له هغو ښوونځیو پرته چې د ولسوالۍ په مرکز کې ودانۍ لري، په لیرې پرتو سیمو او کلیو کې یې بچیان په پرانیستې فضا او خټینو ودانیو کې چې چتونه نه لري زده کړه کوي.

د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد اکرم زیاتوي: «هغه ښوونځي چې د اشکاشم په مرکز کې دي، هم ودانۍ لري او هم سمبال دي؛ خو په لیرې پرتو کلیو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او د ودانۍ نشتوالی په تېره بیا ژمي کې زموږ بچیان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه چې ښوونځي زاړه دي او چتونه یې د زلزلې، واورې او باران له امله غورځېدلي دي.»

هغه وویل: «هغه ښوونځي چې په لیرې پرتو سیمو کې دي، د هماغه سیمې د اوسېدونکو له خوا په خټو سره جوړ شوي چې څه موده مخکې د یوه ټولګي چت پر زده کوونکو راغورځېدلی و؛ خو له نېکه مرغه چا ته پکې زیان ونه رسېد.»

د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې یو ښوونکی عبدالمجید وایي: «زموږ په ولسوالۍ کې اوولس ښوونځي دي، نهه لېسې، ۵ منځني ښوونځي، درې لومړني او هغه ښوونځي چې د ولسوالۍ له مرکزه لیرې کلیو کې دي، له ناوړه وضعیت سره مخ دي.»

هغه زیاته کړه چې په دغو ۱۷ ښوونځیو کې لس یې ودانۍ نه لري.

نوموړی وايي: «د ډېری ښوونځیو ټولګي د سیمې د خلکو له خوا په خټو سره جوړ شوي چې د واورې او باران له امله یې چتونه پر زده کوونکو رالوېدلي او همداراز د اشکاشم ولسوالۍ په ښوونځیو کې، زده کوونکي د کتابونو او د عملي کار لپاره د کیمیاوي موادو په شان درسي مواد ته لاسرسی نه لري.»

له بلې خوا، په اشکاشم ولسوالۍ کې د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکي وايي چې په نامناسبو شرایطو او د زیاتو ستونزو په زغملو ښوونځي ته ځي او د خپل راتلونکي او د ټولنې د ښه کولو لپاره زده کړه کوي.»

یو زده کوونکی ابراهیم زیاته کړه: «په لسم ټولګي کې دی، موږ په یوه څلور دېوالۍ کې درس وایو، کتابونه نلرو، د عملي کار لپاره کیمیاوي مواد نه لرو او ښوونځی مو ښه وضعیت نه لري؛ ځکه چې د واورې او باران له امله د ځینو ټولګیو چتونه رالوېدلي دي، سره له دې هم راځو او درس وایو ترڅو په راتلونکي کې خپلو خلکو ته خدمت وکړو.»

ویل کېږي چې په اشکاشم ولسوالۍ کې مرستندویه دفترونه، د آغاخان دفتر، د یونیسف اداره او ستاره درخشان موسسه ده چې زده کوونکو ته هر کال قلمونه، کتابچې او د ښوونځي بکسونه ورکوي.

زه حاضره یم چې ښوونځي پرانیستل شي په پرانیستې فضا کې درس ووایم

له بلې خوا، نسرین هغه زده کوونکې ده چې د اشکاشم ولسوالۍ په مرکز کې اوسېږي او د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله، ښوونځي ته له تلو بې برخې ده.

هغه وایي: «زموږ ښوونځی ودانۍ لري او سمبال دی؛ خو مخکې چې موږ په کلي کې ژوند کاوه، هلته ښوونځیو ودانۍ نه لرلې او موږ په پرانیستې فضا کې زده کړه کوله. څلور کاله کېږي چې مرکز ته راغلي یو او دلته (امکانات) ډېر ښه دي.»

نسرین زیاتوي: «زه راضي یم چې آن په پرانیستې فضا کې له هغو ستونزو سره چې مخکې مو لرلې درس ووایم؛ خو په دې شرط چې ښوونځي بېرته پرانیستل شي. اوس چې ښوونځي ودانۍ ولري او زموږ پرمخ تړلي وي څه به یې کړو؟ که ښوونځي زموږ پرمخ نه وای تړل شوي، زه به سږ کال په لسم ټولګي کې وم؛ خو اوس د کور په یوه ګوښه کې د ښوونځي د پرانیستو په تمه یم.»

د ویلو ده چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نسرین په شان له شپږم ټولګي پورته زیات شمېر نجونې، له څه د پاسه یو نیم کال راهیسې له ښوونځي بې برخې دي.

له بلې خوا، په بدخشان کې د طالبانو د پوهنې رییس محراب الدین اقبال وایي: «موږ په ټول هغو ښوونځیو کې چې په اشکاشم ولسوالۍ کې له ودانۍ پرته دي، بنسټونو او موسسو ته موږ راپور ورکړی چې د ودانیو د جوړولو په برخه کې له دغو ښوونځیو سره همکاري وکړي.»

د بدخشان ولایت اشکاشم له هغو ولسوالیو څخه ده چې مرکز یې په اشکاشم ښار کې دی او اوسېدونکي یې تاجکان دي او یو شمېر یې په اشکاشمي لهجه خبرې کوی.

دا ولسوالي ۱۵زره او ۶۷۷ تنه وګړي لري او له تاجکستان سره ګډه پوله لري او په تاجکستان کې په همدې نوم یوه سیمه هم شته.