افغانستان سوداګري

د هرات سیلو بېرته خپل فعالیت پیل کړ

د هرات سیلو چې له څو کلونو راهیسې يې فعالیت درېدلی و، بېرته یې کار پیل کړ. دغه سیلو چې د محمد داوود خان د حکومت پرمهال جوړه شوې وه ټولې دستګاوې یې له جرمنې څخه پېرودل شوې وې.

د هرات سیلو د هېواد په لوېدیځ کې د غنمو د ساتلو تر ټولو لوی زېرمتون دی. د غنمو دا زېرمتون په ۱۴ پوړونو کې جوړ شوی او د مالوماتو له مخې، ددې سیلو د وسایلو ځینې برخې د تېرو لسیزو جګړو پرمهال تخریب شوې دي.

د هرات د سیلو رییس عبداللطیف منصور وایي چې په دغه سیلو کې په تېرو وختونو کې، دوولس تنو کار کاوه؛ خو اوس یې کارکوونکي څه د پاسه ۵۰ تنو ته رسېږي. په دغه سیلو کې د غنمو د زېرمه کولو، ډوډۍ، کیک او کلچو پخولو او غنمو د ژرندې برخې فعالیت لري.

دا سیلو ۴۰ د غنمو کندوګان لري چې هر یو یې د ۵۰۰ ټنه غنمو د ساتلو ظرفیت لري او ددې سیلو د ډوډۍ پخولو په برخه کې د ورځې د کابو دېرش زره ډوډيو پخولو وړتیا موجوده ده.

د هرات د سیلو یو شمېر کارکوونکي ددغې سیلو د بیا فعالېدو له امله خوښ دي او زیاتوي چې په دې ولایت کې د طالبانو ځايي اداره، باید ددې کار دوام ته پام وکړي ترڅو یو ځل بیا ددغې سیلو فعالیت ونه درول شي.

محمد یوسفي وایي: «ډېر خوښ یو چې زموږ د خلکو او ټولنې لپاره دا سوکالي رامنځته شوه او له کلونو وروسته سیلو فعاله شوه. لس کاله کېږي چې دا سیلو غیرفعاله وه او اوس یې په بیاځلې فعالېدو د زیات شمېر کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.»

د هرات یو بل اوسېدونکی وکیل احمد احمدي هم د دې سیلو د کار په پیلېدو سره د هیله مندۍ په څرګندولو وايي چې دا د هرات خلکو ته یوه اسانتیا ده.

هغه وویل: «زه له طالبانو غواړم چې خلکو ته کار زمینه برابره کړي ترڅو مو ځوانان بهرنیو هېوادونو ته ولاړ نه شي او هغه چې تللي هم بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.»

د هېواد له پينځو سیلوګانو، درې یې فعالې دي او د دوو نورو د وسایلو د سمولو او کار د پیلولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د هرات له سیلو مخکې، د کابل مرکزي سیلو او د مزارشریف سیلو هم خپل فعالیت پيل کړی دی.

د کابل سیلو، د هېواد تر ټولو پخوانی سیلو

د کابل مرکزي سیلو په ۱۳۳۵ کال کې د غنمو د زېرمه کولو او اوړه کولو او ډوډۍ پخولو په موخه په ۹۶ جریبه ځمکه کې جوړه او فعالیت یې پیل کړ.

دغه سیلو د ۵۰ زره ټنه غنمو د زېرمه کولو ظرفیت لري او له دې مخکې یې په څلرویشت ساعتونو کې د ۲۰۰ ټنه غنمو د اوړه کولو وړتیا لرله.

په مرکزي سیلو کې د پخولو شپږ داشونه موجود دي او په اوسني وخت کې په دغه سیلو کې ۱۳۳ تنه کار کوي چې شپږ یې مېرمنې دي.

د هرات د مرکزي سیلو ترڅنګ، د مزارشریف سیلو هم فعالیت پيل کړی دی.

په اوسني وخت کې د بلخ په سیلو کې کابو ۵۰ تنه په کار بوخت دي او د مالوماتو له مخې، په راتلونکي کې به د ۵۰ ښځو په ګډون د ۴۰۰ تنو لپاره د کار زمینه برابره شي. د مزارشریف سیلو په ۱۳۵۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد په مالي همکارۍ جوړه شوې وه.

د افغانستان په کابل، کندهار، بغلان او بلخ ولایتونو کې دولتي سیلوګان د شوروي اتحاد په مرسته په جوړ شوي و، دغو سیلو ګانو د ډوډۍ پخولو، ژرندې او په معیاري توګه دغنمو د زېرمه کولو په برخو کې فعالیت درلود.