افغانستان ښځې

په افغانستان کې د ښځو لپاره د فرصتونو د برابرولو پر اړتیا د جوزف بورل ټینګار

د افغان ښځینه مشرانو ټولګې د ناستې د ترسره کېدو په درشل کې چې سبا به په بلجیم کې ترسره شي، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول د افغانستان له یو شمېر فعالو مېرمنو سره کتلي دي.

جوزف بورل په خپل تازه ټویټ کې لیکلي چې د افغان مېرمنو د مشرانو مجمع له ناستې مخکې یې له یو شمېر افغان مېرمنو سره د پراخ سیاسي بهیر په اړه اساسي بحثونه کړي دي.

بورل ویلي: «د افغان مېرمنو د مشرانو مجمع له ناستې مخکې، موږ نن دا فرصت درلود ترڅو په افغانستان کې د هراړخیز سیاسي بهیر د تضمین په اړه چې ښځې او نجونې پکې برابر فرصتونه ولري او بشري حقونه پکې مراعات شي، اساسي بحث وکړ.»

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن ویلي چې د پنجشنبې په ناسته کې به له افغانستانه مېرمنې په انلاین بڼه ګډون وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د افغان مېرمنو ګډون مهم دی او که طالبان په دولتي بنسټونو کې د ښځو ونډې ته بې پامي وکړي او پر هغوی محدودیت ولګوي، لا زیات به منزوي شي.

د سیاسي چارو کارپوه شفیق الله شفیق په دې اند دی: «د اروپايي ټولنې لپاره جنسیتي برابري د بهرني سیاست په بهیر کې یو مهم اصل دی، له دې امله د نړۍ له نورو هېوادونو سره هر ډول مرسته او همکاري، له جنسیتي برابرۍ د دوی د ملاتړ اصلي شرط دی. همدا چاره ددې لامل کېږي چې دوی د طالبانو په وړاندې په منتقدانه نظر وګوري؛ ځکه چې طالبان د یوه مذهبي رژيم په توګه په حکومت کې د ښځو حضور ته علاقه نه لري او د دوي دا نه لېوالتیا د دې لامل کېږي چې دغه ډله لازیاته منزوي او د دوی په اړه د نړۍ لیدلوری لا منفي شي.»

څه د پاسه یو کال کېږي چې په افغانستان کې مېرمنې د کار، زده کړو او سفر په شان محدودیتونو سره مخ دي.

د ښځو حقونو فعاله سونیا نایل وایي: «د هرې ټولنې پرمختګ او وده، د هماغه ټولنې د ښځو او نارینه وو د فعالیت په شرط ده؛ ځکه ښځې د یوې ټولنې نیمايي وګړي جوړوي چې له دولتي بنسټونو د ښځو حذفول، د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو د درېدو لامل کېږي.»

په اوسني وخت کې، په افغانستان کې زرګونه نجونې ښوونځیو ته له تلو بې برخې دی او پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له دېرشو کلونو وروسته یې پاکستان ته سفر کړی او په دې هېواد کې به له یو شمېر افغانانو سره خبرې اترې وکړي.

له دې مخکې، دغې امریکايي دیپلوماتې ترکیې ته په سفر کې د ښځو حقونو له یو شمېر فعالینو، خبریالانو او سوداګرو سره کتنه او خبرې اترې کړې وې.