سوداګري

ناوړه اقتصادي وضعیت او کابل ښار کې د بایسکل د کارولو زیاتېدل

کابل کې د تېلو بیې له لوړېدو او د خلکو د اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره د پلازمېنې د اوسېدونکو ترمنځ له بایسکل څخه ګټه اخیستل زیات شوي. اوس په کابل ښار کې یو شمېر بایسکل پلورونکي د خپل کاروبار له ښه کېدو خبري کوي.

هغوی وایي چې د خلکو له خوا د بایسکل د کارولو له زیاتوالي سره د پخوا په پرتله د هغوی کارونه ښه شوي دي.

پرویز محمد په کابل کې یو بایسکل پلورونکی دی، هغه وایي چې په دې وروستیو کې له بایسکل څخه ګټه اخیستل زیات شوي او ډېری پېردونکي یې محصلان او د ښوونځيو زده‌کوونکي دي.

دغه بایسکل پلورونکي وایي: «د خلکو اقتصاد کمزوری دی او هغوی د دې وس نه لري چې هر ورځ کرایه ورکړي. له همدې امله د بایسکل پېرلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده.»

اوسمهال د کابل په بازار کې د بایسکل بیه له څلورو افغانیو پیلېږي او کمه بیه لرونکي بایسکلونه ډېر پلویان لري.

استاد مجیب یو بل بایسکل پلورونکی دی، هغه د خپل کاروبار له زیاتوالي د خوښۍ په څرګندولو وایي چې د موټرو کرایه لوړه شوې او خلک د داسې لګښتونو د ورکولو وس نه لري. له همدې امله خلکو د بایسکل پېرلو ته مخه کړې ده.

هغه په دوام کې وایي: «د ژمي موسم له رانږدې کېدو سره زموږ پلور کمېږي، خو بیا هم د خدای شکر دی. که څه هم سخت اقتصادي شرایط د دې لامل شوي چې ډېری ان د بایسکل پېرلو وس هم ونه لري.»

شته اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې خلک خپل پخواني بایسکلونه ترمیم کړي او بېرته د کابل پر واټونو تګ راتګ پرې وکړي.

بایسکل د وخت له ضایع کېدو د مخنیوي لپاره ترټولو ښه وسیله

خان محمد په یوه خصوصي شرکت کې پر کار بوخت دی او وایي، چې د ښار په واټونو کې ترافیکي ګڼې ګوڼې هغه اړ ایستلی چې په بایسکل تګ راتګ وکړي.

هغه وایي: «زه له کله چې له بایسکل څخه کار اخلم، په کمه موده کې د خپل کار ځای ته رسېږم. مخکې چې په لیني موټرو کې کار ته تللم تل راباندې ناوخته کېده.»

اقتصادي ننګونې او بایسکل ته مخه کول

۴۲ کلن امین د څلورو اولادونو پلار دی او په کرایي کور کې ژوند کوي. هغه خپلو ورځنیو کارونو ته د رسېدو لپاره له بایسکل څخه کار اخلي.

هغه په دې اړه وایي: «د موټرو کرایه لوړه شوې ده او دا په داسې حال کې ده چې په دې پیسو سره کولای شم خپلو ماشومانو ته یوه نمړۍ ډوډۍ یوسم. که څه هم په بایسکل سره تګ راتګ کول زیات توان غواړي او زما ملا هم ستونزه لري. خو له دې سره سره زه د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره له بایسکل څخه ګټه اخلم.»

په دې منځ کې د خلکو کم شمېر له بایسکل څخه د روغتیا او له ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټه اخلي.

د تېلو بیو لوړوالی، د کرایو لوړوالی، د اقتصادي ننګونو زیاتوالی او ترافیکي ګڼه ګوڼه په کابل ښار کې له بایسکل څخه د ګټې اخیستو د زیاتوالي اصلي لاملونه ګڼل کېږي.