فرهنګ او هنر

خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره د حکاکۍ برخې هنرمندانو غوښتنه

هرات کې د حکاکي برخې هنرمندان په خپلو لاسونو د جوړو شویو توکو لپاره د بازارموندتې غوښتونکي دي ترڅو د دغه هنر د ژوندي کولو لپاره زمینه برابره کړي.

په دغه ولایت کې د حکاکۍ برخې یو شمېر ښځینه هنرمندانې وایي چې مخکې، د هغوی کار ښه وده کړې وه او ان خپل محصولات یې له هېواده بهر لېږدول؛ خو اوس د هغوی پلور یوازې په هېواد کې دی. هغوی د حکاکي محصولاتو لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.

د هري اماتورې حکاکۍ ډلې غړې ملکه سادات چې د هرات ولایت د خدیجه‌الکبری په بازار کې پر حکاکۍ هنر بوخته ده وایي: «مخکې مو له هېواده بهر پېردونکي درلودل؛ خو اوس یوازې په هېواد کې دننه پېرودونکي لرو. د حکاکۍ هنر حاصلات د کورونو د ډیکور، د پخلنځي د توکو، په ادارو کې د میزونو، تابلو او نورو توکي دي. اوس یوازې زموږ بازارموندنې په انلاین توګه دي او اسلامي امارت (طالبان) باید د کار د ښه کولو لپاره زموږ محصولاتو ته بازارموندنه وکړي.»

د هري اماتور حکاکۍ ډلې بله غړې ثریا سادات چې کلونه کېږي د څټک او سکنې په کارولو د لرګي پر تختو هنري رسامي کوي وایي: «زموږ په ډله کې درې تنه یو او پر حکاکۍ بوختې یو او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بیایو. زموږ کار ښکلي کول دي او حکومت باید له بېلابېلو لارو له موږ څخه ملاتړ وکړي.»

حکاکي پر لرګي او فلز د انځورونو کاږلو هنر دی؛ هغه هنر چې په هرات ښار کې اوږده مخینه لري.

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي په دې برخه کې د ښځینه هنرمندانو د محصولاتو د لیدلو لپاره خدیجه‌الکبری سوداګریز مرکز ته راغلي دي، وایي چې باید په دې برخه کې له ښځو په بېلابېلو برخو کې ملاتړ وشي.

د هرات اوسېدونکې مونا وایي: «ښځې د ټولنې مهمه برخه ده او لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري. په هره ټولنه کې ښه ده چې ښځې فعالیت وکړي او د هغوی لپاره د پرمختګ زمینه برابره شي.»

حکاکي په هرات کې له ۷ اصلي هنرونو څخه ده؛ خو اوس په لرغونې مخینې دغه هنر نسبتاً هېر شوی او کم شمېر کسان له دغو هنري محصولاتو کار اخلي.

هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الحق حقاني وایي: «هرات د تمدن او کلتور ښار دی او بېلابېل لرغوني لاسي صنایع لري. اسلامي امارت (طالبان) هڅه کوي تر خپلې وسې، له لاسي صنایعو او صنعتونو په ځانګړې توګه له هغو صنایعو چې د هېرېدو په حال کې دي ملاتړ وکړي او بېرته یې راژوندي کړي.»

ویل کېږي چې حکاکي هنر په لرغوني هرات کې روښانه تاریخ لري چې نهمه پېړۍ او د تیموریانو دوره د دغه هنر د ودې اوج بلل کېږي او اثار یې اوس هم د هرات د ګازرګاه جومات په ځینو برخو کې موجود دي.