افغانستان

پنجشېر کې د لږ تر لږه ۱۷۲ ملکي وګړو وژل کېدل

د پنجشېر له ایمرجنسي روغتون څخه یوه سرچینه آمو ته وايي چې پر پنجشېر د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، د لږ ترلږه ۱۷۲ ملکیانو مړي دغه روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغې سرچینې په وینا په وژل شویو کسانو کې ښځې هم شاملې دي.

دې سرچینې آمو ته وویل چې لږ ترلږه ۵۷ وژل شوي د عبدالله خېلو درې څخه وو. په همدې حال کې، ۳۸ تنه له لومړۍ حصې، ۳۱ له بازارک، درې تنه له آبشار ولسوالۍ، ۲۲ تنه له رخې ولسوالۍ، ۱۱ عنابې او اته تنه هم له پریان ولسوالۍ څخه وو.

له بلې خوا، د وژل شویو کسانو څه د پاسه شلو سرچینو له آمو سره په خبرو کې د طالبانو له خوا د خپلوانو وژل کېدل تایید کړي دي. دا سرچینې د طالبانو له وېرې نه غواړي چې هویت یې په ډاګه شي.

له بلې خوا، د مشرانو جرګې مخکیني مرستیال محمد علم اېزدیار له آمو سره په خبرو کې تایید کړه چې په پنجشېر کې د طالبانو له خوا څه د پاسه ۱۷۰ تنه وژل شوي دي.

یو شمېر یې پخواني پوځیان وو چې د جمهوریت له سقوط راهیسې یې عادي ژوند درلود او د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتو کې ښکېل نه وو.

طالبانو د ملکي وګړو د ژولو په اړه راپورونه رد کړي دي.

قربانیان څوک دي؟

د هغو مالوماتو له مخې چې آمو ته رسېدلي، څه د پاسه ۴۰ قربانیان یوازې په ۱۴۰۱ کال کې وژل شوي دي. ډېری دا کسان د پنجشېر د عبدالله خېلو درې اوسېدونکي وو.

یوه دغه وژل شوې د عبدالله خېلو درې اوسېدونکې شپاړس کلنه سمینه وه چې د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۲۴مه په عبدالله خېلو کلي کې په خپل کور کې ووژل شوه. د هغې خپلوانو له آمو سره په خبرو کې طالبان د نوموړې د وژلو لامل وبلل.

یوه بله سرچینه وايي چې د دغې درې د اوسېدونکو میرزا جان، لطف خدا او سمېع خان وروڼه محمد نظر، الله نظر، گل حیدر، زمان‌الدین، کرزی او شیرزی د ۱۴۰۱ کال د غويي په ۲۶مه د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

دا سرچینه وایي: «اوولس کلن کرزی او ۱۴ کلن شېرزی دواړه وروڼه وو چې د طالبانو له خوا وژل شوي دي. دا سرچینه وايي چې د دغو دوو تنکیو ځوانانو له وژل کېدو وروسته، د دوی پلار خپل سترګو لید له لاسه ورکړی دی.

یوه بله سرچینه وایي چې د مخیکني حکومت د اردو یو افسر خالد بخشي د ۱۴۰۱ کال د غويي په اتلسمه د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي: «خالد بخشي زما د ترور زوی و، هغه پخوا د ملي اردو افسر و او په همدې جرم یې په بې رحمۍ سره د هغه د خور او مېرمن په مخکې شهید کړ.»

ددې سرچینې په وینا، د طالبانو له خوا د خالد بخشي کورنۍ ته خاورو ته دهغه د سپارلو اجازه ونه کړل شوه او اوس په یوه ځای کې په پټه خښ شوی دی.

د پنجشېر ولایت د خنج ولسوالۍ د متا کلي اوسېدونکی غلام سخي یو بل قرباني دی چې د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۲مه د طالبانو د شکنجې په پایله کې ووژل شو.

د غلام سخي خپلوان وايي چې هټۍوال و او له ښکېلو لوریو سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.

یو بل قرباني چې تصویري پیغام یې طالب جنګیالیو له خوا خپور شوی او په رسنیو کې منعکس شو، د رخې ولسوالۍ د حصارک د منځني ښوونځي ښوونکی بلال دی. بلال د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۲مه له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا ووژل شو.

بل قرباني محمد عظیم چې د هغه دخپلوانو په وینا، طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وږي په شلمه کابل ته د سفر پرمهال د عنابې ولسوالۍ په تاواخ سیمه کې په ډزو سره وواژه.

۲۳ کلن ګل‌میر د عبدالله خېلو درې د کرامان کلي اوسېدونکی یو بل قرباني دی چې د عنابې ولسوالۍ په دشتک سیمه کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د ګل‌میر یو خپلوان آمو ته وویل: «ګل‌میر ۲۳ کلن و او د کورنۍ د اړتیاوو برابروونکی و، هغه د پنجشېري والي په جرم د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۱۴مه د عنابې ولسوالۍ په دشتک سیمه کې د طالبانو له خوا ووژل شو.»

یوه بله قرباني شریفه او د ا‎بشار ولسوالۍ اوسېدونکې د ۱۴۰۱ کال د وږي په ۲۶مه د څارویو څرولو پرمهال د طالبانو له خوا ووژل شو. یوه سرچینه وايي چې له شریفې اته ماشومان پاتې دي.

د شریفې له وژل کېدو وروسته د پنجشېر یو شمېر ښځینه اوسېدونکو د روان کال د چنګاښ په ۲۸مه نېټه په یوه سرپټي ځای کې اعتراض وکړ او د عدالت د اجرا غوښتنه یې وکړه.

د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی تازه خان د جمهوریت پرمهال د پولیسو غړی و او د ۱۴۰۰ کال د کب په دیارلسمه د طالبانو له خوا ووژل شو. یوه سرچینه وايي چې هغه د نظام له سقوط وروسته په کور ناست و او له ښکېلو لوریو سره یې اړیکه نه لرله.

بل قرباني چې د طالبانو له خوا له وژلو وروسته یې د پنجشېر اوسېدونکو په وړاندې اعتراض او لاریون وکړ، د عنابې ولسوالۍ د زمان کور کلي اوسېدونکی محمد آغا دی.

د سرچینې په وینا، محمد آغا د جمهوریت پرمهال د پولیسو غړی و چې د ۱۴۰۰ د مرغومي پر ۵ ژرندې ته د غنمو د لېږدولو پرمهال د طالبانو له خوا ووژل شو. محمد آغا هم د جمهوریت له سقوط وروسته ملکي وګړی و او له ښکېلو لوریو سره یې اړیکه نه لرله.

تازه قربانیان نورمحمد نعیمي او غلام ایشان دي چې دواړه د عبدالله خېلو درې د منجنستو کلي اوسېدونکي وو او د ۱۴۰۱ کال د لړم په څلورمه د طالبانو له خوا ووژل شول. د دوی خپلوانو آمو ته وویل چې دوی د طالبانو د شکنجې په پایله کې ووژل شول.

د نور محمد یوه خپلوان وویل: «نور محمد یو موټر درلود او د خپلو غواګانو د راوړلو لپاره حصارک ته تللی و چې د طالبانو له خوا ونیول شو او تر شکنجې لاندې شهید شو.»

آمو د وژل شویو ملکیانو له خپلوانو سره هم خبرې کړې دي، چې له کورنیو څخه یې د طالبانو د غچ اغیستو له امله اجازه ورنه‌کړه په دې راپور کې یې کیسې ولیکل شي.

په همدې حال د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي وایي چې هېڅ ملکی وګړی د دې ډلې د جنګیالیو له خوا نه دی وژل شوی. هغه آمو ته وویل: «که په غلطۍ سره چا ته زیان رسېدلی وي، څېړنې کوو.»

د بشري حقونو ناوړه وضعیت

افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنت په دې وروستیو کې پنجشېر ته له سفر وروسته په دغه دره کې د بشري حقونه وضعیت ناسم وباله. ښاغلي بنت په خپل راپور کې د ملګروملتونو سازمان عمومي اسمبلې ته وویل: «هلته پر عادی وګړو جدي محدودیتونه لګول شوي. دومره چې بزګر نه شي کولای خپلو کروندو ته ولاړ شي او شپون خپله رمه پسې وګرځي.َ»

د طالبانو ویندویانو د آمو د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د طالبانو له خوا هېڅ ملکي وګړی نه دی وژل شوی. د طالبانو مرستیال ویاند ښاغلي بلال کریمي آمو ته وویل: «داسې کسان چې وسلې لري او تاوتریخوالی رامنځته کوي، له شک پرته چې د هغوی پروړاندې د اسلامي امارت دریځ روښانه او جدي دی او اجازه نه ورکوي چې څوک داسې کار وکړي.»

د ښاغلي کریمي اشاره د مقاومت جبهې ځواکونو ته ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې په پنجشېر، اندراب، خوست او په دې وروستیو کې بدخشان او تخار کې له طالبانو سره نښتې کړې دي.

آمو له دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په اګسټ میاشت کې په اندراب کې د ۶۶ ملکیانو د وژلو په اړه هم راپور خپور کړی و.

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د ملکي وګړو د وژلو او له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو خپل راپور کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ د ۲۰۲۲ کال د جون تر ‍۱۵ اووه سوه ملکي وګړي مړه او ۱۴۰۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

پخواني ټپونه

طالبان په ۱۳۷۳ کال کې د کورنیو جګړو په لړ کې په کندهار کې راڅرګند شول. په ۱۳۷۵ کې یې د کابل دروازو ته ځان ورساوه، چې په هغه وخت کې د دولت کنټرول د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو په لاس کې و. د مجاهدینو دولت چې کورنیو جګړو کمزوری کړی و، د ۱۳۷۵ په تلې میاشت کې له ماتې سره مخ شو او له کابله یې شمال ته شاتګ وکړ. په هغه وخت کې د پوځي ځواکونو قوماندان احمد شاه مسعود پنجشېر ته شاتګ کړ او د طالبانو ضد نورو ګوندونو سره یو ځای یې وسله‌وال مقاومت پیل کړ.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ کلونو پورې په پرله‌پسې بریدونو بریالي نه شول پنجشېر او د تخار او بدخشان ځینې سیمې ونیسي. احمدشاه مسعود په ۲۰۰۱ کال په یوه ځانمرګي برید کې د القاعدې له خوا د تخار په خواجه بهاءالدین کې ووژل شو.

اوس د احمدشاه مسعود له وژل کېدو ۲۱ کاله وروسته افغانستان یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. که څه هم د هغه اصلي مرکزونه لکه پنجشېر، تخار او بدخشان د طالبانو په ولکه کې دي، خو د پنجشېر او شاوخوا سیمو ځینو اوسېدونکو یو ځل بیا مقاومت پیل کړی دی.

په همدې حال کې د پنجشېر نامتو څېرې په دې باور دي چې طالبان د ملکي وګړو په وژلو سره پر مقاومت جبهې د فشار راوستو په لټه کې دي. هغوی وایي، له امله چې پنجشېر طالبانو ته تسلیم نه شو دغه ډله د سیمې له خلکو غچ اخلي.

د پنجشېر یو قومي مشر حبیب‌الله حسام له آمو سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د وژنو رېښه واک ته د طالبانو «قومي لیدلوری» او د دې ډلې «کینه» چې د مخکیني حکومت د مجاهدینو او همداراز په ۱۳۸۰ کال کې د اسلامي جمعیت ګوند ځواکونو په لاس د حکومت سقوط ګڼي.

هغه په یوه پیغام کې آمو ته ویلي: «د لومړي مقاومت د طالبانو قومي امارت سقوط مشري د پنجشېریانو په لاس کې وه. پنجشېریان د نورو قومونو په استازیتوب د مشرۍ غوښتونکی دي او نورو ته ونډه غواړي.»

د ښځو حقونه فعاله ترانه ادیب باوري ده: «که دغې ډلې په خپلو کړنو دا څرګنده کړه چې افغانستان کې د قومونو ترمنځ د تعصب او بې ثباتۍ ماموریت لري. طالبان د پنجشېر او اندراب اوسېدونکي وژني.»َ

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده کندهار په کې د وینا پر مهال د پنجشېر نښتو ته په اشارې سره وویل، چې طالب مسوولینو ته یې ویلي چې د پنجشېر له خلکو سره به لا زیاته نرمۍ چلند کوي. ښاغلي اخوندزاده په دوام کې وویل: «د پنجشېر خلکو لپاره زموږ پر ضد ۲۰ کاله تبلیغات شوي دي. هغوی ته یې ویلي، چې طالبان خلک وژني او د خلکو پر ناموس تېری کوي.» ښاغلي اخوندزاده طالب قوماندانانو ته په خطاب وویل چې د دغه «اخیستون» د لیري کولو لپاره دې د پنجشېر له خلکو سره «نېک چلند» وکړي.

خو داسې برېښي چې د دغو نښتو اصلي قربانیان د سیمې ملکي وګړي دي. د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت په وروستیو ورځو کې له پنجشېر څخه له بېرته ستنېدو وروسته د طالبانو له خوا د ملکیانو د «پراخو ځپلو» او د مقاومت جبهې له جنګي بندیانو سره د «زړه‌بوږنونکي چلند» په اړه خبرې کړې دي.