افغانستان

افغانستان کې د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو د ۴۰۰ ورځو تېرېدو پروړاندې غبرګونونه

انځور: رویټرز.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان کې پر ښځو او نجونو فشارونه ورځ تر بلې زیات شوي دي. ترټولو دردونکې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل ده چې اوسمهال د ۴۰۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم تړلي دي.

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري سه‌شنبه د لړم پر درېیمه د ټویټ په خپرولو افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو پر سیاست له نیوکې سره ولیکل: «نن له ښوونځي د نجونو له منع کولو راهیسې ۴۰۰ ورځې تېرېږي.»

هغې په دوام کې د کابل پوهنتون له لیلیې د څو تنو هزاره محصلانو نجونو ایستلو ته په اشارې زیاته کړه: «طالبان نه شي کولای د (افغانستان) نیمایي ټولنه له تحصیلي او کاري فرصتونو بې‌برخې کړي او ادعا وکړي، چې افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور بیایي.»

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا استازې ټینګار وکړ: «د نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو زده‌کړې له بېوزلۍ څخه د افغانستان د خلاصون کلي ده.»

همداراز افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړل کېدو پروړاندې د غبرګونونو په دوام کې د بي‌بي‌سي نړیوالې برخې نامتو خبریالې یلدا حکیم په خپله ټویټرپاڼه کې د دې موضوع په یادولو ولیکل: «زده‌کړې یو امتیاز نه دی، د انسان لومړنی حق دی. افغان نجونې همداراز د طالبانو له خوا له خپلو حقونو بې‌برخې دي.»

پر بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مرستیاله هدر بار هم یوه ټویټ کې لیکلي: «د طالبانو له خوا د نجونو له محدودیت څخه ۴۰۰ ورځې تېرېږي. دې چارې مخکې دغو نجونو، د هغوی کورنیو او هېواد ته سخت او نه جبرانېدونکي زیانونه رسولې دي. زیان ورځ تر بلې زیاتېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو پروړاندې اعتراضونه له ځپلو، نیولو او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

کابل، هرات، مزارشریف، بامیان، غزني او د هېواد نور ښارونه د نجونو او ښځو د لاریون شاهد وو او د ښځو او نجونو لاریونونه د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست لپاره وو.

که څه هم طالبانو اعلان کړی و، چې د نجونو ښوونځي چهارشنبه د روان کال د وري پر درېیمه پرانیستل کېږي. خو د هماغې ورځې پر سهار د طالبانو د پوهنې وزارت له دې پرېکړې شاتګ او اعلان وکړ چې د نجونو منځنۍ دورې او لیسې تر بلې خبرتیا پورې تړلي پاتې کېږي.

پر دې ورځ نجونې زده‌کوونکې د ښوونځیو له تړلو دروازو سره مخ او په اوښلنو سترګو کور ته ستنې شوې.

د طالبانو ترمنځ د لیدلورو اختلاف او د نجونو له برخلیک سره لوبې

ویل کېږي چې د طالبانو د پېژندل شویو څېرو ترمنځ له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا پرانیست په تړاو مخالفتونه شتون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی له هغو کسانو دی چې په خپلو ویناوو کې یې د نجونو ښوونځیو پر تړلي پاتې کېدو نیوکې کړې دي.

هغه کابل کې د روان کال د تلې میاشتې پر پنځمه په یوه غونډه کې وویل، چې علم پر نارینه او ښځینه وو فرض دی او ژر تر ژره باید د ټولو زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

خو په هماغه غونډه کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي علم د نارینه‌وو لپاره مستحب او د ښځو لپاره مباح وباله.

هغه وویل: «هر ځای ته چې ولاړ شو د زده‌کړو په اړه خبرې دي، زده‌کړې یو مباح عمل دی او دا خبره علمي ده، دنیایي علم مباح دی او که د امیر او مباح امر ترمنځ تعارض راشی د امیر حکم واجبېږي.»

د دې ترڅنګ د طالبانو د پوهنې وزیرانو کله کله کلتوري لاملونه، د زده‌کوونکو د جامو ډول او دودونه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیست پروړاندې خنډونه بللي دي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا بامیان ته په خپل سفر کې د دې به بیان چې ځینې کسان د نجونو ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره د ځانګړي ترتیب په لټه کې دي وویل: «د تېر نظام په څېر چې نجونې او هلکان ګډوډ (یوځای) وو اسلامی نظام موږ ته دا اجازه نه راکوي.»

د سږ کال د اکټوبر پر ۱۲ هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ښخو پروړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د ځپلو له امله د طالبانو د اوسنیو او مخکینيو غړو له دې جملې د دې ډلې د چارواکو لپاره د وېزو په ورکولو کې محدودیت اعلان کړ.

انتوني بلینکن په یوه بیانیه کې جوته کړه چې افغانستان کې د ښځو پروړاندې د محدودیت لګول له دې جملې زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي پرې کول، د کار له حق څخه د ښځو له برخمن کېدو مخنیوی او په دنده کې د انتخاب حق نه ورکول، د تګ‌راتګ محدودیت، د ښځو خصوصي حریم او د بیان ازادي او همداراز د قوانینو د نه رعایت له امله له ښځو سره تاوتریخجن چلند له دې جملې د ښځو او د هغوی د کورنیو ناعادلانه نیونې د دغه اقدام لاملونه دي.

ښاغلي بلینکن ویلي، چې افغانستان اوسمهال په نړۍ کې یوازینۍ هېواد دی چې نجونې په سیستماتیک ډول له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.

کارپوهان باوري دي چې یو هغه لامل چې هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دغې ډلې کورنی مشروعیت هم نه دی ترلاسه کړی، له خپلو حقونو په ځانګړې توګه د زده‌کړو او کار له حق څخه د نجونو او ښځو بې برخې کول دی.