سوداګري

د بامیان اوسېدونکي د دوی پر ژوندانه د وچکالۍ له اغېزو شکایت لري

د بامیان ولایت یو شمېر څاروي لروونکي وايي چې په روان کال کې د وچکالۍ او څړځایونو د نشتوالي له امله د دوی حاصلات تر نیمایي راکم شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د بامیان ولایت ژوند او عواید تر ډېره په مالدارۍ پورې تړاو لري.

د بند امیر ـ بامیان د ملي پارک پر لاره «قرغنه تو» سیمه، په بامیانو ښار کې د لبنیاتو او حیواني محصولاتو د پېر پلور یو مهم مرکز دی.

کورت، پېروی، شړومبې، مستې، چکه او کوچ هغه محصولات دي چې تر ډېره د کلیوالو مېرمنو له خوا برابرېږي او په دغه ځای کې د ځایي سوداګرو له لوري پېرل کېږي.

سیماګل، هغه مېرمن ده چې بازار ته یې پېروی د پلورلو لپاره راوړی دی.

هغه د کورنيو لبنیاتو په پلورلو، د کورنۍ د لګښت یوه برخه برابروي. سیماګل د روان کال د حاصلاتو له کچې رضایت نه لري او وایي چې په روان کال کې، د وچکالي او د څړځایونو د نامناسب وضعیت له امله، د دوی د حیواني محصولاتو تولید په تېرو دوو کلونو کې ډېر کم شوی دی.

سیماګل یوازې کولای شي په اوونۍ کې نیم کیلو پېروی وپلوري. هره کیلو پېروی د قرغنه تو په بازار کې ۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

شفیع الله، کابو ۶۰۰ پسونه بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ څو کیلومتره لیرې قرغنه تو سیمې څړځایونو ته راوستي دي.

هغه وایي: «د وښو او اوبو د نشتوالي له امله، زما څاروي ډنګر دي او د شیدو تولید یې کم شوی دی.»

عبدالله څاروي لرونکی دی او د خپلې کورنۍ لګښت له دې لارې برابروي. هغه وایي چې له دوو کلونو راهیسې یې محصولات نیمايي ته راکم شوي دي.

له بلې خوا، په دې بازار کې یو شمېر نور پلورونکي وایي چې د حیواني محصولاتو د پلور کچه د تېر کال په پرتله ښه شوې ده.

د قرغنه تو بازار دوه هټۍ وال محمد علي او ظاهر د سږکال د پېر پلور له بهیره تر یوه بریده راضي ښکاري.

د دوی په وینا، سږکال د لارو امنیت ښه دی او د سیلانیانو ګرځېدل زیات شوي چې دا چاره د دوی د توکو د پلورلو د زیاتوالي لامل شوی دی.

ظاهر وايي: «سږکال الحمد لله د لارو امنیت ښه و او په ټول کې پېر پلور ښه و.»

له دې سره سره پلورونکي تاییدوي چې د څارویو محصولات کم شوي او عواید یې هم راټیټ شوي دي.

په بامیان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې هڅه کوي د څاروي لرونکو ننګونو ته پام وکړي او د دوی ستونزې اوارې کړي.

د ۱۳۹۹ کال د سلواغې په وروستیو کې، د بامیان ولایت په قرغنه تو کلي کې په سمبال سیستم سره د هالند هېواد په مالي مرسته د اوه اعشاریه پينځه میلیونه افغانیو په لګښت د حیواني محصولاتو د پلور بازار جوړ شو؛ خو د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ راهیسې هټۍ وال په ناڅرګند لامل په دې بازار ته نه دي راستانه شوي.