افغانستان

هغه نجلۍ چې پلار یې د بېوزلۍ له امله پلورلې وه

د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده.

خلک نیوکه کوي، چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د سلګونه مېلیونه ډالرو له مرستو سره سره هم په هېواد کې ځينې کورنۍ له بېوزلۍ دې ته اړ کېږي، چې خپل اولادونه وپلوري.

د آمو ټلوېزیون خبریال تازه په ننګرهار کې هغې کورنۍ ته ورغلی، چې خپله یو نیم کلنه لور يې د ډیرې بېوزلۍ له امله په ۳۹ زره افغانیو پلورلې وه.

فاطمه لا د ژوند د خوږو او ترخو په توپير نه پوهېږي، خو بېوزلۍ په کوچني عمر د خپلې مور له غېږې جلا کړې وه.

پلار یې رحمت‌الله ۴۵ کلن دی او د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې اوسېږي.

په خبره يې ورته ستونزمنه وه، چې د زړه ټوټه وپلوري، خو په اوښلنو سترګو وایي، د نورو اولادونو د ژوندي ساتلو لپاره اړ وو، چې فاطمه قرباني کړي.

رحمت‌الله وایي، که یې دا کار نه وای کړی ښايي ډېری اولادونه یې د لوږې له امله له لاسه ورکړي وای.

هغه وایي: «زه  شپږ اولادونه لرم، دوه یې نجونې او څلور یې هلکان دي، بې روزګاري ده. زه پولۍ پلورم، هره ورځ له تاوان سره مخ یم، ۵ ورځې وې، چې ماشومان وږي وو څه مې کړي وای، همدا یوه لار راپاتې وه چې لور وپلورم، خو شکر بېرته مې خدای غږ واورېده.»

نوموړی وایي، د بېوزلۍ له امله د طالبانو او خیریه ګڼو ادارو دروازې یې وټکولې، خو چا یې غږ وا نه ورېده.

نوموړی ادعا کوي، چې ځینو خیریه بنسټونو د ده په نوم مرسته شوې پېسې یې هغه ته پوره نه دي سپارلي او خپله یې خوړلي دي.

هغه وایي: «ولسوالۍ ته لاړم، خیریه ادارو ته مې عذرونه وکړل، خو چا مرسته ونکړه، ماشومان مې له لوږې مړه کېدل، کله مې چې غږ رسنیو ته ورسېده خیریه ادارو زما په نوم د مرستو هڅه وکړه، خو ډېرو زما حق وخوړ. کور یې ودان لور یې راته را وسپارله خو نوره مرسته یې را نه‌کړه ځينو زما په نوم سوداګري وکړه.»

رحمت الله بختور دی، چې یو شمېر رضاء کاره ځوانانو د مرسته شویو پیسو په بدل کې د ده لور بېرته واخیسته او ده ته یې وسپارله.

د دې رضاکاره ځوانانو له ډلې امجد خاورین وایي، دا مرسته يې په هېواد کې دننه او بهر له افغان ځوانانو ترلاسه کړه، او فاطمه یې پرې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارله.

هغه وایي: «زه چې کله خبر شوم ملګري مې راټول کړل، فېسبوک کې مې اعلان وکړ، خلکو مرستې راکړې، موږ فاطمه واخیسته، یو څه نقدې مو هم ورکړې او پاتې پیسې له موږ سره دي او نیت لرو ورته د کار زمینه برابره کړو.»

بل لورته بیا د نظر خاوندان له خیریه ټولنو غواړي، چې د بېوزله خلکو په نامه په راټولو شویو پیسو دې سوداګري نه کوي.

د پوهنتون استاد هارون هلال وایي، چې یو شمېر خیریه بنسټونه د بېوزلو په نامه راټوله شوې ډېره برخه مرسته خپله په یو او بل نوم خوري، چې دا ظلم دی.

ښایي دا نه لومړنۍ او نه هم وروستۍ پېښه وي، چې یو پلار دې له بېوزلۍ خپل اولاد وپلوري.

له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوې، چې خلک یې لامل بېوزلي یادوي.

عام خلک وایي، که طالبان یوازې د خپل ځان غم کوي او ولس یې نه وي په یاد دا ډول خواشینوونکي پېښې به لا زیاتې شي، چې ښايي دوی ته هم په زیان تمام شي.