افغانستان

طالبانو افغانستان ته د یوې بهرنۍ خبریالې د راتلو مخنیوی وکړ

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ای‌اف‌جي) نن چهارشنبه ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې افغانستان کې د نړیوالو رسنیو د ځپلو په ترټولو تازه مورد کې بهرنۍ خبریاله او انځورګره سټفاني ګلینسکي د طالبانو په اړه د انتقادي راپور د جوړولو له امله دغه هېواد ته له دننه کېدو منع شوې ده.

دغې ټولنې د ګلینسکي ځورول او وېروول غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د رسنیو له ازادۍ ملاتړ وکړي او د افغان او بهرنیو خبریالانو ځورول ودروي.

ګلینسکي چې په افغانستان څلور کلنه کاري تجربه لري او ګارډین او فارین پالیسي په څېر رسنیو لپاره یې کار کړی دی، د روان زېږدیز کال په جولای میاشت کې له کابله ولاړه؛ خو د دې د کار په اړه  طالبانو له وروستیو څېړنو وروسته خپل امنیت ته اندېښمنه شوه.

دغې خبریالې په یوه بیانیه کې چې په ټولنیزو شبکو کې یې خپره کړې ده څرګنده کړې، چې طالبانو په فارین پالیسي کې د «طالبان د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو پر سر جګړه کوي» په نوم د یوې لیکنې او په ټولنیزو شبکو کې د هغې له خوا د لیکل شویو پوسټونو له امله غبرګون ښودلی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وایي چې ګلینسکي هغوی ته ویلي چې د وټس‌اپ له لارې د طالب چارواکو له خوا له ځورولو او وېروولو سره مخ شوې او طالبانو د هغې د راپور د محتوا په اړه زیاتې پوښتنې مطرح کړې او ترې غوښتي یې دي چې خپلې سرچینې ورته وښيي.

ګلینسکي ویلي، سره له دې چې مطالب په مستقیمه توګه د اورېدونکو لپاره وړاندې شوي وو، طالبانو هغه په خپلو راپورونو کې پر ناسمو تبلیغاتو تورنه کړې ده.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (ای‌اف‌جي) زیاته کړه، چې طالبانو همداراز خبرداری ورکړی چې د ټولو بهرنیو خبریالانو لپاره به د وېزې ورکول ودروي.

ګلینسکي کابل ته له دننه کېدو سره په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان کې د روان انساني ناورین او د ۲۰۲۱ په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په اړه ولیکل.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې طالبانو کورني او بهرني خبریالان د خبري پوښښ له امله په نښه کړي دي.

په اګسټ میاشت کې د هند د ویان خبریال انس مالک د طالبانو له خوا ونیول شو.

همداراز په روانه میاشت کې اسټرالیایی خبریال لین اوډنل وګواښل شو او اړ ایستل شو، چې د طالبانو په اړه خپلې لیکنې په ښکاره توګه بېرته واخلي.

شمېرې څه وایي؟

دغه فدارسیون وایي چې افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ځورول «د رسنیو له ازادۍ څخه سخته سرغړونه» ده.

دغه بنسټ له طالبانو غواړي چې ټولو خبریالانو ته اجازه ورکړي ترڅو له وېرې پرته په خپلواکه توګه کار وکړي؛ خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون شمېر ښیي چې په تېر یوه کال کې هېواد کې ۴۸ سلنه رسنۍ تړل شوې دي.

دغه فدراسیون ټینګار کړی دی چې له ۳۰۵ راډیويي شبکو ۲۰۴ راډیوګانې په افغانستان کې فعالې دي.

د دغه فدارسیون په وینا د مخکیني دولت تر پام لاندې ۱۰۵ ټلویزیونونه موجود وو چې اوس یوازې ۷۸ شبکې فعالې دي.

د دغه بنسټ په خبره د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې ۶۸ سلنه خبریالانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړې یا یې هېواد پرېښی دی.