افغانستان

د جنرال رازق د مړینې څلورم تلین؛ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مېړانې یادونه وشوه

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان ډګر جنرال عبدالرازق اڅګزی څلور کاله وړاندی د ۱۳۹۶ کال د تلې پر ۲۶ نېټه د کندهار د ولایت مقام په ودانۍ کې د وخت د والي زلمي ويسا د ساتونکي نقيب الله له لوري له يوې مهمي غونډي وروسته ووژل شو.

جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ کال کې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی او له ۲۰۰۱ کال راهيسي يې د افغان سرحدي ځواکونو په ليکو کې خدمت پیل کړ.

پر جنرال عبدالرازق تر څلوېښت ځله زيات ځانمرګي بريدونه شوي. هغه د طالبانو او پاکستان سخت مخالف و.

ډګر جنرال عبدالرازق اڅګزي په سويلي ولایتونو کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، غزني او دايکندي کې د طالبانو پر وړاندي د سختو او پېچلو پوځي عملياتو مشري کوله او د هغه قوماندانۍ پر مهال په سویلي ولایتونو کې طالبانو هېڅ پرمختګ ونه‌کړ.

جنرال عبدالرازق هغه مهال په خلکو کې زیات محبوبيت پېدا کړ، چې د کندهار په محل نجات او پنجوائي ولسوالیو کې يې د طالبانو ستر بريدونه شنډ او دغه سيمي يې امنې ونومولې.

جنرال عبدالرازق د خپل ژوند په وروستیو کې د کندهار په پنجوائي ولسوالۍ کې د هغو طالبانو لپاره امنې سيمې جوړې کړې وې، چې د طالبانو له کړنو سره مخالف وو. د هغه په مرسته ګڼ شمېر طالبان د سولې له بهیر سره يو ځای شول. جنرال عبدالرازق د قطر د سولې پروسه د افغان سياستوالو د منزوي او له منځه وړلو پروژه بلله او د هغه مخالفت يې کاوه.

په ټول کې جنرال عبدالرازق په تېره شل کلنه دوره کې اغېزمن او نفوذ لرونکی جنرال و. د هغه له مړینې وروسته په سويلي ولایتونو کې د ناامنیو او د سيمو د سقوط لړۍ پیل شوه.

د جنرال رازق د تلين لمانځنه

د ډګر جنرال عبدالرازق اڅګزي تلين له دې وړاندي په افغانستان کې دننه په ځانګړو مراسمو لمانځل کېده، خو له کله چې طالبان واک ته رسېدلي د نوموړي کور يې غصب کړی او د هغه له مقبرې يې د موټرو تمځای جوړ کړی دی.

له دې ټولو سره سره د هغه څلورم تلين سږ کال له هېواده بهر د هغه د مينه والو او سياستوالو له لوري په روسيه، جرمني، کاناډا، ځينو اروپایي هېوادونو د پاکستان په بلوجستان او يو شمېر نورو برخو کې لمانځل شوی. د افغانستان د مقاومت جبهې بنسټګر يونس قانوني د جنرال عبدالرازق د څلورم تلين په مناسبت ویلي، چې جنرال عبدالرازق د افغانستان زړور بچی و، چې د ژوند تر وروستیو يې هم دښمن ته سر ټيټ نه‌کړ او د خپل هېواد دفاع يې په مېړانه وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبېل هم پر خپله فسبوکپاڼه د جنرال عبدالرازق انځور خپور کړی او هغه يې د افغانستان زړور جنرال بللی. د دې ترڅنګ په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو کسانو جنرال رازق د افغانستان له پياوړو پوځيانو بللی او د هغه قتل يې د سيمي د هېوادونو کار بللی. د جنرال عبدالرازق يوه عسکر او د ارزګان د امنیې قوماندان مرستیال عبدالمعروف، چې اوس په جرمنی کې دی ویلي، چې جنرال عبدالرازق مدبر او په پوځي چارو پوه مشر و، چې دښمن ور څخه ان د ډیورنډ کرښي ها غاړه کې هم ارام نشوای کولای.

معروف ویلی، چې دوی به د جنرال عبدالرازق لار تعقيبوي او په هېواد کې به د یرغلګرو پر وړاندي مبارزه کوي. جنرال عبدالرازق د وخت ولسمشرانو هم يو صادق او خپلې خاروې ته وفاداره جنرال بللی و. جنرال عبدالرازق د هېواد له سياستوالو يوه لويه شورا جوړه کړي وه، چې پکې عطامحمد نور، جنرال عبدالرشيد دوستم، عبدالرب رسول سياف، احمدضياء مسعود، صلاح الدين رباني او نور پکې شامل وو او د هېواد د سياسي وضعیت په اړه به یې کندهار کې نوبتي غونډي کولې. د جنرال رازق له مرګ وروسته د هغه ورور تادين خان د کندهار د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.