افغانستان

د هېواد په لوېديځ کې په درېيو ولايتونو کې د جنايي جرمونو زياتوالی

په دې وروستیو کې د هېواد په لوېدیځ کې بېلابېل جرمونو په ځانګړې توګه غلاوې، هدفي وژنې او ځانوژنې زیاتې شوې دي.

بادغیس

په ترټولو تازه مورد کې بادغیس کې د طالبانو چارواکي وایي، چې وسله‌والو غلو د دغه ولایت د یوې ولسوالۍ په لار کې یو کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی او د هغوی موټرسایکل یې هم له ځان سره وړی دی.

همداراز یوه بله پېښه کې چې په دغه ولایت کې شوې ده، یوې ښځې د کورنیو تاوتریخوالو او جبري واده له امله ځان ځړولی دی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. په بله ورته پېښه کې یوه ۱۵ کلن تنکي هلک د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ځان ځړولی او خپل ژوند یې پایته رسولی دی.

د باغیس په قادس کې د طالبانو ولسوال صالح محمد پُردل د دې پېښې په تایید د دغې ځانوژنې د انګېزې په اړه ناخبري څرګندوي.

د بادغیس اوسېدونکی عبدالنافع له شته وضعیته د اندېښنې په څرګندولو وایي: «د طالبانو له راتګ سره مو هیله لرله چې جرمونه په ځانګړې توګه غلاوې کمې شي؛ خو څو ورځې مخکې مې ولیدل چې غلو یو ورور د بادغیس په لار کې وواژه او یو بل کس یې ټپی کړ او د هغوی موټرسایکل یې له ځان یېووړ. دا ډېره د اندېښنې وړ ده او داسې برېښې چې هغوی (طالبان) د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.»

فراه

له فراه لایت څخه هم خبر رارسېدلی چې د دغه ولایت په پشت‌رود ولسوالۍ کې یو کس د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی او یو بل ټپي دی.

فراه ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې د دې پېښې انګېزه خپلمنځي اختلافونه بللې او زیاته کړې یې ده، چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

دغه وضعیت د هېواد په لوېدیځ کې د اوسېدونکو د نیوکو او اندېښنې لامل شوی دی. هغوی وایي چې داسې جرمونه د حکومتولۍ د کمزورۍ او «د طالبانو د ادارې له بې‌وسۍ» څخه دی.

د فراه اوسېدونکی نصیر احمد په دې اړه وایي: «له راغلو بدلونونو وروسته ټول هیله‌من وو چې امنیت به ټینګ شي؛ خو اوسمهال موږ شاهد یو چې په ډېری ولایتونو کې لا هم ملکیان وژل کېږي او له بده‌مرغه طالبان هم د امنیت د ټینګولو وس نه لري.»

غور

غور ولایت کې هم د تیورې ولسوالۍ د حاجي‌وجه کلي یو اوسېدونکی په ګولۍ وژل شوی دی.

هغه څه چې وویل شول د هېواد په لوېدیځ کې ټولې جنایي پېښې نه دي او د هېواد په لوېدیځ ولایتونو کې هره ورځ دې ته ورته لسګونه نورې پېښې کېږي.

محبوب شاه په غور ولایت کې ژوند کوي، هغه له روان وضعیته خپلې اندېښنې ته په اشارې وایي: «هغه کسان چې د امنیتي بنسټونو په چوکاټ کې ګومارل شوي دي مسلکي نه دي او همدا لامل دی چې جرمونه زیاتېږي. له بده‌مرغه تر اوسه له هغو کسانو سره چې داسې کارونه کوي؛ کوم جدي چلند نه دی شوی.»

د پوځي چارو پوهان د مشخص قانون نشتون د امنیت د ټینګښت لپاره د طالبانو ادارې د مسوولانو بې‌پامي او د طالبانو له خوا د تورنو کسانو بېرته خوشي کول د داسې پېښو عامل ګڼي.

هغوی باوري دي چې د دې پېښو دوام ټولنه د کړکېچونو لور ته بیایي او وضعیت تر دې نور هم خرابوي.

د بېلابېلو جرمونو زیاتوالی یوازې د هېواد په لوېدیځ کې نه دي؛ بلکې هره ورځ په ټول هېواد کې داسې موارد کېږي او دا د دې لامل شوی چې د هېواد وګړي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړي او پر امنیتي بنسټونو خپل باور له لاسه ورکړي.