افغانستان

د کابل پر واټونو ترافیکي ګڼه ګوڼه او د خلکو بېشمېره ستونزې

په کابل ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پلازمیني د اوسېدونکو یوه اصلي ستونزه ده چې نه په تېر حکومت او نه هم د طالبانو په اداره کې حل شوه او د خلکو د ناخوالو لامل شوې ده.

د کابل ښاریانو په وینا، ددې ښار ګڼه ګوڼه یوه مهمه ستونزه ده چې دوی اړ دي هره ورځ یې وزغمي او د حل لپاره یې هېڅ هڅه نه کېږي.

احسان د کابل شار یو موټر چلوونکی دی او هره ورځ کابو لس ساعته موټر چلوي، هغه اړ دي چې د پلازمیني په بېلابېلو واټونو تګ راتګ وکړي ترڅو خپل مسافرین د هدف ځای ته ورسوي.

احسان ددې په بیانولو سره چې ترافیکي ګڼې ګوڼې تر پوزې راوستی وایي: «دا د یوې ورځې ستونزه نه ده او هره ورځ تکرارېږي، په اوسني وخت کې اقتصادي ستونزې او د تېلو د بیو لوړوالی د واټونو د ګڼې ګوڼې ترڅنګ ددې لامل شوی چې زه سخت اندېښمن واوسم.»

یوازې موټر چلوونکي نه دي چې د کابل واټونو له ګڼې ګوڼې شکایت لري، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصله یلدا په دې اړه وايي: «ترافیکي ګڼې ګوڼې زما ورځنۍ مهال وېش ګډوډ کړی. زه د درس له پیلېدو یو ساعت مخکې پوهنتون ته ځم او ډېری وختونه بیا هم درس ته نه شیم رسېدای، دا ستونزه هره ورځ تکرارېږي او زه نه پوهېږم چې څه وکړم.»

د کابل ښار د ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل

کابل ښاریان د کمسوري سړکونه، ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه، له قوانینو د ډېری موټر چلوونکو بې خبري، د ښاري ژوند فرهنګ ته بې پامي، پر واټونو د ترافیکي نښو نشتوالی، په څلورو لارو کې د لارښوونکو څراغونو نه شتون او د واټونو ترڅنګ د لاسي کراچیو زیاتوالی په ښار کې د بې نظمۍ لاملونه بولي.

د معلوماتو له مخې په پلازمیني کې څه د پاسه یو میلیون موټر تګ راتګ کوي، خو یوازې په څو ځایونو کې ترافیکي نښې موجودې دي.

په کابل کې له ۶۴ تثبیت شویو څلورو لاریو څخه یوازې نهه څلور لارې ترافیکي اشارې لري او نورې ټولې غیرفعالې دي.

کابل ښاریان د نورو لاملونو ترڅنګ چې د پلازمیني د واټونو د ګڼې ګوڼې په اړه یې بیانوي، پر واټونو د طالبانو له خوا د تلاشۍ پوستو جوړول هم یوه بله ستونزه ګڼي.

دوی باوري دي چې باید د تلاشۍ لپاره ځانګړی ځای موجود وي ترڅو پر واټونو د ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.

هغه چک پاینټونه ظاهرا د امنیت د خوندیتوب په موخه جوړ شوي، خو په تېره یوه میاشت کې په کابل کې څو چاودنې او مرګوني بریدونه شوي چې تر ټولو تازه مورد یې د کابل په دشت برچي کې پر یوه ښوونیز مرکز برید و. دغه برید له کورنیو او بهرینو غبرګونونو سره مخ شو.

موږ غوښتل په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او اړوندو ادارو نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نه شو.

دا په داسې حال کې دي، که د دې ستونزې د اواري لپاره مناسبه حللاره ونه لټول شي، په راتلونکي کې به ددې ستونزې کابو کول ګران وي.