افغانستان

د یوې څېړنې پایلې: د طالبانو له راتګ وروسته د ۴۸ سلنه رسنیو فعالیت درېدلی

په یوه څېړنه کې چې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې له خوا (د ملګروملتونو سازمان د روزنیز، علمي او کلتوري مرکز) یونیسکو په همکاری شوې ده، راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې، ۴۸ سلنه (ویډیویي، غږیزې او انلاینې) رسنۍ له فعالیته پاتې شوې دي.

د دغو څېړنو پایلې چې په درېیو میاشتو کې ترسره شوې دي، ښیي چې د جمهوریت پرمهال افغانستان کې ۳۰۵ راډیوګانو فعالیت درلود او اوس په هېواد کې د فعالو راډیوګانو شمېر ۲۰۴ راډیويي شبکو ته کم شوی دی.

همداراز افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې په هېواد کې ۱۵۰ ټلویزیوني شبکې فعالې وې چې اوس ۷۸ ټلویزیونونو ته کم شوي دي.

همداراز د جمهوریت په موده کې ۹۰ سلنه چاپي رسنیو فعالیت درلود چې اوس یې شمېر ۱۴ چاپي رسنیو ته رسېدلي چې هغوی هم په انلاینه توګه فعالیت کوي.

له دغې څېړنې د لاسته راغلو پایلو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ۶۸ سلنه رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي چې له دې منځه ۸۲ سلنه نارینه او ۱۸ سلنه یې ښځې دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق یو له نورو مواردو دی چې تل مطرح و او د جمهوریت پرمهال هم خبریالان له داسې ننګونو سره مخ شوی وو. په دغه څېړنه کې راغلي چې یوازې ۷ سلنه خبریالان اطلاعاتو ته له لاسرسي رضایت درلود او پاتې نور هغه کسان چې مرکه ورسره شوې ده اطلاعاتو ته له لاسرسي څخه یې نارضایتي څرګنده کړې ده.

د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی بل مورد دی چې په دغو څېړنو کې یې په اړه پام شوی او د لاسته راغلو پایلو له مخې د طالبانو په دوره کې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالي د جمهوریت په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

موده مخکې د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوه ګډ راپور په خپرولو ویلي وو، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو پرضد تاوتریخوالی دوه برابر زیات شوی دی.

رسنیو کې پر ښځینه کارکوونکو او خبریالانو تازه لګول شوي محدودیتونه نور موارد دي چې په دغه څېړنه کې یې په اړه بحث شوی دی.

د شته رپوټونو له مخې، ځینو ښځینه خبریالانو د کار په چاپېریال کې د لګول شویو محدودیتونو له امله په رسنیو کې د فعالیت له دوام څخه ډډه کړې ده.

د جمهوریت له سقوط وروسته او د طالبانو له راتګ سره، هېواد کې ګڼې رسنۍ تړل شوې او زیات شمېر خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

د طالبانو له راتګ سره پر رسنیو پراخ سانسور پلې کېږي

یو له خبریالانو چې له څو کلونو راهیسې د هېواد په رسنیو کې پر کار بوخت دی او د امنیتي ستونزو له امله د آمو ټلویزیون خبریال ته یې د خپل نوم د خپرولو اجازه ورنه‌کړه، وایي: «پر خبریالانو د طالبانو له خوا د فشار راوستو هغوی اړ کړي چې په بې طرفۍ سره کار ونه کړي.»

هغه په دوام کې زیاتوي: «طالبان د خبریالانو او رسنیو فعالیت تر ذره‌بین لاندې ګوري او که په کمه اندازه یې پرخلاف کوم کار وشي، د رسنۍ او خبریال ژوند ورتریخوي.»

دغه خبریال هغه پراخ سانسور ته په اشارې چې په دې ورځو کې پر هېواد پلې کېږي، زیاتوي: «طالبان ان د پروګرام په څرنګوالي کې سخته لاسوهنه کوي. په ځینو مواردو کې د مېلمنو په رابللو کې هم لاسوهنه کوي او دغه فشار د دې لامل شوی، چې خبریالان له کار څخه زړه توري شي او د خپل کار له دوام ورکولو ډډه وکړي.»

هغه له خبریالانو سره د طالبانو چلند «ډېر له دښمنۍ ډک» ګڼلی او ټینګار کوي: «طالبان خبریالان جاسوسان بولي او وژل یې روا ګڼي. له بده‌مرغه دغه مفکوره د طالبانو د لوړو او ټیټو چارواکو په ذهن کې ده چې خبریالان د خپل نظام مخالف بولي او د خبریالانو وژل روا بولي.»

افغان خبریالان هېڅ ډول خوندیتوب نه لري

تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان رسنۍ د بهرنیو بنسټونو له مرستو او د سوداګریزو اعلانونو له خپرولو سره تړلې وې؛ خو اوس د بهرنیو ملاتړونو له کموالي او د سوداګریزو اعلانونو د نشتوالي له امله، د یو شمېر رسنیو فعالیت درېدلی او ځینې یې په سخت وضعیت کې دي؛ هغه موضوع چې په دې څېړنه کې «د یوې لویې ننګونې» په توګه بلل شوې ده.

اوس چې پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ تر یوه کال زیاته موده کېږي، په هېواد کې هېڅ داسې حقوقي بنسټ چې د خبریالانو له خونديتوبه ملاتړ وکړي، نشته.

خو د طالبانو تر واکمنۍ مخکې، د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون او څو بنسټونو شتون درلود چې د هغوی په رڼا کې خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق درلود او حقوقي مصوبو یې خبریالانو ته د حکومتي مسوولانو او زورواکو کسانو د لاسرسي مخه نیوله او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه یې ورته برابروله.

اوس چې دغه قوانین له کار لوېدلي یا لغوه شوي دي، له خبریالانو هېڅ ډول د ملاتړ بنسټ نشته؛ هغه تشه چې افغانستان کې یې د خبریالۍ کار له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

که څه هم طالبانو تل له خبریالانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی؛ خو د دې ډلې په کړنو کې هېڅ ډول بدلون نه دی لیدل شوی.

د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د خبرو له مخې افغانستان خبریالانو ته ترټولو ناامنه ځای ګڼل شوی دی. هېواد کې د خبریالانو د تلفاتو شمېر تل لوړ و او د هېواد خبریالان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ له سختو امنیتي ننګونو سره هم مخ دي.