افغانستان

له طالبانو سره د مستقیمې همکارۍ لپاره له نړیوالې ټولنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه

بلاول بوټو زرداري له اسوشیټډ پرس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خپلې پراخې اندېښنې څرګندې کړې دي.

دغه پاکستانی چارواکی په دې باور دی چې د افغانستان اقتصادي انزوا به «اقتدارپالنې او افراطپالنې» ته لمن ووهي.

بلاول بوټو زرداري واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې له طالبانو سره د امریکا د مستقیمې همکارۍ په اړه پارونکې څرګندونې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې نړیواله تولنه په ځانګړې توګه امریکا باید له طالبانو سره همکاري وکړي.

ښاغلي زرداري د خپلې مرکې په یوه برخه کې ویلي، چې امریکا له ډېرې مودې راهیسې له ډېری پاکستاني چارواکو سره له طالبانو «د ملاتړ او خواخوږي چلند» په اړه د لیدلوري اختلاف لري او اسلام اباد «د هغو وسله والو ډلو له تاوتریخوالي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې پناه اخیستې» خپله اندېښنه له امریکا سره شریکه کړې ده.

زرداري دوام ورکړ: «د دې لپاره چې هغوی (طالبان) له ترهګریزو سازمانونو سره خپله مبارزه وښیي، موږ باید له هغوی سره مرسته وکړو ترڅو د دغه کار د سر ته رسولو لپاره خپله وړتیا موږ ته ښکاره کړي.»

په همدې حال کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې د ایران د استازولۍ مرستیالې او سفیرې وویل، چې افغانستان باید د القاعدې او داعش ډلو لپاره پر «امن ځای» بدل نه شي.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا په ناسته کې د ایران سفیرې او د استازولۍ مرستیالې زهرا ارشادي ټینګار وکړ: «د افغانستان د واکمن سرپرست پلاوي چارواکي، باید له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن، د هرډول زیان پروړاندې د کونسلي او ډیپلوماتیکو ځایونو د ملاتړ لپاره د مناسبو ټولو ګامونو لپاره تضمین او پر ډیپلوماتیکو مامورینو، ځایونو او کونسلي کارکوونکو له برید څخه مخنیوی وکړي. افغانستان باید نور د داعش او القاعدې ډلو لپاره پر امن ځای بدل نه شي.»

په همدې حال کې ځینې سیاسي شنونکي باوري دي چې امریکا له پاکستان سره له ۲۰۱۹ کال راهیسې هڅه کړې چې طالبان په سیاسي واک کې شریک کړي او له همدې امله په دوحه کې د طالبانو دفتر رامنځته شو او اوس هم دغه دوه هېوادونه، د افغانستان په برخه کې ګډه همکاري لري.

د سیاسي چارو شنونکی شفیق‌الله شفیق په دې اړه وایي: «دوه تحلیلونه کولای شي د امریکا او پاکستان د ګډو ګټو د اړیکو په اړه مطرح وي. لومړی دا چې پاکستانیانو او امریکایانو له ۲۰۱۹ کال راهیسې هڅه کړې چې طالبانو ته په سیاسي واک کې برخه ورکړي او د دې موضوع پربنسټ هوکړه لیک لاسلیک شو.»

هغه دوام ورکړ: «د دوحې ناستې په لړ کې یو ګډ دولت مطرح و؛ هغه څه چې په دوامداره توګه په وروستي یوه کال کې د امریکا او پاکستان له خوا مطرح شوي او په حقیقت کې یې له طالبانو تمه دا ده چې یو ګډ حکومت جوړ کړي. اوس هم دغه دواړه هېوادونه له یو بل سره د افغانستان په تړاو همکاري لري.»

د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ۷۷ ناسته کې د ډېری هېوادونو ـ په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا ـ مشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښنه څرګنده کړه.

په دې منځ کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګروملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې وویل، چې اسلام اباد له نړیوالې ټولنې سره یو ځای افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښ په تړاو اندېښنه لري.

نوموړي القاعده، داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک او ځینې نورې ډلې د هغه ګواښ په توګه یادې کړې، چې باید په جدي توګه چلند ورسره وشي.

وروسته له هغې چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې کابل کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه کړ، د نړۍ هېوادونه د ترهګرو ډلو فعالیت د مخنیوي لپاره د طالبانو د ژمنې په اړه شکمن شول.