افغانستان

د خپلو معاشونو پر ځنډېدو د متقاعدینو نیوکه

د ملکي او پوځي برخو په ګډون یو شمېر متقاعدین وايي چې په تېر یوه کال او د مخکیني حکومت په پرځېدو سره، د هغوی معاشونه چې له دې مخکې هر کال ورکول کېدل، تر اوسه نه دي ورکړل شوي؛ په داسې حال کې چې هغوی له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

تر لسو زیاتو متقاعدینو له آمو سره په خبرو کې وویل چې وروستي ځل یې د ۱۴۰۰ هجري ـ لمریز کال په غویي میاشت کې د مخکیني حکومت له خوا معاش ترلاسه کړی و؛ خو له هغې راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

مخکینۍ پوځي شیوا فقیر وایي چې د ځوانۍ ترپایه یې هېواد ته خدمت کړی؛ خو تر یوه کاله زیاته موده کېږي چې خپل معاش یې نه دی اخیستی.

د تخار اوسېدونکی رحم الدین وايي چې له لسګونه نورو متقاعدینو سره یې څو ورځې د مالیې وزارت په مخ کې د معاش د اخیستو لپاره تېرې کړې؛ خو د معاشونو هېڅ درک نشته.

پروان کې تقاعد شوی ښوونکی محمد هارون وایي، چې تر یوه کاله زیات وخت کېږي چې خپل معاش یې نه دی اخیستی.

هغه زیاتوي: «نهه کال کېږي چې تقاعد شوی یم هر کال مې خپل معاشونه ترلاسه کول؛ خو یو کال کېږي چې معاشونه مو نه راکول کېږي. څو ځله مسوولو بنسټونو ته ورغلم خو ویل یې د تقاعد معاشونه بند دي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی چې پلار یې تقاعد دی وایي، طالبانو ورته ویلي چې د مخکینیو حکومتونو تقاعد شوي کسان له دې وروسته د معاش اخیستو مستحق نه دی.

متقاعدینو اقتصادي ستونزې

یو شمېر متقاعدین وايي چې د معاشونو نه ورکول کېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د دفاع وزارت متقاعد کارکوونکی عبدالواسع وایي: «څلوېښت کاله مې د دفاع وزارت په چوکاټ کې کار وکړ، شپږ کاله مخکې تقاعد شوم. همدا د تقاعد معاش و چې د خپلې کورنۍ لګښتونه مې پرې برابرول؛ خو اوس یو کال او اووه میاشتې وشوې چې معاش مې نه دی راکړل شوی. څو ځله هم اړوندو بنسټونو ته ورغلم، ویل یې په وږي میاشت کې درکول کېږي؛ خو معاشونه مو تر اوسه نه دي راکړل شوي.»

د بدخشان اوسېدونکې مقدسه چې مور یې تقاعد شوې ښوونکې ده وایي: «مور مې کلونه د ځوان نسل د روزنې لپاره د ښوونځي ښوونکې وه او اوس تقاعد شوې ده. مور مې په خپل معاش کولای شوای د کورنۍ لګښتونه برابر کړي، خو اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو.»

د دفاع وزارت پخوانی کارکوونکی ډګروال محیي‌الدین کندهاری وایي: «څلوېښت کاله مې کار وکړ؛ خو نن د یوې بوجۍ اوړو لپاره پيسې نه لرم، ټوله هیله مې د تقاعدۍ معاش ته وه چې هغه هم رانه کړل شو.»

یو شمېر پوهان، طالبان د متقاعدینو د معاشونو ورکولو ته اړ بولي.

حقوق پوه سبحان الله مصباح وایي: «هغه کسان چې د قانون له مخې یې کار کړی، د خپلو امتیازونو د اخیستو مستحق دي او اړوند حکومت یې باید د تقاعد امتیازونه ورکړي.»

د پوهنتون استاد سید مسعود وایي چې د مخکینيو حکومتونو کارکوونکو کار کړی او د سزا وړ نه؛ بلکې باید ستاینه یې وشي؛ ځکه خپل عمر یې د وګړو په خدمت کې تېر کړی دی.

له پرلپسې اړیکو سره سره د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمې د دغه راپور په اړه څه ونه ویل.

د هغو شمېرو له مخې چې رسنیو د تقاعد د عمومي ریاست له قوله خپرې کړې، په هېواد کې د متقاعدینو شمېر تر ۱۶۰ زرو زیات دی.

له دې مخکې آمو ټلویزیون یو راپور هم خپور کړی و، چې طالبانو په نهو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د هغوی کلنی معاش نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې رسنیو یو راپور خپور کړی و چې ۵۶ تنه طالبانو د بامیان په لوا کې د خپلو معاشونو د نه ورکول کېدو له امله دندې پرېښې دي.