افغانستان

د حدیثې کیسه؛ هغه مور چې هېڅکله بېرته کور ته ستنه نه شوه

افغانستان هغه هېواد چې تل د خواشینونکو پېښو شاهد دی؛ خو ځینې دغه پېښې دومره زړه بوږنونکې دي چې د انسان زړه دردوي.

څو ورځې مخکې د کابل پر وزیر اکبرخان سړک جومات ته نږدې چاودنه وشوه چې ډېری قربانیان یې ملکیان وو.

۳۲ کلنه حدیثه له خپل لس کل زوی سره په دې چاودنه کې ووژل شول. هغې اته اولادونه لرل او هغه ورځ له فېروزې او میلاد سره د خپلې درې کلنې لور د درملنې لپاره د ماشومانو اندراګاندي روغتون ته تللې وه چې د بېرته راستنېدو پر لار وزیر اکبرخان جومات ته څېرمه په چاودنه کې ووژل شول.

اوس د هغې کورنۍ دا ناوړه پېښه هېڅکله نه هېروي.

د حدیثې خاوند عمرګل کاریګر دی هغه وایي: «کله چې کور ته راغلم مېرمن مې، میلاد او فېروزه څو ساعته کېدل چې له کوره وتلي وو او لا بېرته نه وو راستانه شوي.»

د عمر ګل اندېښنه شېبه په شېبه زیاتېږي. کله چې له چاودنې خبرېږي نور یې نه شي زغملای او په چټکۍ سره د ښار روغتونونو ته ځي؛ خو د خپلې مېرمنې او ماشومانو هېڅ نښه نه پیدا کوي.

عمرګل وایي: «له ډېرو پلټنو وروسته مې، د امنیت په روغتون کې خپله مېرمن او زوی ټوټې ټوټې پیدا کړل. د دې صحنې په لیدلو سره مې پښو حرکت پرېښود. یو ساعت وروسته مې ومنله چې مېرمن او زوی مې له لاسه ورکړل.»

خو دا د کیسې پای نه و، عمرګل تر اوسه له خپلې درې کلنۍ لور فېروزې څخه چې له خپلې مور سره وه خبر نه درلود.

عمرګل چې هغه شېبه په یاد نه شي راوړلای او زیاتوي: «کله چې زما نورو اولادونو د خپلې مور او ورور ټوټې ټوټې جسدونه ولیدل چیغو یې د سیمې ټول خلک وژړول.»

هغه په خپګان سره دوام ورکړ: «که بېوزلي هم وه؛ خو خوشحاله وو، اوس چې خپلو ماشومانو ته ګورم هر شېبه مې زړه درد کوي. بې موري ډېره ستونزمنه ده. ماشومان مې تر اوسه د خپلې مور وژل کېدل نه مني، د هغې په اړه رانه پوښتنې کوي؛ زه ځواب نه ورته لرم.»

د فېروزې په لټه کې

عمرګل نه یوازې د خپلې مېرمنې او زوی په مړینه ویرجن دی چې د فېروزې له وضعیته بې خبرۍ یې ژوند لا تریخ کړی او د خپلې لور د پیدا کولو لپاره ښار ته ځي ترڅو هلته یې کومه نښه پیدا کړي.

هغه وایي چې د پېښې ځای ته ورغلم او په چغو چغو مې وژړل، «لور مې چېرته ده؟ مسلمانانو رحم وکړئ لور مې راولئ!» د پېښې ځای د لیدلو لپاره له راغونډ شویو کسانو یو ځوان راغۍ او ویې ویل: «له چاودنې وروسته یوه درې کلنه نجلۍ پر ځمکه پرته وه.»

عمرګل د نښو له ورکولو وروسته پوه شو چې هغه نجلۍ فېروزه ده، عمرګل له هغه ځوان سره ولاړ او فېروزه یې داسې حال کې چې پښه یې ټپي وه په غېږ ونیوه او کور ته راستون شو.

د حدیثې ترټولو کوچنی ماشوم شپږ میاشتینی عمران دی او تر اوسه د خپلې مور د مړینې پېښه نه شي درک کولای. عمران د مشرې خور سوما په غېږ کې کرارېږي او په خپلې مور پسې سترګې غړوي.

د حدیثې معصومو ماشومانو ته چې وګورې، له ورایه ښکاري چې خپلې مور ته په تمه دي؛ هغه مور چې نور یې د بېرته راستنېدو لپاره هېڅ هیله نه شته.

د دغو ماشومانو معصومیت او مظلومیت د هر انسان زړه دردوي. دغه کورنۍ چې د عمرګل ورځني عاید پورې تړلې ده، اوس څو ورځې کېږي چې هېڅ عاید نه لري.

عمرګل له خیریه بنسټونو او د طالبانو له ادارې غواړي چې ورسره مرسته وکړي او پر ټپونو یې پټۍ کېږدي.

سونا د حدیثې دویمه لور ده او پر دې پوهېږي چې مور یې نور کور ته نه راځي، سونا په اوښلنو سترګو وایي: «له مور وروسته مې کوچنی ورور عمران وږی دی او موږ د وچو شیدو د پېرلو وس نه لرو.»

«د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ یم!»

عمرګل وایي: «زما وضعیت ته د مرستندویه بنسټونو او حکومت (د طالبانو ادارې) د نه پاملرنې په صورت کې، اړ یم د خپلې کورنۍ د ژغورلو لپاره خپل دوه یا درې ماشومان وپلورم.»

عمرګل زیاتوي چې دوه کوچني ماشومان یې د کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره په کوڅو کې زړې وسپنې ټولوي، پلوري یې او لس وچې ډوډۍ کور ته وړي چې د هغوی د کورنۍ لپاره بسنه نه کوي.

اوس څو ورځې کېږي چې حدیثه او میلاد د کابل په یوه هدیره کې تر خاورو لاندې دي. د آمو ټلویزیون خبریال له عمرګل او ماشومانو سره یې د هغوی قبر ته ورځي کله چې هلته رسېږي، د حدیثې اولادونه د خپلې مور او ورور په ویر کې ژاړي او قبرونه په یې غېږ کې نیسي.

دا د افغانانو وروستۍ دردونکې کسیه نه ده. په تېرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې ډېری کورنۍ له دې ته ورته برخلیک سره مخ شوې او هېڅوک نه پوهېږي دا تراژیدي به کله او څنګه پایته رسېږي.