روغتیا

کندز کې د ۲۰۰ هغو ماشومانو وړیا درملنه، چې تالو او شونډې یې پرې دي

د کندز په شمال ختیځ زون کې د لسګونه هغو ماشومانو د درملنې بهیر پیل شو، چې شونډې او تالو یې پرې دي.

یو افغان ډاکتر غفار غیور چې په ترکیه کې ژوند کوي کندز ولایت ته راغلی او ټاکل شوې په کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې د هغو ۲۰۰ ماشومان درملنه وکړي چې شونډې او تالو یې پرې دي.

د سعاد خیریه موسسې مسوولین چې د دې چارې زمینه یې برابره کړې، وایي چې د دغو کسانو درملنه به د دې بنسټ په مالي ملاتړ په وړیا توګه ترسره شي.

ډاکتر غیور د دې په بیانولو چې په دې فرصت کې به د کندز ترڅنګ د څو نورو ولایتونو د ماشومانو درملنه هم وشي وویل: «ما په دې برخه کې ۱۰ کاله په کابل او نورو ولایتونو کې کار کړی او اوس د هغو ناروغانو د درملنې لپاره کندز ته راغلی یم چې تالو او شونډې یې پرې دي. په دې وروستیو کې دغه ناروغي د هېواد په شمال ختیځ او سویل له دې جملې هلمند کې زیاته شوې ده.»

د دغه روغتیایي پروګرام د پيل په درېیو ورځو کې تر ۱۰ د زیاتو ناروغانو عملیات په بریالیتوب ترسره شوی او دغه پروګرام به تر ۱۵ ورځو دوام ولري.

ډاکتر غیور خپلو هغو همکارانو ته په خطاب کې چې له هېواده بهر دي وویل: «خپل هېواد ته راشئ او په هره برخه کې چې تخصص لرئ، خپلو وطنوالو ته خدمت وکړئ او په لیرې پرتو سیمو کې په وړیا توګه د ناروغانو درملنه وکړئ.»

د سعادت خیریه موسسې مسوول الله نور عرفاني په دې اړه وویل: «موږ په هرو درېیو میاشتو کې له ترکیې څخه ډاکتران راغواړو او د دې خیریه موسسې په لګښت په وړیا توګه د ناروغانو درملنه کوو.»

هغه دې ته په اشارې سره چې د دغه بهیر مالي ملاتړ کوونکي په کاناډا کې زموږ مېشت وطنوال دي، زیاته کړه چې لګښتونه او تجهیزات د هغوی په همکارۍ برابروي؛ خو له دې امله چې غوښتنې زیاتې دي کله کله د تجهیزاتو له کموالي سره مخ کېږي او په هر پړاو کې نږدې د ۳۵۰ کسانو درملنه کوي.

د خپلو اولادونو له وړیا درملنې د کورنیو خوښي

 د دغو ناروغانو یو شمېر کورنۍ چې د شمال ختیځ زون له بېلابېلو ولایتونو د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره کندز ته راغلي، د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د وړیا خدماتو له برابرېدو د خوښۍ په څرګندولو وایي، چې په اوسني وضعیت کې یې د درملنې د لګښت ورکولو وس نه درلود.

خیرالدین چې د بدخشان له یاوان ولسوالۍ د خپلې لور د درملنې لپاره کندز ته راغلی وایي: «زما د لور شونډې له زېږېدو راهیسې پرې وې او په دې موده کې مې د هغې د درملنې وس نه درلود دلته راغلی یم ترڅو د خپل ناروغ درملنه وکړم.»

ډاکتران د خلکو اقتصادي ستونزې په هېواد کې د هغو ماشومانو په وخت درملنې پروړاندې اصلي خنډ بولي، چې تالو او شونډې یې پري وي.

عبدالغفور چې د بغلان له پلخمري ښاره له خپلو غبرګونو لورانو سره کندز ته راغلی وایي: «زما د دواړو لوڼو تالو پرې دی. یو ځل مې هغوی کابل ته بېولې وې. هلته ډاکترانو وویل چې هغوی په ۷ کلنۍ کې راوله؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېدم. اوس خوشحاله یم چې زما د دواړو لوڼو عملیات په وړیا توګه وشو.»

پرې شونډې (Cleft lip) او پرې تالو (cleft palate)  یوه نیمګړتیا ده چې له زېږېدو راهیسې یې پورتنۍ شونډه او تالو او یا دواړه یو ځای پرې وي. که د جنین د تکامل په دوره کې د څېرې جوړښت په بشپړ او سمه توګه وده ونه کړي دغه پېښه رامنځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د داسې ماشوم لرل د ماشومانو او مور او پلار لپاره ځورونکې موضوع ده؛ خو له نېکه‌مرغه دا ناروغي د درملنې وړ ده او په عملیات سره ماشوم خپله طبیعي څېره بېرته ترلاسه کوي.