سوداګري

په بادغیس کې د فلوریت ډبرو د ایستلو پيل

د دې ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د فلوریت یو کان کشف او ایستل یې پیل شوي دي.

په بادغیس کې د کانونو په برخه کې د طالبانو مسوول شمس الدین وایي چې دا کان ددغه ولایت د آب کمري ولسوالۍ اړوند چشمه شیرین سیمې د غرونو په لمنو کې موندل شوی او له یوه خصوصي شرکت سره هر ټن د دوه میلیونه افغانیو په بدل کې قرارداد شوی دی.

فلوریت ډبرې د زینتي وسایلو او توکو په جوړولو کارول کېږي او د فلوریت ګرانبیه ډبرو د سختوالي کچه درې تر څلور درجې د سانتي ګراد بلل شوې ده.

فلوریت یوه طبیعي کاني ماده ده چې په ځمکه کې موجوده ده او په دېری سیمو کې موندل کېږي، دا ډبره تر ډېره د غاښونو د خرابېدو د مخنیوي لپاره یې په څښاک اوبو کې اچوي.

د دغو ډبرو د راایستونکي شرکت مدیر مجیب فروتن ددې په بیانولو سره چې د کیندنو پرمهال ددغو ډبرو د خوندیتوب او له ماتېدو د مخنیوي لپاره، د ورځې له شل تر دېرش کیلو ګرامه ایستل کېږي.

فروتن زیاتوي چې د کیندنو په لومړي پړاو کې، فلوریت ډبرې ټیټ او متوسط کیفیت لري؛ خو د ایستلو کار په پرمختګ سره به موږ لوړ کیفیت لروونکو کاني توکو ته ورسېږو.

په اوسني وخت کې فلوریت کاني مواد په صنعت کې نه کارول کېږي او یوازې د زینتي توکو لپاره او نندارتونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د بادغیس ولایت د فلوریت ډبرو د ایستلو په کان کې، کابو لس تنه په کار بوخت دي. دا کسان دوی ته د کاري زمینې له برابرولو خوښي څرګندوي.

د دغه کان یو کارګر محمد کریم وایي: «له دې مخکې به د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلو؛ خو اوس د خدای شکر دی چې په هېواد کې راته د کار زمینه برابره شوې او د فلوریت په کان کې  کار کوو او له دې لارې د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې برابروو.»

له بلې خوا، د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي په بادغیس کې د فلوریت ډبرو د کشف او ایستلو په اړه خوښ دي او له دې کان څخه د ترلاسه شویو عوایدو د سمې استفادې غوښتونکي دي.

د بادغیس اوسېدونکی محمد عارف وايي: «باید هغه پیسې چې له دې کان څخه ترلاسه کېږي، د اولس خزانې ته ولېږدول شي او له هغې په پرمختیايي پروژو او نورو برخو کې کار واخیستل شي.»

ددې ترڅنګ د اقتصادي چارو کارپوهان که څه هم د کانونو د ایستلو بهیر د هېواد د اقتصاد په ګټه بولي؛ خو وایي: «په پراخه او غیرمسلکي توکه د دغه راز توکو راایستل د هغې ارزښت کموي.»

د پوهنتون استاد جمال الدین جمال وايي: «په افغانستان کې د کاني توکو د ایستلو پرمهال، له سمې ټکنالوژۍ استفاده نه کېږي او ایستل یې له نورمال او ستندرد پرته ترسره کېږي چې ددغو توکو بیه ټیټوي او له بلې خوا د کاني زېرمو د پای ته رسولو بهیر ګړندی کوي.»

نوموړی دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې په سمه توګه د کانونو ایستل ډول ډول اقتصادي ګټې لرلی شي زیاتوي: «د کانونو د ایستلو عواید او د زرګونه تنو لپاره د کار زمینې برابرېدل، یوازې یوه برخه ده.»

دا په داسې حال کې دي چې د بادغیس د ځایي مسوولین په وینا، ددې ولایت په بېلابېلو برخو کې د زمردو، ډبرو سکرو، کچو، فلوریت او سرپو په ګډون کابو شل کانونه کشف شوي چې اوسمهال په دې ولایت کې یوازې څلور د کچو پر کانونو کار روان دی.

دا کانونه د بادغیس ولایت په قادس، جوند، مُقر، آب کمري او نورو سیمو کې موقعیت لري.