افغانستان

په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر جوړېدو د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو ټینګار

د شانګهای د همکارۍ سازمان په ناسته کې چې د ازبکستان په سمرقند کې ترسره شوه د چین، روسیې، ترکیې ولسمشرانو او ددغه سازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو ګډون کړی و.

په داسې حال کې چې افغانستان ددې ناستې اصلي موضوع وه، خو د طالبانو له ادارې څوک دغې ناستې ته نه و وربلل شوي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په دغه ناسته کې وویل چې په افغانستان کې تلپاتې سوله په دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت په جوړېدو پورې تړاو لري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې باید داسې حکومت جوړ شي چې په هغې کې د ټولو ډلو، قومونو او مذاهبو استازي برخه ولري.

ښاغلي رییسي ټینګار کړی چې سیمې د بهرنۍ لاسوهنې ترخه تجربه لیدلې او پایله یې د ناامنۍ او ترهګرۍ پراختیا ده.

د ښاغلي رییسي په باور، په افغانستان کې یوازې د ټولو ډلو، قومونو او مذاهبو په ګډون د اصیلو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو سره تلپاتې سوله راتلای شي.

په دغه ناسته کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل چې د بندیزونو زیاتوالی به او د طالبانو لازیاته انزوا په افغانستان کې د افراط پالنې د زیاتوالي لامل شي.

هغه زیاته کړه: «افغانان له بل هر وخته زیات د خپلو ښو ګاونډیو مرستې ته اړتیا لري، موږ باید له ستونزو سره د افغانستان په یوازې پرېښودو سره تېرې تېروتنې تکرار نه کړو.»

ښاغلی میرضیایوف چې د شانګهای د همکارۍ سازمان پړاویزه مشري پرغاړه لري وویل، هېواد یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون د نړیوالو ژمنو د ترسره کولو لپاره چې له وړاندې د افغانستان د موقتو چارواکو له خوا شوې وې، له کابل سره د رغنده تماسونو له زیاتوالی ملاتړ کوي.

هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان لپاره د بشردوستانه لپاره دې په ترمز سرحدي ښار کې یو صندوق جوړ شي ترڅو له افغانانو سره د مرستې لپاره د ترانسپورتي بنسټونو لپاره ترې کار واخیستل شي.

کارپوهان وايي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي د افغانستان له خوا د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي او غواړي چې د افغانستان د ودې سیاست غوره کړي ترڅو د ترهګرو ډلو لپاره د جنګیالیو د جذبولو زمینه برابره نه شي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په شان مسایلو کارپوه اجمل سهیل په دې اړه وایي: «د شانګهای غړي په دې اند دي که په افغانستان کې اقتصادي وده ترسره شي په اوږدمهال کې به د افراط پالنې له کمښت سره مرسته وکړي.»

د شانګهای د همکارۍ سازمان یو سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنسټ دی چې چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان، ایران او هند یې غړیتوب لري.