افغانستان

د ژمي په درشل کې د سونتوکو بیو زیاتوالی

د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې د سونتوکو بیې لوړې شوې دي. خلک وايي چې د لرګیو او نورو سون توکو د پېرلو وس نه لري او په سړو کورونو کې د ژمي له تېرولو پرته بله لار نه لري.

رومل په کابل کې اوسېږي او د رېکشا چلوونکی دی. هغه چې په کرايي کور کې اوسېږي وایي د ژمي لپاره د لرګیو د پېرلو وس نه لري.

نوموړي د جمهوریت پرمهال د ورځې له ۵۰۰ تر شپږو سوو کار کاوه، خو اوس ډېری ورځې تش لاس کور ته ستنېږي.

رومل د آمو ټلوېزیون خبریال ته وویل: «د دې پرځای چې بېوزلي او ستونزې کمې شي ورځ په ورځ زیاتېږي.»

امینه هغه مېرمن ده چې د کابل پر واټونو توکي پلوري. هغه د اته کسیزې کورنۍ مسوولیت برغاړه لري، د لرګیو د پېرلو وس نه لري او د ژمي موسم رارسېدو ته اندېښنه لري.

له بلې خوا، په کابل کې د لرګیو او سکرو پلورونکي وایي د سونتوکو بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوې دي.

په کابل کې د لرګیو او سکرو یو پلورونکی جمشېد وایي چې سږ کال د یو خروار لرګیو بیه اوه زره افغانۍ او یوې بورۍ سکرو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ ده.

 د مالیې له زیاتوالي د سونتوکو د پلورونکو شکایت

په کابل کې د سونتوکو یوه بل پلورونکي عبدالرفیع د آمو ټلوېزیون خبریال ته وویل: «سږ کال د ډبرو سکرو بیه لوړه شوې او لامل یې د طالبانو له خوا چین او پاکستان ته د سکرو صادرول دي.»

د سونتوکو دغه پلورونکی د مالیې له زیاتوالي د شکایت په کولو سره وایي چې د هر موټر لرګیو په بدل کې چې له خوست څخه یې راوړي لس زره افغانۍ مالیه ورکوي.

عبدالرفیع ټینګار وکړ: «مخکیني حکومت کې مالیه کمه وه او هر کال ۲۰ زره افغانۍ راتله؛ خو اوس په شپږو میاشتو کې ۲۰۰ زره افغانۍ مالیه باید ورکړو.»

خو د طالبانو د کانونونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت‌الله برهان دغه خبرې ردوي او وايي: ”موږ له هېواده بهر د ډبرو سکرو د لېږد په برخه کې هېڅ ډول رسمي او غیر رسمي قرارداد نه لرو او په راتلونکي کې هڅه کوو ترڅو د چابهار او واګه بندرونو له لارې له چین او هندوستان هېوادونو سره رسمي قراردادونه ولرو .”

ښاغلي برهان د مالیو د زیاتېدو په اړه هم وویل چې د کانونونو او پټرولیم وزارت مالیه ۳۵۰۰ افغانۍ ده او مالیه پر هغو سوداګرو لوړه شوې چې د ډبرو سکاره له هېواده بهر ته لېږدوي.

طالبان باید خپلې سیاسي ستونزې هوارې کړي

اقتصادي کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې باور دی چې ستونتونکو ته د اړتیا لوړېدل، د لارو بندوالی او له هېواده بهر ته یې لېږد، د بیو د لوړوالي لاملونه دي.

ښاغلی رښتیا زیاتوي: «اقتصادي ننګونې، د سیاسي نظام بدلون، د محدودیتونو لګول، د پراختیایي پروژو درېدل او د پېرلو وس نه لرل د روان وضعیت اصلي لاملونه دي او خلک به سخت ژمي په مخ کې ولري.»

د اقتصادي مسایلو دغه کارپوه له طالبانو وغوښتل چې له نړۍ سره خپلې سیاسي ستونزې هواري کړي ترڅو ستراتيژیک پروګرامونه پلې کړای شي او شته وضعیت مدیریت شي.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د یوې کیلو مایع ګاز بیه ۷۰ افغانیو ته رسېدلې او یو شمېر اوسېدونکي د ژمي رارسېدو او د ګاز بیې لا زیاتو لوړېدو ته اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې وروستیو اقتصادي او سیاسي ننګونو د خلکو پر ژوند اغېزه کړې ده.