افغانستان

د لوړ لګښت له امله له کابل ښاروالۍ د غرفو لروونکو شکایت

د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له راستنېدو د یوه کال په تېرېدو سره، په دولتي بنسټونو کې ډېر بدلونونه راغلي دي. کابل ښاروالۍ هم یو لړ بدلونونه رامنځته کړل او د ښار په ځینو سیمو کې یې د پلورونکو لپاره غرفې جوړې کړې ترڅو ښاري نظم راولي؛ دا غرفې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې اېښودل شوې دي.

غرفې لرونکي اړ دي چې د خپلو غرفو لپاره د نورو لګښتونو په ورکولو سربېره، د طالبانو ادارې ته مالیه هم ورکړي. له غرفو لروونکو د مالیې اخیستل په داسې شرایطو کې چې دوی کافي عواید نه لري، دوی یې ناراضه کړي دي.

د کابل د سرای شمالي اوسېدونکی محمد صابر په دې اړه وايي چې هره میاشت له موږ څخه درې زره افغانۍ مالیه اخیستل کېږي؛ په داسې حال کې چې موږ دومره عاید نه لرو چې د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړو.

نوموړی زیاتوي: «پر مالیې سربېره، غرفې لروونکي د ورځې دېرش افغانۍ د واټ د پاکولو او ۵۰ افغانۍ هم د برېښنا د لګښت لپاره ورکوي. موږ له طالبانو غواړو چې غرفې لروونکو ته پام وکړي او د غرفو مالیه کمه کړي ترڅو دوی وکولای شي خپلې ورځنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.» 

اخوا، د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي چې دا مالیه د ښاروالۍ له خوا اخیستل کېږي.

هغه په دې اړه زیاتوي: «کابل ښاروالۍ په ښار کې کوچنۍ غرفې د هېوادوالو د آسانتیا لپاره لګولې دي، مالیې وزارت پر دوی هېڅ ډول مالیه نه ده لګولې؛ بلکې د ښاروالۍ له خوا یوازې میاشتنۍ کرایه ترې اخیستل کېږي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولین په ښار او بازار کې د نظم راوستل خپل قانوني مسوولیت ګڼي، دوی باوري دي چې کراچیو د بازار نظم ګډوډ کړی او ترافیکي بهیر ته یې خنډونه جوړ کړي دي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي چې درې میاشتې مخکې یې د اطلاعیې په خپرولو سره له دوی (کراچۍ لروونکو) غوښتي چې په بېلابېلو سیمو کې ځانونه بایومتریک کړي ترڅو ورته د فعالیت اجازه ورکړل شي چې د بازار نظم ګډوډ نه شي.

هغه زیاته کړې: «ښاروالۍ وګړو ته ډیزاین ورکړی نه غرفه او کسبګرو د کابل ښاروالۍ د ډیزاین له مخې غرفې تنظیم کړې او فعالیت کوي. له غرفو لروونکو یوه افغانۍ مالیه هم نه اخیستل کېږي. یوازې د قانون له مخې د ښاري خدماتو فیس ترې اخیستل کېږي؛ ځکه چې په عامه ملکیتونو کې فعالیت لري.»

په نیمه ګڼ میشته او آرامو سیمو کې د ښاروالۍ د غرفو لګښت متر مربع ۱۷۵۰ افغانۍ، یعنې په نیمه ګڼ میشته سیمو کې کابو ۹۰۰ افغانۍ او په آرامو سیمو کې ۳۵۰ افغانۍ دی او ټولې کابو یوولس زره او ۴۰۰ غرفې په پلازمیني کې د کابل ښاروالۍ تر څارنې لاندې فعالیت لري.