افغانستان

ننګرهار کې خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

ننګرهار کې یو خصوصي پوهنتون

د جمهوریت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په خصوصي پوهنتونو کې د نویو محصلانو د جذب کچه نږدې ۶۰ سلنه کمه شوې ده.

ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو خاوندان وایي، روان حالت اندېښمن کړي او وېره لري، چې د دغه حالت له دوام سره یې ادارې ونه تړل شي.

د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول محمد کریم ناصري د پوهنتونونو د خاوندانو د اندېښنو په تائید سره وایي، چې د محصلینو تېر شمېر ته په کتو په بې ساري ډول را کم شوی دی.

ناصري د محصلینو د کمښت لوی لامل اقتصادي ستونزې او بېکاري یادوي.

ناصري وایي: «د تیر جمهوري نظام له سقوط وروسته په هیواد کې د بې کارۍ کچه په بې ساري دول لوړه شوې ده. خصوصي پوهنتونو کې د نویو محصلینو جذب د ۶۰ او ۷۰ سلنې په شاوخوا کې کم شوی دی او دا که دوام وکړي نو وېره شته چې ګڼ خصوصي تعلیمي ادارې به وتړل شي.»

محمد کریم ناصري وایي اتحادیې، په همدې اړه يې څو ځلې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر او د رئیس الوزرا له مرستیالانو سره ناستې کړې ، خو مثبته پایله یې نه ده لرلې.

په ننګرهار کې تازه له دولسم ټولګي فارغ زده کړیالان هم خپل راتلونکي او د زده کړو دوام ته اندېښمن دي.

دوی وایي په تېر کې به یې د کورنۍ غړو دندې درلودې  او دوی به زده کړې کولې، خو اوس ښايي له دوی زده کړې پاتې شي.

امیدالله د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی وایي: «په لومړیو کې مې دا هیله درلوده، چې لوړې زده کړې وکړم، خو د سیاسي بدلون او نظام چپه کېدو له امله نشم کولای چې خپل دغه ارمان پوره کړم، ځکه مجبور یم کور ته کار وکړم او کورنۍ وساتم.»

د امید په خبره د وزګارۍ د زیاتېدو له امله لسګونه کلیوال ځوانان د لوړو زده کړو له ترلاسه کولو تر اوسه بې برخې پاتې دي.

د ننګرهار ولایت د پچیراګام اوسېدونکی رئیس خان، چې تازه له دولسم ټولګي فارغ شوی او غواړي په یو خصوصي پوهنتون کې د خپلې خوښې پوهنځی ولولي وایي ډیری ټولګیوال يې چې د کورنیو د خراب اقتصادي حالت له امله د لوړو زده کړو له ترلاسه کولو پاتې شول.

نوموړی وایي: «یوازینی کس زه یم چې اوس زده کړې کوم، ډېر ملګري مې همداسې پاتې شول، دا سخته ده، چې د زده کړو ارمان ولرې او بیا پاتې شې.»

د ننګرهار په خصوصي پوهنتونو کې استادان هم دا وېره لري که د محصلینو د کمښت ستونزه دوام وکړي ښایي ډېری پوهنځي وتړل شي او له امله به یې دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د پوهنتون استاد هارون هلال وایي، په ټولو پوهنځيو کې د محصلینود جذب پروسه سږکال کمرنګه وه.

دی زیاتوي: «مخکې به د کانکور لپاره نارینه او ښځينه وو شمېر زیات او هر پوهنځي ته نوملیکنه کوله خو متاسفانه دا شمېره سږکال ډېره کمه وه. یو مثال دا چې سږکال داسې پوهنځي هم شته چې یو محصل هم ورته نوملیکنه نه ده کړې.»

په خصوصي پوهنتونو کې د محصلینو کمښت او مالي ستونزې یواځې تر ننګرهار محدودې نه دي؛ بلکې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو مسؤلین د دغه ستونزې دوام د دوی پر وړاندې لویه ننګونه بولي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو پربنسټ د هیواد په ټولو ولایتونو کې  ۱۴۳خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مو سسې فعالیت کوي، چې د جمهوریت له پرځیدو مخکې پکې ۲۱۰ زره محصلان په زده کړو بوخت وو.

دوی وایي که طالبان په هیواد کې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي؛ نو ښایي ډېری هغه ځوانان، چې د هیواد راتلونکی ورپورې تړلی او د زده کړو له نعمت څخه بې برخې دي خپلو هیلو ته ورسېږي او ورسره به د خصوصي پوهنتونو د تړل کېدو وېره هم ختمه شي.