افغانستان

د شورابک برېښنا پر لوړې بیې د بدخشان د اوسېدونکو اعتراض

د شورابک برېښنا بند

د بدخشان اوسېدونکي د طالبانو له خوا د شورابک بند د برېښنا ټاکل شوې بیه چې یو کیلوواټ برېښنا ۵ افغانۍ اعلان شوې، له ولس سره ظلم بولي.

هغوی په دې اړه وایي، چې که موږ هر څومره وګواښل شو او سپکاوی راته وشي، بیا هم د حق له خبرې نه تېرېږو او له خپلو مشروع غوښتنو دفاع کوو.

د بدخشان یو اوسېدونکی عبدالوکیل په دې اړه وايي: «زه د بدخشان د اوسېدونکي په توګه ټاکل شوې پنځه افغانۍ بیه نه منم؛ ځکه که نن پنځه افغانۍ ټاکل شوې، موده وروسته به ۱۰ افغانیو ته ورسېږي. موږ باید خپل راتلونکی په پام کې ونیسو ځکه چې موږ د راتلونکي نسل په اړه چې ځوانان دي مسوول یو. له همدې امله موږ باید له خپل حق څخه دفاع وکړو.»

د بدخشان اوسېدنکي وایي، چې تر دوو افغانیو لوړه بیه نه مني او د طالبانو له ادارې غوښتنه کوي، چې د خلکو ستونزې په پام کې ونیسي.

د بدخشان یو بل اوسېدنکی روح الله هم وایي: «د بدخشان خلکو د شورابک برېښنا د بیې د ټاکلو له امله د جمهوریت په وخت کې لاریون کړی و، چې په پایله کې يې د بدخشان ۹ تنه اوسېدونکو ټپي شول. اوس طالبانو د جمهوریت په پرتله له لوړه بیه ټاکلې ده. نه پوهېږو چې د دغو بیو د لوړېدو لامل څه دی.»

د بدخشان بل اوسېدونکی بصیر دې ته په اشارې، چې ټاکل شوې بیې د منلو وړ نه دي زیاته کړه: «دا برېښنا د هېواد او د بدخشان ولایت له خپلو اوبو تولیدېږي. خلک دغه پنځه افغانۍ له کومه کړي؟ بېوزله خلک د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري او ان د خپلو ناروغانو درملنه نه شي کولای.»

دا په داسې حال کې ده چې په یوه فرمان کې د کورونو د برېښنا بیه یو کیلوواټ ۵.۵ افغانۍ او د شرکتونو لپاره ۵.۱۴ افغانۍ ټاکل شوې وه.

د شورابک د برېښنا بند د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد ښار څخه اووه کیلومتره واټن لري. د دغه بند د جوړولو چارې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې پیل او د جوړولو لګښت یې کابو ۴۵ میلیون یورو دی، چې دغه اندازه پیسې د جرمني دولت له خوا ورکړل شوې. یاد بند د ۵.۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت په لرلو سره به د بدخشان ولایت د فیض اباد ۱۵ زره کورونه له برېښنا برخمن کړي.