افغانستان

د ښوونځیو د بیا تړل کېدو پروړاندې پکتیا کې د نجونو لاریون

د ښوونځیو د بیا تړل کېدو په اعتراض کې د پکتیا د نجونو لاریون

پکتیا کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز ګردېز کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي یو ځل بیا وتړل شول.

سلګونه نجونو زده کوونکو د دغه پرېکړې په اعتراض کې نن شنبه د وږي پر نولسمه په ګردېز کې لاریون وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې کابو دوې اوونۍ مخکې په ګردېز کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي پرانیستل شوي وو او د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیست په اړه هیله‌مندۍ رامنځته شوې وې.

پکتیا کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه رسنیو کې د راپورونو له خپرېدو سره د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې له دغې پرېکړې خبر نه لري.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورنه کړه.

طالبانو په داسې حال کې د پکتیا په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو د حضور مخه ونیوه چې د وږي پر ۱۴مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې ښوونځیو ته د یو شمېر له شپږم ټولګي پورته زده کوونکو د تګ په اړه راپورونه خپاره شول.

د طالبانو د ژمنې له مخې ټاکل شوې وه، چې د روان لمریز کال د وري میاشتې له درېیمې نېټې ټول ښوونځي پرانیستل شي؛ خو پر همدې ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې د نجونو منځنۍ او لیسې تر بل امر پورې تړلې پاتې کېږي. پر دغه ورځ یو شمېر نجونې په اوښلنو سترګو کورونو ته ستنې شوې.

په دغو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د نجونو ښوونځي د بیا پرانیست لپاره پر نړیوالو فشارونو سربېره طالبانو خپله پرېکړه بدله نه کړه.

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدل پر طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه سخته نیوکه ده. هغه موضوع چې ډېری کارپوهان یې د دغې ډلې له خوا پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو ترڅنګ د هغوی په رسمیت نه پېژندلو ترټولو مهم عامل ګڼي.