افغانستان

طالبانو په بدخشان کې یو سلفي عالم نیولی

مولوی عبدالهادی تُرابی

بدخشان کې د طالبانو استخباراتو د دغه ولایت د شهدا ولسوالۍ یو سلفی عالم عبدالهادي ترابي نیولی دی.

د مولوي عبدالهادي ترابي خپلوان د هغه نیول کېدل تاییدوي او وایي چې هغه د لیسانس د ازموینې لپاره کندز ولایت ته تللی و چې د طالبانو د استخباراتو له خوا له داعش سره د اړیکو لرلو په تور نیول شوی دی.

د هغه یو زوی د جمهوریت پرمهال د ملي پوځ سرتېری و او ووژل شو او دغه عالم د خپل زوی په جنازه کې پر طالبانو توندې نیوکې کړې وې. هغه همداراز د دې ولسوالۍ د ایونیک لیسې ښوونکی و.

د بدخشان ولسوالۍ اوسېدونکی سمیع الله وایي: «مولوي عبدالهادي ترابي زموږ په ولسوالۍ کې یو سلفی عالم و. هغه څلور ورځې مخکې کله چې د لیسانس د رقابتي ازموینې لپاره کندز ته تللی و، په کندز کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د داعش په تور نیول شوی دی؛ په داسې حال چې هغه له هېڅ ډلې سره اړیکه نه لرله او یوازې یو سلفی عالم و او په ایونیک ښوونځي کې ښوونکی و.»

د مولوي عبدالهادي ترابي د کورنۍ غړي د هغه د ازادۍ غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په بدخشان کې ډېر شمېر سلفي عالمان وژل شوي دي او همداراز په بېلابېلو ولایتونو کې له داعش سره د اړیکو لرلو په تور د سلفي علماوو نیول کېدل د زیاتېدو په حال کې دي.

د سیمې اوسېدونکی وایي کوم سلفي علما چې نیول کېږي له داعش سره خپل اړیکه لرل ردوي.