افغانستان

طالبان: د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستې وس نه لرو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن وروستیو زلزله ځپلو او سېلاب ځپلو ته د نړیوالو مرستو د راټولولو ناسته ترسره کړه.

د دغه بنسټ سرپرست امیرخان متقي په دې ناسته کې چې د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون رامنځته شوې وه، د افغانستان له مرسته کوونکو هېوادونو یې وغوښتل چې له سیاسي لوبو ليرې افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي. د هغه په وینا: افغانستان د سېلاب او د زلزلې زیانمنو ته مرستې لپاره ۳۲۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د طالبانو سرچینو اعلان کړی چې په وروستیو طبیعي پېښو کې ۱۵۷۰ تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲ میلیون تنه په هېواد کې دننه بېځایه شوي دي.

طالبانو اقرار کړی چې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې وس نه لري او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د طالبانو د پاملرنې وزارت اعلان کړی چې په وروستیو سېلابونو کې ۱۲ زره کورونه ویجاړ او ۹ زره څاروي له منځه تللي دي.

وروستیو سېلابونو نه یوازې خلکو ته ځاني زیانونه اړولي دي بلکې د هغوی د کرنیزو محصولاتو زیاته برخه یې هم له منځه وړې ده او اټکل کېږي چې په را روان ژمي کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک د خوراکي توکو د کموالي له ناورین سره مخ شي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان وایي چې په هېواد کې یې تر اوسه ۶ میلیون تنو ته د خوراکي توکو مرستې برابرې کړې دي.

ویل کېږي چې د جون میاشتې په منځ کې په افغانستان کې ۸۲۰ تنه د سېلابونو له امله مړه شوي او نږدې ۳۲۰ زره کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي؛ همداراز ۱۲۹ پلونو ته زیان رسېدلی دی.