افغانستان

له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري وتل عمومي رخصتي اعلان شوه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا چهارشنبې د وږي نهمه چې له افغانستانه د وروستي امریکایي پوځي د وتلو له کلیزې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان کړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سرپرست انعام الله سمنګاني دا موضوع نن پر خپله ټویټر پاڼه اعلان کړه.

د طالبانو د چارو ادارې هم له دې مخکې په یوه لیک کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارته غوښتي و چې د رییس الوزرا د شفاهي سپارښتنې له مخې سبا په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړيږ

په دې لیک کې راغلي چې د ټولو ولایتونو په رسمي ادارو کې دا ورځ په رسمي توګه لمانځل کېږي.

طالبانو له دې مخکې د اګست ۱۵مه د کابل د سقوط ورځ هم عمومي رخصتي اعلان کړې وه او هغه یې په رسمي توګه ولمانځله.

دوی همداراز د نوروز او عاشورا ورځو رخصتۍ له کالیزې څخه لیرې کړې چې له ګڼو نیوکو سره مخ شول.

د دغې مذهبي ډلې د افغانستان د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې خپله پرېکړه بدله کړي او د محرم لسمه یا عاشورا د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې.

طالبانو د سږ کال په لومړیو کې ټولو ادارو ته امر وکړ چې له دې وروسته ټول اداري مکتوبونه په هجري ـ قمري نېټه ولیکل شي.

د افغانستان تاریخ د تېر نظام له سقوط مخکې د هجري ـ لمریز پربنسټ تنظیم شوی و.

وروستی امریکایی پوځي چې د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې په پای کې له افغانستانه ولاړ څوک و؟

د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۳۰ اعلان وکړ په افغانستان کې له ۲۰ کلنې جګړې وروسته یې خپل وروستی پوځي له دغه هېواده ایستلی دی.

له دغه رسمي اعلان سره سم، د وروستي امریکایي پوځي چې له افغانستانه وتلی یو انځور خپور او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو.

دغه انځور چې د شپې لید دوربین له خوا اخیستل شوی، یو امریکایي پوځي ښیي چې یوازې دی او یو ټوپک ورسره دی او د شپې ناوخته په امریکایي الوتکه کې د سپرېدو په حال کې دی.

د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي: «دغه کس کریسټوفر ټاډ دوناهو» نومېږي او د امریکا دوه ستوري لرونکی جنرال دی. هغه اوسمهال په شمالي کارولینا کې د «فروټ برګ» پوځي مرکز د ۸۲ هوایي چلند پوځي قوماندان په توګه خدمت کوي.

جنرال دوناهو ۵۲ کلن دی او په وروستیو کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې عملیاتو مرستیال په توګه، د ناټو د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ، د افغانستان د ګډو عملیاتو د ځانګړو ځواکونو قوماندان او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د غوڅ ماموریت قوماندانۍ په توګه دنده ترسره کړې دي.