افغانستان

بلخ ولایت کې د کورونو د پلټنې پرمهال د ښځو پر نشتوالي نیوکې

طالب پوځي د تلاشۍ پرمهال

په بلخ کې د طالبانو له خوا د کورونو د پلټنې پیلېدل ددې ولایت د اوسېدونکو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي د کورونو د پلټنې په پینځمه ورځ د تلاشۍ پرمهال د ښځو پر نشتوالي په نیوکې سره وایي چې په بلخ ولایت کې د کورونو د پلټنې پرمهال له طالبانو سره د مېرمنو نشتولی لویه ستونزه ده او د کورونو د تلاشي کولو پرمهال د ښځو د حضور غوښتنه کوي.

د مزارشریف یو اوسېدونکی یوسف د کورونو د پلټنې پرمهال د ښځو پر نه شتون په نیوکې سره د نارینه طالبانو له خوا د ښځو د توکو پلټل د اسلامي اصولو خلاف بولي.

هغه زیاتوي: «طالبان که ريښتیا ځانونه واقعي مسلمانان بولي باید په دغو عملیاتو کې ښځې شاملې کړي، څه ډول یو مسلمان کولای شي د یوې ښځې خصوصي وسایل وګوري.»

لیدا په بلخ کې یوه بله مېرمن ده او به دې اړه آمو تلوېزیون ته وایي: «زه څه ډول یوه نارینه ته اجازه ورکړم چې جامې مې چیک کړي، ولې له ځان سره کورونو ته مېرمنې نه راولي.»

د بلخ یو شمېر نور اوسېدونکي وايي چې د کورونو د پلټنې پرمهال د ښځو شتون اړین دی.

د مزارشریف یو اوسېدونکی جمشېد اکبري هم وايي: «ښځې څوک نه تلاشي کوي، دا خپله د ځینو توکو د پټولو فرصت برابروي، یوه ښځه کولای شي چې وسله په خپل بکس کې پټه کړي او یا یې له دې کوره هغه ته ولېږدوي.»

اخوا، په بلخ کې پوهان د استوګنیزو کورونو د پلټنې پر مهال د نافذه قوانینو پر رعایت کولو ټینګار کوي او وایي: کله چې پلټنې په غیرمعیاري توګه په لار واچول شي د خلکو لپاره به ستونزې لا زیاتې شي.

بلخ کې د ټولنیزو چارو کارپوه عبدالحمید انصاري وایي: «طالبان باید په پلټنو کې له روزل شویو او مسلکي کسانو څخه کار واخلي؛ ځکه له خلکو سره ناسم چلن کولای شي د دوی او طالبانو ترمنځ واټن زیات کړي.»

د طالبانو له خوا د کورونو د پلټنې عملیات د طالبانو له بېلابېلو بنسټونو سره په همغږۍ شنبې د وږي له ۵ راهیسې په مزارشریف ښار کې پیل او تر اوسه د ښار په ځینو برخو کې دوام لري.

د بلخ لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف که څه هم د کورونو په پلټنو کې د ښځو د نشتون په اړه څه نه وایي؛ خو وایي دغه عملیات (د کورونو پلټنې) د خلکو د امنیت ټینګښټ، د دولتي او غیرقانوني وسلو د راټولولو او له داعش ډلې سره د مبارزې په موخه په لار اچول شوي دي.

ښاغلی وزیري وایي چې دغه عملیات د بلخ له امنیه قوماندانۍ، د استخباراتو له ریاست او د الفتح ۲۰۹ قول اردو سره په همغږۍ په لار اچول شوي دي.

وزیري زیاتوي: «د کورونو د پلټنې عملیات په دغه ښار کې د خلکو په غوښتنې پیل شوي ترڅو په دغه بهیر کې سخت امنیتي تدابیر ونیول شي.»

له یوې خوا د بلخ یو شمېر اوسېدونکو په ښار کې د کورونو له پلټنې خوښي څرګنده کړې ده او وایي چې له خلکو څخه د جنګي توکو له راټولولو سره یې د ځان امنیت لا ښه تامینېږي.

له دې ټولو سره د طالبانو امنیتي مسوولانو تر اوسه د پلټنو په لړۍ کې د خپلو لاسته راوړنو په تړاو رسنیو ته څه نه وایي؛ خو زیاتوي، چې د دغه بهیر په پای کې به لاسته راغلي توکي ټولو ته نندارې ته کېږدي.