افغانستان

جوزف بورل: افغانان د خپل هېواد د انزوا درانه زیانونه زغمي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي چې طالبانو په تېر یوه کال کې، د منځلارې توب هېڅ نښه ده ښودلې او د ژمنو خلاف یې د نجونو د زده کړو مخنیوی کړی.

هغه د بهرنیو لاسوهنو او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تړاو د اروپا دفاعي راتلونکي په اړه وویل چې اروپا له سخت انتخاب سره مخ ده او موږ د اروپا د ټولیز امنیت د زیاتوالي غوښتونکي یو.

جوزف بورل د افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او په خپله بیانیه کې یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې زیات شمېر وګړي (اویا سلنه خلک) له لوږې سره مخ دي او ډېری وګړي یې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل جوته کړې: «تېر کال، طالبانو د منځلارې توب هېڅ نښه نه ده ښودلې او د ژمنو خلاف یې ټولې نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. د افغانستان ډېره برخه له لوږې سره مخ ده. د درک وړ ده چې هېڅ دولت ان پاکستان یا قطر طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. له بلې خوا افغانان د خپل هېواد د انزوا درنه بیه ورکوي.

اروپایان له افغانستان سره د مرستې لپاره ناهیلي شوي

له بلې خوا، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د اروپا خلک له افغانستان سره د مرستې لپاره ناهیلي شوي او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول له افغانانو سره د مرستې راټولولو لپاره دا ډول بیانیه وړاندې کړې ده.

د سیاسي مسایلو کارپوه طارق فرهادي په دې هکله وویل: «جوزف بورل باید د اروپا پارلمان او خلکو ته تشرېح کړي چې ولې د اروپا د خلکو د مالیې له پیسو له افغانانو سره مرستې ته دوام ورکوي؛ په داسې حال کې چې د اروپا خلکو په رسنیو کې له افغانستانه بل څه اوري. روپایان سم توپیر نه شي کولای چې اروپا له افغانانو سره مرستې ته بې علاقې شوې او اړینه ده چې طریقه بدله شي.»

له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسي د مسوول یوه بله اندېښنه ده.

د ښځو حقونو یوه فعاله په دې اړه وایي چې د متوسطې او لېسې دورې نجونو ښوونځیو د تړل کېدو له امله، ګڼ شمېر کورنۍ له هېواده بهر ته تللې دي.

د ښځو حقونو فعاله محسنه صبور وایي: «له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کېدل، د خلکو یوه اندېښنه شوې او ډېر کورنۍ ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډه شوې دي. هېڅ یوه نجلۍ نه غواړي چې نالوستې پاتې شي، ما د یوې ښوونکې په توګه د ښوونیز نصاب په هېڅ ځای کې د شریعت خلاف څه نه دي لیدلي.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو کړنې ددې لامل شوې ترڅو د افغانستان په رسمیت پېژندلو بهیر وځنډېږي او د پاکستان او قطر په ګډون هېڅ هېواد یې تراوسه په رسمیت ونه پېژني.