ستاسو نظر

قیوم ذاکر؛ «باران وهلی لېوه» یا «د قربانۍ پسه»؟

په تېر یوه کال کې او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په پنجشېر، د بغلان په اندرابونو او د هېواد په ځینو نورو برخو کې جګړه او مقاومت او د مقاومت د دغو ډلو په کابو کولو کې د طالبانو ناکامي له یوې خوا او د ټولو منل شویو نړیوالو اصولو ترپښو لاندې کولو او په دوحه کې د طالبانو ورکړل شویو ژمنو او د حکومتولۍ په بېلابېلو اړخونو کې ناکامي، د کورنیو کړیو او د طالبانو د بهرنیو ملاتړو د تمو خلاف، نه یوازې چې د طالبانو امارت مشروعیت ترلاسه نه کړ؛ بلکې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د لازیاتې ناهیلۍ لامل هم شو.

د کابل او کندهار د ناستو په ګډون د طالبانو د مشرتابه له ناستو او پر ستونزو د برلاسي په موخه په بېلابېلو برخو کې له بدلونونو او ګمارنو داسې ښکاري چې طالبان دې پایلې ته رسېدلي، که ونه شي کولای د خپلې واکمنۍ په وړاندې ځینو دا ننګونې لیرې نه کړي، ښايي په راتلونکي پسرلي کې د طالبانو د واکمنۍ پرخلاف د پوځي، سیاسي او ټولنیزو مخالفتونو د مشروعیت لمن پراخه او افغانستان شموله شي. دا لاملونه به دا ځل، د طالبانو د واکمنۍ او امارت عُمر د تېر ځل په پرتله لنډ کړي.

د هېواد په شمال په تېره بیا اندرابونو او پنجشېر کې د جګړې او مقاومت د مدیریت په موخه د ملاعبدالقیوم ذاکر د ګمارلو په ګډون وروستۍ ګمارنې په همدې موخه شوې دي.

خو ولې عبدالقیوم ذاکر ته باید د طالبانو «باران وهلی لېوه» ووایو؟

ملاعبدالقیوم په مخابره کې د (ذاکر) په شفر سره وروسته د ملاعبدالقیوم ذاکر په نوم مشهور شو، نوموړی کابو ۵۰ کاله مخکې د هلمند ولایت د کجکی ولسوالۍ د علي زیو قوم په یوه کورنۍ کې نړۍ ته راغلی دی.

ویل کېږي چې هغه خپل ماشومتوب او ځواني تر ډېره په جوزجان ولایت کې تېره کړې ده. د ځوانۍ په عمر کې له طالبانو سره له یو ځای کېدو وروسته د خپل قوم د یو شمېر جنګیالیو له راټولولو وروسته د شمالي ولایتونو د جګړې جبهو ته ولاړ او د قساوت او سخت زړه توب له امله په لنډ وخت کې د طالبانو په لیکو کې شهرت ته ورسېد. هغه له ملاداد الله وروسته د طالب د وحشي ترین قوماندان صفت خپل کړ. نړیوالو ځواکونو ته له سپارلو (کره نېټه یې نه ده څرګنده)، د ګوانتانامو او څرخي پله زندانونو له تېرولو او شمکن خوشي کېدو وروسته، کوټې په ستنېدو او د جبهو د مسوولیت اخیستو او په هلمند او نیمروز ولایتونو کې خونړیو جګړو سره یې یو ځل بیا د طالبانو د مشرتابه پام ورواړاوه او د کوټې په شورا کې د پوځي مسوول ته مقامه ورسېد.

په هغه وخت کې له اخترمحمد منصور سره د نوموړي جوړښتي سیالي چې هغه مهال هم د طالبانو د «امیرالمومنین» یعنې ملاعمر مرستیالي یې پرغاړه وه، په سویلي ولایتونو کې یې د جبهو د مسوولینو د ټاکلو، د جګړې د لومړۍ کرښې کنټرول او د نشه يي توکو د قاچاق مسوولیت درلود.ملاقیوم ذاکر له څه مودې وروسته د پاکستان په کوټې ښار کې له څو تنو نورو طالب مشرانو سره د ای اس آی له خوا ونیول او بندي شو.نور د پاکستان په زندان کې بند پاتې شول؛ خو ذاکر په شکمن ډول له څه مودې وروسته خوشی او د پوځي مرستیال/ د کوټې شورا د پوځي کمېسیون د مسوول په توګه وګمارل شو.

له بلې خوا، د ملابرادر (دوهم نمبر کس او د ملامحمدعمر مرستیال) نیول کېدل د دې لامل شول چې ملااختر منصور له پخوا زیات واک په لاس کې واخلي. د ملابردار له نیول کېدو سره په یو وخت د ملامنصور د واک زیاتېدل، قیوم ذاکر او یو شمېر نورو طالب مشرانو کې پر اختر منصور شک او په نیونو کې د هغه د لاس لرلو په اړه شک او په وړاندې یې کینه زیاته شوه.

د پاکستانیانو له زندانه د صدر ابراهیم خوشي کېدل او د اختر منصور په ملاتړ د خپل پخواني مسوولیت (د پوځي کمېسیون مسوولیت) بېرته ترلاسه کول، د طالبانو د کوټې شورا په مشرتابه کې اختلافاتو لامل شول تر دې چې ملاقیوم ذاکر استعفا ته اړ او هلمند ته ستون شو او له کوټې شورا سره یې اړیکې کمې کړې.

په ۲۰۱۵ کال کې کله چې په افغانستان کې د داعش ډلې د رامنځته کېدو او فعالیت په اړه ګونګوسې خپرې شوې، د ملاعبدالرووف خادم په نوم د هلمند د علي زیو قوم یو بل کس چې په طالبانو یې یې خاص شهرت درلود، مطرح شو. ملاخادم هم د قیوم ذاکر په شان په ګوانتانامو زندان کې وخت تېر کړی و. هغه په ګوانتانامو کې سلفي توب ته لیوالتیا پیدا کړه او له هغو یو شمېر عربو سره یې نږدې اړیکې ټینګې کړې چې وسره بندیان وو. له ملاخادم یو شمېر زنداني عربان له زندانه له خلاصون وروسته په سوریه او عراق کې د داعش د مشرتابه په برخه کې وو. دوی ملاخادم په رسمي توګه د داعش د خراسان ولایت د مرستیال په توګه وټاکه.

له بلې خوا، قیوم ذاکر د قومي تمایل او له اختر منصور سره د کینې له امله له منصور دادالله سره په ګډه له داعش نوې جوړې شوې ډلې سره د یو ځای کېدو په لټه کې وو چې ملاعبدالرووف خادم د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو. څه موده وروسته د هغه بل متحد، منصور دادالله هم ووژل شو. له دغو ټولو هسکو ټیټو وروسته، عبدالقیوم ذاکر له ننګونو سره مخ شو او اړ شو چې اختر منصور ته بیعت وکړي؛ خو له اختر منصور سره یې کینه او مخالفت پر خپل ځای پاتې شو تر دې چې ملامحمد یعقوب له مدرسې/دارالعلوم څخه فارغ شو او له کراچۍ څخه کوټې ته ستون شو او د کوټې شورا په مشرتابه کې یې د مقام غوښتنه وکړه. د ملایعقوب دا غوښتنه له ملااختر محمد منصور سره د اختلاف لامل شوه. د کره مالوماتو له مخې، ملاقیوم ذاکر وتوانېده چې ملایعقوب دې ته وهڅوي چې اختر منصور له آی اس آی سره په همکارۍ د ملاعمر په مرګ کې ښکېل و. که څه هم د افغانستان ملي امنیت په ۲۰۱۳ کال کې د ملاعمر مړینه افشا کړه، خو قیوم ذاکر په ۲۰۱۵ کال بي بي سي ته دا خبر په ډاګه او تایید کړ.

د یادولو وړ ده چې قیوم ذاکر د پاکستان له آی اس آی او اختر منصور سره د اړیکو له خرابېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ پوله کې مېشتو علي زي قوم وګړو په همکارۍ چې له مخکې یې د ایران له سپاه پاسدرانو سره اړیکې لرلې، د ایران له سپاه سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې شو او تراوسه دا اړیکې پرخپل ځای دي.

د مالوماتو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ایران هڅه کوله چې نوموړی او صدر ابراهیم چې هغه هم له پخوا له ایران سره اړیکې ټینګې کړې وې، د طالبانو د امارت په مهمو پوستونو کې مقرر کړي، خو د پاکستان د آی اس آی د رییس حمید فیض لاسوهنې دا ګمارنې ګډوډې کړې.

د قیوم ذاکر له مرورتیا او بېرته هلمند ته له ستنېدو وروسته، د قیوم ذاکر دوستانو د ایران دولت په بنسټونو کې زمینه برابره کړه چې قیوم ذاکر افغانستان ته له ایرانه د تېلو وارداتو په یوه تړون کې شریک شي. دغه قراردادي د جمهوري نظام له وخته دا تړون په لاس کې درلود او همداراز یې د قیوم ذاکر د نشه يي توکو، پنبې د قاچاق لاره پياوړې کړه. له بلې خوا، پياوړي قومي ملاتړ هغه په سویل کې د ناراضي طالبانو په مرکز بدل کړی دی. اوس په کابل کې طالب مشران په سویل کې د نوموړي له پراخ نفوذه په وېره کې دي او له دې امله یې په تېر یوه کال کې په ځلونو ورته مراجعه کړې تردې چې څو میاشتې مخکې د ملابرادر او ملایعقوب د هغه لیدنې ته ورغلل او د ملاهبت الله پيغام یې ورورساوه. له دې لیدنې وروسته ملاقیوم ذاکر د ملاهبت الله لیدنې ته ورغی او د هغه له خوا د پنجشېر او اندرابونو د مقاومت جبهو د ځپلو په موخه وګمارل شو.

اوس ملاهبت الله هغه ته دنده ورکړې چې د اندرابونو او پنجشېر وضعیت وڅېړي او له ځانګړو وړاندیزونو سره بېرته ورشي. دا چې د مقاومت د ځپلو او کابو کولو په بدل کې هغه ته څه امتیاز په پام کې نیول شوی، تراوسه لا روښانه نه ده.

قیوم ذاکر؛ د قربانۍ پسه که فاتح

پنجشېر او اندرابونه سختې لارې لري، اصلي او فرعي درې یې لوړې دي او خلک یې د طالبانو له امارت سره مخالف دي. زیات شمېر یې چې د طالبانو له امارت سره یې د همکارۍ لیوالتیا لرله، د طالبانو د پخوانیو مسوولینو له لوري ځورول شوي او دا چاره د طالبانو د مخالفینو د فعالیتونو د استخباراتي مالوماتو د کمښت لامل شوې ده.

په پنجشېر او اندرابونو کې سخته جګړه د قواوو د کمښت، د پوځي وسایلو او وسایطو د استهلاک او د طالبانو د تلفاتو د زیاتېدو لامل شوې چې له ځایي خلکو سره د طالبانو چلند لا توند شوی او د مقاومت روحیه د سیمې په اوسېدونکو کې پراخه شوې ده.

اکثریت مقاومت کوونکي له پخوانیو مجاهدینو څخه دي چې په سختو درو کې د جهاد له وخته د جګړې تجربه لري او یا هم پخواني روزل شوي پوځیان دي چې د ناټو د پوځي طریقو او عملیاتي اسرارو سره له طالبانو سره د جګړې تجربه لري او د هرې ورځې په تېرېدو د مقاومت له جبهو سره د پوځیانو د یو ځای کېدو لړۍ پراخېږي.

د مالوماتو او همداراز په پنجشېر او اندرابونو کې د طالبانو کړنو ته په پام سره داسې ښکاري چې قیوم ذاکر طالب مشرانو ملاهبت اللّه، ملایعقوب، سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق ته د مقاومت په ځپلو کې د بري لپاره څلور لارې وړاندې کړې دي.

لومړی: د اوسني وضعیت ساتل چې له شک پرته به د طالبانو د تلفاتو د زیاتوالي لامل شي او په راتلونکي ژمي کې به د مقاومت د زیاتوالي او د هېواد نورو برخو ته د مقاومت د پراختیا لامل شي.

دوهم: ټولې درې به په بشپړه توګه له خلکو تشې او په پوځیانو ډکې شي؛ چې دا هم د جنګي تدارکاتي لاملونو او عملي اړخونو او کورنیو او نړیوال انعکاس له امله ګران کار ښکاري.

درېیم: د فرعي درو خالي کول چې لږ اوسېدونکي لري او په فرعي درو کې د پوځي قطعو ځاي بر ځاي کول. ددې تګلارې عملي کول سره له دې چې د لږ بشري ځواک سره د عملي کولو وړ ده؛ خو جدي خطرونه به هم له ځان سره ولري. د طالبانو قوت په درو کې وېشل شوی او د مقاومت کوونکو د بریدونو لپاره په اسانه هدفونو بدلېږي.

له بلې خوا په درو کې د مقاومت د قوتونو د پیاوړتیا لامل کېږي، په تېره بیا که مقاومت ځواکونه وکولای شي د پنجشېر اصلي لاره ونیسي او یا یې تخریب کړي او د طالبانو لپاره د تېښتې لاره وتړي، په دې صورت کې، په پنجشېر او له هغې وروسته په اندرابونو کې د طالبانو د ټولو قوتونو د له منځه تلو احمتال شته. د طالبانو لپاره ددغو بیا نیول ګران شوي او د افغانستان د خاورې په لویه برخه کې د جګړې او مقاومت د پراختیا لامل به شي.

څلورم: د امنیت ځایي کېدل؛ په دغو سیمو کې د ځوانانو بې وزلۍ او وګارۍ ته په پام سره، دا تر ټولو آسانه لاره بلل شوې ده؛ خو د قیوم ذاکر د څرګندونو له مخې نوموړی د دې انتخاب راتلونکی مسوولیت پرغاړه نه اخلي.

د طالبانو امارت د بشري قوې له اړخه له سختو ستونزو سره مخ دي. زیات شمېر طالبان د حکومتولۍ او د مشرانو د ساتنې په کارونو بوخت شوي او یو شمېر جنګي قوتونو یې د اقتصادي ستونزو او د دوی د معاشونو د نه ورکړې او یا هم په واک کې د نه شریکولو او نورو قومي لاملونو دندې پرېښې دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو د بېلابېلو ډلو او قوماندانانو له پرلپسې ناکامیو وروسته، که څه هم حقاني ډلې د سویلي طالبانو په شان په لویو جګړو کې هېڅکله ګډون نه دی کړی او تر ډېره په پېچلیو ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو کې تجربه لري، نه غواړي له دې زیات د پنجشېر او اندراب په جګړو کې له دې زیات لګښت وکړي او حقاني ډله د ورانوونکې زلزلې او سېلابونو له امله په زیانمنو سیمو کې د مرستې رسولو په چارو کې د بوختیا په پلمه یې د بشري قوا له برابرولو ډډه کړې ده. زیات شمېر طالب ځواکونه په بلخاب کې ځای پرځای شوي او ځینې په قول اردو ګانو کې مېشت دي، وېره لري چې له خپلو مسوولیتونو بهر کار کولو زیانمن شي؛ په داسې حال کې چې چریکي جګړه کم لګښت او دود جګړې لوي مالي لګښت ته اړتیا لري.

پایله

بې له شکه قیوم ذاکر هڅه لري، د خپل جنګي ځوک د ساتلو او خوندیتوب لپاره د تمویل سرچینې پیدا کړي او ښايي د پنجشېر او اندراب جګړې مسوولیت اخیستل د خپلو قوتونو د ځای پرځای کولو، تمویل او ساتنې لپاره مناسب انتخاب بللی وي ترڅو له دې لارې خپل جنګي ظرفیتونه تثبیت کړي او د طالبانو په جوړښت کې نوي رامنځته شوي سیالان وځپي؛ خو په خپله دې بري ته د رسېدو په هکله ډاډمن نه دی.

له بلې خوا، په پنجشېر او اندرابونو کې د طالبانو د پیاوړو قوماندانانو له بیا بیا ناکامیو وروسته، د طالبانو مشرتابه او لوړپوړي مسوولین له هغې وېرې چې د ملاقیوم ذاکر له قومي او اقتصادي ملاتړه یې لري، فکر کوي د «مرګ به درو» کې د هغه په بوختولو د تل لپاره ددغه شر اچوونکي قوماندان خلاصون ومومي او بالاخره له هغه برخلیک سره چې ملابورجان په ۱۹۹۶ کال کې په ورېښمو تنګي کې ورسره مخ شو، ملاقیوم ذاکر هم د هغه له برخلیک سره مخ شي.

وخت به په ثابته کړي چې «باران وهلی لېوه» به لا داړونکی شي که د قرباني د «پسه» په شان به د «طالبانو د امارت» په نوم د پردیو د زور او ظلم د واکمنۍ د پیاوړتیا قرباني شي؟

*د هغو لیکنو د منځپانګې مسوولیت چې د آمو وېبپاڼې په برخه کې خپرېږي د لیکوالو پر غاړه دی.