افغانستان

ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي: له غیرانساني کړنو سره مخ یو

Migrants from Afghanistan in Islam Qala border city in Herat.

په وروستیو ورځو کې، له افغان پناه غوښتونکو سره د ترکیې پولیسو له ناوړه چلند څخه انځورونه خپاره شوي دي.

که څه هم آمو ټلویزیون و نه توانېد د دغو انځورونو د ثبت وخت او کره ځای یې تایید کړي؛ خو په ترکیه کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکو له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې د ترکیې پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی دی.

عبدالله چې له ۱۰ میاشتو راهیسې د ترکیې په ازمیر ښار کې دی؛ تاییدوي چې په دې موده کې څو ځله د ترکیې د پولیسو له ناوړه چلند سره مخ شوی دی.

عبدالله وایي: «موږ اروپا ته د تلو او د کار او امنیت لرلو لپاره دلته راغلي یو؛ خو هر ورځ له سپکاوي سره مخ کېږو او له کله چې دلته راغلي یو، یوه ورځ مو ښه ورځ نه ده لیدلې. کاشکې زموږ په وطن کې امنیت او کار وای ترڅو د (ترکیې) د پولیسو له خوا مو دومره سپکاوی نه وای لیدلی او په خپل هېواد کې مو په عزت سره خپل کار کړی وای او خپل وطن ته موږ زیار ایستی.»

د ترکیې په ازمیر کې یو بل پناه غوښتونکی احمد عرفان هم له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو پر چلند نیوکه کوي او آمو ټلویزیون ته وایي چې په تېرو دوو کلونو کې چې په ترکیه کې دی څو ځله د ترکي پولیسو له خوا سپکې سپورې ورته ویل شوې دي.»

ښاغلی عرفاني زیاتوي: «موږ څو اوونۍ په ۱۵ تر ۵۰ کسیزو ډلو کې د ترکي پولیسو له خوا په زندانونو کې وو او دومره یې وهلو ټکولو چې ډېره موده به عادي حالت ته نه راګرځېدو. هر ځل مو خپل مرګ وغوښت او داسې شپې ورځې مو تېرې کړې چې خدای دې د چا دښمن هم نه ورسره مخامخ کوي.»

د بښنې نړیوال سازمان هم په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو ځورول تاییدوي.

په منځنۍ اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني په دې اړه آمو ټلویزیون ته وویل: «تاوتریخوالی، ناوړه چلند او له ترکیې د افغان کډوالو جبري ایستل هغه اندېښنه ده چې موږ په دوامداره توګه مطرح کړې ده او د دغو ناسمو کړنو د زر تر زره درېدو غوښتونکي یو.»

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې داسې پېښې یې مستند کړې چې له مخې یې په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي د دغه هېواد د پولیسو له خوا شکنجه او وهل ټکول شوي دي.

ښاغلی سلطاني زیاتوي: «موږ داسې راپورونه او موارد مستند کړي چې افغان کډوال شکنجه، وهل ټکول او له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

ټاکل شوې د بښنې نړیوال سازمان په نږدې راتلونکي کې په دې اړه یو راپور خپور کړي.

له دې مخکې طالبانو ویلي، چې په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت څېړلو لپاره یو پلاوی دغه هېواد ته لېږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین محمد ارسلا خروټي تازه ویلي چې په دې اړه چې له ترکي چارواکو سره کومې لیدنې او بحثونه شوي د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت او کابل ته د هغوی پر بېرته راستنېدو خبرې اترې شوې دي او د هغوی قناعت ترلاسه شوی او په دې برخه کې هوکړې ته رسېدلي دی.

هغه زیاتوي: «له ترکیې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د انساني حقونو او هغو نړیوالو حقونو له مخې چې پناه غوښتونکو ته ورکړل شوي دي په ترکیه کې دې افغان پناه غوښتونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

تر اوسه په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو کره شمېرې نشته؛ خو د ترکیې حکومت ویلي چې ۱۲۰ زره افغان پناه غوښتونکي یې ثبت کړي دي.

اخوا په ترکیه له افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ د ټولنو د شمېرو له مخې د ترکیې حکومت د روان زېږدیز کال په جنوري میاشت کې نږدې ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي چې ۹۰سلنه یې یوازې او بې کورنۍ وو په (چارتر) الوتنو کې کابل ته لېږدولي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شمېرې ښیي، چې په تېر یوه کال کې نږدې ۶۲۳ زره افغان کډوال له ترکیې، ایران او پاکستان څخه افغانستان راستانه شوي دي.

افغانستان کې د کار، امنیت او ازادۍ نشتون هغه بنسټیز لاملونه دي، چې ډېر ځوانان د سختیو او ستونزو په منلو سره کډوالي غوره کوي.