د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه یوه باوري سرچینه آمو ته وایي، چې د طالبانو دغه وزارت د هند له حکومت سره تازه مشورې پیل کړې دي، څو په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت ترلاسه کړي. همداراز، طالبانو یو ځل بیا د خپل وړاندیز شوي ډیپلوماتانو نوملړ د دې سفارت د اداره کولو لپاره هند ته استولی دی.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د وړاندیز شوي ډیپلوماتانو په نوملړ کې د طالبانو د قطر د سفیر د سهیل شاهین زوی، نجیب شاهین نوم هم شامل دی.
د ۱۴۰۲ لمریز کال د لړم میاشتې په دوهمه نېټه، په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي و، چې د طالبانو او د هند د حکومت د فشار له امله یې خپل فعالیتونه پای ته ورسول.
اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه یوه سرچینه آمو ته وایي، چې د طالبانو او هند ترمنځ د دې سفارت د فعالیت د بېرته پیل او د مدیریت د سپارلو په اړه تازه سلا مشورې پیل شوې دي.
د سرچینې په وینا، دغه خبرې وروسته له هغې پیل شوې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په اماراتو کې ولیدل. دا لیدنه د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره شوې وه.
سرچینه زیاتوي، چې یو ځل بیا د طالبانو د دیپلوماتانو څو کسیز نوملړ د سفارت د مدیریت لپاره هند ته استول شوی دی، او په دې نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سفارت د سفیر، سهیل شاهین زوی، نجیب شاهین هم شامل دی.
شینکۍ کړوخېل په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره وایی: «هند ښايي طالبانو ته مستقیماً منفي ځواب ورنه کړي، خو د اشخاصو د منلو په برخه کې به له کافي دقت څخه کار واخلي، ځکه چې طالبان له پاکستاني استخباراتو او اردو سره ډېر نږدې اړیکې لري، چې دا د هند لپاره د اندېښنې وړ ده. نو حتماً به هڅه کوي داسې کسان انتخاب کړي، چې له پاکستاني استخباراتو سره مستقیمې اړیکې ونه لري.»
د سرچینې په وینا، ښآيي چې د دې هڅو دوام د هند حکومت دې ته وهڅوي، چې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
افغانستان په هند کې، له سفارت سربېره، په ممبي او حیدرآباد ښارونو کې هم دوه قونسلګرۍ هم لري چې اوسمهال په ممبي کې د افغانستان قونسلګري د طالبانو له خوا د اکرامالدین کامل تر مدیریت لاندې ده. د هغه د اېکس ټولنیزې پاڼې ته په کتو، نوموړي په هند کې زده کړې کړې دي.
د هند د سویلي آسیا له پوهنتون څخه د سوداګریز قانون او نړیوالو پانګونو له برخې فارغ شوی.
په هند کې یې لوړې زده کړې کړې دي. د پخواني حکومت له سقوط وروسته افغانستان ته ستون شو او د طالبانو د بهرنیو چارو په وزارت کې یې کار پیل کړ.
تر دې وړاندې، په ممبیي کې د افغانستان قونسلګري د ذکیې وردک تر مدیریت لاندې وه، خو د روان لمریز کال د ثور میاشتې په جریان کې، هندي رسنیو راپور ورکړ، چې مېرمن وردک د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق په تور د هند په یوه هوایي ډګر کې نیول شوې وه. که څه هم نوموړې دا ادعاوې رد کړې، خو له خپلې دندې یې استعفا ورکړه.
له ډیپلوماتیکو مسایلو باخبره سرچینې ټینګار کوي، چې هند د پاکستان سره د سیالیو او د افغانستان د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله، طالبانو ته د دوستی لاس غځولی دی خو د دوی په وینا، له بلې خوا، د نوي ډهلي دا اړیکې د هند او پاکستان ترمنځ د سیالیو له کبله به طالبانو ته هم ارزانه تمامه نشي.