افغانستان

طبي زده کړو ته د بامیان د نجونو لیوالتیا

په بامیان ولایت کې د طبي علومو د انستیتوتونو مسوولین وایي چې په روان کال کې د طب په برخه کې د محصلینو شمېر د تېر یوه کال په پرتله نیمايي ته راکم شوی، خو د نجونو محصلینو شمېر د هلکانو په پرتله دوه برابره شوی دی.

ددغو بنسټونو په وینا، په کورنیو کې پراخه بې وزلي او زده کړو ته د محصلینو نه لېوالتیا د محصلینو د کمښت دوه لاملونه دي.

دا په داسې حال کې دي چې ښوونیزو بنسټونو هم د هرې دورې (سمستر) لپاره خپل فیس تر کابو نیمایي پورې راکم کړی دی.

په بامیانو کې د صحي علومو د یوه خصوصي انستیتوت مسوول وایي چې سږ کال د دوی یو شمېر نارینه محصلین له هېواده بهر ته کډه شوي او ځینې نور د اقتصادي ستونزو له امله زده کړو ته دوام نه شي ورکولای.

ښاعلی نوید زیاتوي چې له دې سره سره په طب څانګه کې د هلکانو په پرتله د نجونو شمېر دوه برابره شوی دی. که څه هم د محصلینو ټول شمېر د تېر کال په پرتله نیمايي شوی دی.

له بلې خوا، د خصوصي علومو د یوه بل انستیتوت رییس سید مهدي علوي وایي چې سږ کال د دوی د محصلینو شمېر له اوه سوه څلور سوو ته راکم شوی دی.

د علوي په وینا، سره له دې د نجونو محصلینو شمېر زیات شوی؛ ځکه نجونې یوازې په دې څانګه کې کار پیدا کولای شي.

علوي زیاتوي: «که څه هم د محصلینو لپاره مو د زده کړو فیس ډېر کم کړی؛ خو د وزګارۍ د زیاتوالي او د خلکو د ټیټ اقتصاد له امله، کورنۍ د دې لږ لګښت د ورکولو وس نه لري.»

په دې لړ کې، د نجونو او هلکانو د ټولګیو د بېلولو په ګډون د طالبانو محدودیتونو، ددغو ښوونیزو بنسټونو ستونزې زیاتې کړې دي.

له بلې خوا، د ګل دانې او صدیقې په شان ځینې محصلینې وايي چې د بې وزلۍ او د زده کړو لپاره د انګېزې نه لرلو ترڅنګ، د ښځو او نجونو لپاره د کاري زمینو نشتوالی، په تحصیلي بنسټونو کې د محصلینو د شمېر په کمښت کې رول لري.

دغه دوه محصلینې د طالبانو له ادارې غواړي چې ټولو هېوادوالو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

په بامیان کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس جعفر ‌ذکي وایي، هڅه کوي چې ددې ولایت په روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې د ښځو د حضور کچه زیاته کړه.

ذکي وویل چې له ناروغیو د خلکو د پوهاوي کچه ددې لامل شوې چې دوی په بامیانو کې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې له کمو ستونزو سره مخ شي.

د نوموړي په وینا، په اوسني وخت کې په بامیانو کې یو ولایتي روغتون، په ولسوالیو کې درې روغتونونه، ۷۴ کلینیکونه، ۲۴ روغتیایي آشیانې او څو ګرځنده روغتیايي ټیمونه فعالیت لري.

په دې وروستیو کې سلام وطندار راډیو په هغه څېړنه کې چې د افغانستان په پينځو لویو ولایتونو کې یې ترسره کړې وه، اعلان وکړ چې په بامیان ولایت کې په ۷۳ سلنه محصلینو کې د زده کړو انګېزه کمه شوې ده.

همداراز ددې ارزونې له مخې ویل شوي چې ۵۶ سلنه د پوهنتونونو استادان هم تدریس ته لیوالتیا نه لري.

واک ته د طالبانو په راستنېدو سره ددې ډلې له خوا د ښځو د ټولنیز حضور لپاره یو لړ محدودیتونه ولګول شول.

دغې ډلې د ښځو ټولنیز فعالیتونه محدود کړل، هغو ښځو ته چې د دولت کارکوونکې وې د کار اجازه نه ورکوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې یې هم له زده کړو بې برخې کړې؛ چې دا کار د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او نړیوالې ټولنې له اعتراض سره مخ شوی دی.