افغانستان

د افغانستان د ښځو ایتلاف: د طالب مشرانو د سفر مخنیوی دې وغځول شي

په داسې حال کې چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د یو شمېر طالب چارواکو د سفر د مخنیوي په اړه د نظر اختلاف لري او تراوسه په دې اړه ځانګړې پایلې ته نه دي رسېدلي، د بدلون لپاره د افغانستان د ښځو ایتلاف د ملګروملتونو سازمان له امنیت شورا وغوښتل چې ژرترژره د ټولو طالب چارواکو د سفر د مخنیوي معافیت پای ته ورسوي.

ددې ایتلاف یو شمېر غړي په دې باور دي چې باید پر طالبانو سیاسي فشار دوام وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا ډله د ښځو، مذهبي او قومي لږکیو د حقونو په اړه خپله کړنلاره بدله کړي.

د بدلون لپاره د افغان مېرمنو د ایتلاف غړې شکریه بارکزۍ په دې هکله وایي: «له تېر یوه کال راهیسې د طالبانو کړنې د دې لامل شوې چې وښيي دوی د دوحې هوکړې د مادو د عملي کولو په اړه هېڅ ژمنتیا نه لري او اوسمهال دوی (طالبان) نه پر سوله باور لري او نه د ټولګډونه حکومت جوړولو ته ژمن دي، نه د خلکو رایو ته درناوی لري او نه د افغانانو آزادۍ او حقونو ته او نه هم له نړۍ سره تعامل لري. زه فکر کوم چې ددې وخت رارسېدلی، یو ځل بیا د دوی د سفر په وړاندې محدودیت ولګول شي.»

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: «طالبانو د ښځو او نجونو حقونه د ژوندانه په ټولو برخو کې سخت محدود کړي دي. د بېلګې په توګه دوی له دوولس کلنۍ لوړ عمر لروونکې نجونې له زده کړو بې برخې کړې، ښځې یې له دولتي بنسټونو حذف کړې او په سفر کې مېرمنې د محرم لرلو ته اړ ایستل شوې دي. هره ښځه چې اعتراض وکړي یا د طالبانو له خوا ټاکل شوې پولې تېره شي، نیول کېږي، شکنجه او ان وژل کېږي.»

مدني فعاله پروانه ابراهیم خېل ددې مطلب په بیانولو سره چې دې ډلې (طالبان) نه یوازې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی بلکې برعکس یې پر ښځو محدودیتونه زیات کړي دي.

هغه په دوام کې وایي: «د ملګروملتونو سازمان له امنیت شورا څخه زموږ غوښتنه دا ده چې پر طالبانو لازیات محدویت ولګوي؛ ځکه دې ډلې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ بلکې پرخلاف یې عمل کړی. طالبان باید له سفره منعه شي او دوی ته د سفر کولو اجازه ورنه کړل شي.»

د ښځو د حقونو فعاله سونیا نایل هم په دې اړه ټینګار کوي: «له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې د خبرو له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله منطقي او اساسي حللاره چې مثبت اغېز ولري، په پام کې ونیسي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا هم د طالب چارواکو د سفر د مخنیوي په اړه د نظر اختلاف لري.

ځینو ديپلوماتیکو سرچینو فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې څو لوېدیځ هېوادونه لیواله دي چې د طالبانو د سفر معافیت نوملړ لازیات کم کړي.

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وایي تراوسه امنیت شورا د طالب چارواکو د سفر د مخنیوي په هکله پایلې ته نه ده رسېدلې.

له بلې خوا، چین او روسیې د معافیت د نوملړ له منظم غځولو ملاتړ کړی دی.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۰۱۱ میلادي کال د پرېکړه لیک له مخې د طالبانو ۱۳۵ غړي د سفر معافیت او شتمنیو د بندولو په بندیزونو کې شامل دي؛ خو ددې ډلې یو شمېر چارواکي له معافیته برخمن دي.

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا په جون میاشت کې د ۳۱ طالب چارواکو د سفر معافیت د دوو میاشتو لپاره تمدید کړ؛ خو دا معافیت د نجونو د زده کړو د محدودیت له امله ددې ډلې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د دوو چارواکو لپاره ونه غځول شو.