افغانستان

له افغانستانه بهر ته د طالب مشرانو د سفر معافیت وخت پای ته ورسېد

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د ۲۰۲۲ کال د جون د شلمې نېټې د پرېکړې له مخې دیارلس تنه طالب چارواکي په موقت ډول د سفر له مخنیوي او د دوی د شتمنیو د یوې برخې له تحریمه معاف شوي وو.

ددغه معافیت په پای ته رسېدو سره، د اګست په شلمه دغو کسانو یو ځل بیا له افغانستانه بهر ته د سفر اجازه نه لري.

په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق آمو ټلوېزیون ته وویل چې ټاکل شوې امنیت شورا د طالب مشرانو سفر د معافیت په هکله د دوشنبې په ورځ وروستۍ پرېکړه وکړي.

د هغه سند له مخې چې د آمو ټلویزیون په واک کې ورکړل شوی، ددغو کسانو نومونه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د معافیت په تېر دیارلس کسیز نوملړ کې لیدل کېږي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر، د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب‌الدین دلاور، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، دین محمد حنیف، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، د سرحدونو او قبایلو چارو اوسنی وزیر او د مزارشریف د عام قتل په وخت کې د بلخ والي وزیر نورالله نوري، د اوبو او برېښنا وزیر لطیف منصور، او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی.

په دې نوملړ کې شاملو کسانو د سفر موقت معافیت وخت اوس پای ته رسېدلی او امنیت شورا باید یو ځل بیا د دوی په اړه تصمیم ونیسي.

هغه مالومات چې آمو ټلوېزیون ته رسېدلي د دې ښودنه کوي چې روسیه او چین د ټولو دغو دیارلسو طالب چارواکو د سفر معافیت د غځولو غوښتونکي دي؛ په داسې حال کې چې امریکا وړاندیز کړی و له دې جملې اوه تنه یوازې قطر ته د سفر اجازه ولري.

البته د امریکا دا طرحه د روسیې او چین له مخالفت سره مخ شوه.

د رپوټونو له مخې، ایرلنډ، فرانسې او بریتانیا هم د دې نوملړ د ټولو غړو د معافیت لپاره د چین له وړاندیز سره مخالفت کړی دی.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د غړو ترمنځ له اختلاف وروسته، ټاکل شوې له دغو کسانو شپږ تنه د سفر او یو شمېر نور د شتمنیو د تحریم له معافیت څخه معاف شي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی هغه پينځه تنه دي چې نومونه یې په رسنیو کې خپاره شوي او دا په داسې حال کې دي چې لا هم د شپږو نورو کسانو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. داسې ښکاري چې ددغو کسانو نومونه به د دوشنبې په ورځ اعلان شي.

ددغو کسانو معافیت جغرافیايي محدودیت نه لري او دوی کولای شي د نړۍ ټولو هېوادونو ته سفر وکړي؛ خو د اوو نورو طالب مشرانو معافیت چې نومونه یې په دیارلس کسیز نوملړ کې دي، نه تمدیدېږي.

یوې خبرې سرچینې آمو ټلوېزیون ته وویل چې په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر اېمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، پر طالب مشرانو د بندیز موضوع د امریکا لپاره له زیات حساسیته برخمنه ده.

ددغې سرچینې په وینا: په داسې حال کې چې ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نرم دریځ ولري، اوس سپينه ماڼۍ په دې مسله کې ښکېله شوې او نه غواړي چې طالب مشران د معافیت له امتیازه برخمن شي.