افغانستان

ملا هبت الله: «زه د امارت سر یم»

په یوه غږیز پيغام کې چې د آمو ټلویزیون لاس ته ورغلی د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوند زاده په کندهار کې د کابو درې زره دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون غونډه کې ویلي چې هغه د امارت د سر په شان دی او د ټولو قواوو مشر دی.

داسې ښکاري چې د نوموړي دا څرګندونې د هغو راپورونو په غبرګون کې چې د طالبانو په تېره بیا د کوټې شورا او د حقاني شبکې په مشرۍ طالبانو په مشرۍ طالبانو د اختلاف په اړه ورکړل شوي، بیان شوې دي.

آخوندزاده ددې خبرې په کولو سره چې نوموړی د ټولو قواوو په سر کې دی، داسې ښکاري چې خپلو کورنیو سیالانو ته پيغام ورکړي.

دا د طالبانو دوهمه لويه ناسته ده چې د دوی د مشر په ګډون ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې دي چې هغه تراوسه د خلکو او رسنیو په وړاندې نه دی راڅرګند شوی.

ملاهبت الله د خپلو خبرو په بله برخه کې هغو کسانو ته په خطاب کې چې د طالبانو پرخلاف یې وسلې پورته کړې، له هغوي پوښتنه کړې «تاسو ولې جنګېږئ؟ ولې غرونو ته پورته شوې یاست؟»

داسې ښکاري چې د نوموړي د خبرو دا برخه مقاومت جبهې ته په خطاب کې دي.

هغه په دوام کې له «سیاسیونو او جنګیالیو» غوښتي چې خپلو کورونو ته راستانه شي او «د شریعت پربنسټ ټولو ته حق ورکوو.»

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشر سیاسیونو او د مقاومت جبهې وسله والو ته په خطاب کې وایي چې خپلو کورونو ته ستانه شي؛ خو هغه د ټولګډونه حکومت د جوړولو او واک ته د نورو سیاسي لوریو واردولو په هکله څه ونه ویل.

د طالبانو مشر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې چې ظاهراٌ داعش ته خطاب دی، وایي: «دا ډله چې خلافت غواړي، له بده مرغه د مسلمانانو په مړینې سره خلافت غواړي.»

هغه په جوماتونو کې داعش ډلې ته منسوبو ځانمرګو بریدونو په نیوکې سره وویل چې دا «جګړه او د مسلمانانو وژل حرام دي.»

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو هم په تېرو شلو کلونو کې په ځلونو د جوماتونو، تحصیلي بنسټونو او روغتونونو په ګډون عمومي ځایونو دې ته ورته بریدونه کړي دي.

ملاهبت الله د خپلو څرګندونو په بله برخه کې وویل، کله چې طالب ځواکونه پنجشېر ته ولاړل، خلک په غورونو او درو کې پټ شول.

هغه زیاته کړې چې له طالبانو د خلکو د وېرې لامل دا دی چې د دې ډلې په وړاندې پراخ تبلیغات شوي چې ګواکي «طالبان د خلکو پر ناموس تېری کوی» او «طالبان وحشي، پردي او د آی آس آی کسان دي.»

آخوندزاده ویلي چې طالبانو ته یې حکم کړی ترڅو د پنجشېر له خلکو سره په نرمۍ او احتیاط چلند وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې رسنیو او له بشري حقونو ملاتړو بنسټونو راپورنه ښيي چې په پنجشېر او د هېواد په ځینو نورو برخو لکه اندراب، خوست و فرنګ او بلخاب کې طالب جنګیالیو ملکي وګړي وژلي دي.

کندهار کې د طالبانو ناسته د شپاړس ماده یي پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د دغه پرېکړه لیک په اوومه ماده کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سره پر «بیا بیعت» کولو ټینګار شوی او ګډونوالو له هغه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په دې پرېکړه لیک کې طالبانو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پروړاندې چې کابل کې یې د القاعدې مشر پکې وواژه، غبرګون ښودلی او هغه د «دوحې» هوکړه لیک مخالف ګڼلی دی؛ خو په دې متن کې کابل کې د ایمن الظواهري د شتون په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دغه پرېکړه لیک په بله برخه کې د طالبانو د نظام ډول «متمرکز حکومتي سیستم» بلل شوی او پیاوړي کېدل یې د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه ګڼل شوي دي.

د سیاسي نظام د جوړښت او په کابل کې یې د تمرکز د کچې بحث په تېرو کلونو کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ توده موضوع وه. داسې برېښي چې د کندهار د ناستې په اعلامیه کې د «متمرکزې حکومتولۍ سیستم» یادول د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې او د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د دریځ نیونو په غبرګون کې وي؛ ځکه دغه سیاسي ډلې له متمرکز څخه «غیر متمرکز» ته د افغانستان د راتلونکي نظام بدلېدو غوښتونکې دي.

له بل لوري د دغه پرېکړه لیک په بله برخه راغلي، چې «د دغه نظام پروړاندې هر ډول وسله وال مخالفت بغاوت او پر ځمکه فساد ګڼل کېږي.»

دغه پرېکړه لیک د طالبانو له نظام سره «مخالفت» د «ملت او امارت دنده» بللې ده. طالبانو په پرېکړه لیک کې ویلي چې «هر هېواد چې پر خپله فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکې ته د الوتنې اجازه ورکړې هم په جنایت کې شریک دی» او طالبان دغه هېواد ته د دغې ناسمې کړنې له «ناوړه پایلو» خبرداری ورکړی دی.

کندهار کې د طالبانو د ناستې په پرېکړه لیک کې د ښځو د میراث حق ورکولو، د هغو جنایتونو په بدل کې چې د کورنۍ غړي یې ترسره کوي «په بدو کې د ورکولو» پر مخنیوي او د مهر د ورکړې په شان مسایلو هم ټینګار شوی دی؛ خو د دې پرېکړه لیک په متن او د دوی د مشر په وینا کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو، په دولتي او نادولتي بنسټونو کې دندو ته د ښځو د ستنېدو او د ښځو نورو مدني آزادیو ته هېڅ اشاره نه ده شوې.