افغانستان

طالبانو تېر یوه کال کې د بغلان اندراب کې ۶۶ ملکیان وژلي

د بغلان د اندرابونو په درېیو ولسوالیو کې له محلي سرچینو د آمو ټلویزیون ترلاسه کړي معلومات ښيي چې طالبانو پر دغې دَرې په خپل تېر یوه کلن حاکمیت کې، لږ ترلږه ۶۶ ولسي وګړي وژلي دي.

په بنو، ده صلاح او پل حصار ولسوالیو کې تر لسو ډېرو سرچینو د نوم نه افشا کېدو په شرط دغه شمېر وژنې تایید کړې دي.

دا معلومات چې د آمو ټلویزیون خبریال د سیمې له خلکو پر ټیلفون ترلاسه کړي، ښيي چې دا وژنې پر اندرابونو د طالبانو له ولکې راهیسې تراوسه دوام لري.

ددغو سرچینو په وینا، له دې ډلې لږ ترلږه ۳۰ کسان طالبانو د خپل حاکمیت په لومړیو درېیو میاشتو کې وژلي دي.

قربانیان

د آمو ټلویزیون د موندنو له مخې، ۲۹ وژل شوي کسان د ده صلاح ولسوالۍ او پاتې د بنو او پل حصار اوسېدونکي دي.

د قربانیانو له ډلې یو ډاکټر ظهیرالدین دی چې د پل حصار اوسېدونکی و او د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ووژل شو. هغوی د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د میزان په ۷مه، ددغې ولسوالۍ په دهک کلي کې ووژل شول. د ډاکټر ظهیر الدین خپلوان طالبان ددغو وژنو عاملان بولي. سرچینې وايي چې نوموړي د جګړې په هېڅ ښکېلې خوا پورې تړلی نه و.

د اندراب د تر ټولو کوچني قرباني د کورنۍ یو غړی وايي، دوه کلنه شاکره د خپلې کورنۍ له اوو غړو سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په ۲۱ مه د طالبانو له لورې په بنو ولسوالۍ کې ووژل شوه.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد حسن اندرابي آمو ټلویزیون سره خبرو کې وویل، د قاسان درې د رشیدي کلي پنځه اوسېدونکي سید آغا، نورالله، ډاکټر خان شیرین، سید داوود او سید حکیم طالبانو ووژل.

ښاغلي اندرابي همدراز ووی، ۴۰ کلن رحیم الله چې اته اولادونه لري، تر مغزي سکتې وروسته د درملنې لپاره بغلان مرکزي ته لېږدول کېده چې په دهن باجګاه کې طالبانو وواژه.

یوې بلې سرچینې چې نه غواړي نوم یې راپور کې ذکر شي، وايي د پل حصار ولسوالۍ د دهک، عنامک، باغدرې، اولاد، نوبهار او تغانک کلي اووه اوسېدونکي فقیر محمد، حسن، عبدالغنی، پاینده، ګل رحمن، محمد داوود او نوروز د طالبانو لخوا ووژل شول.

د کشن آباد درې یو اوسېدونکی وايي، ددې درې شپږ اوسېدونکي بصیر، افتخار علي، حلال احمد، محمد وارید، بابه جان او امرالله الدین هغه ولسي وګړي وو چې طالبانو ووژل.

د ده صلاح ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، ۳۱ کلن شهاب چې یو کال وړاندې یې واده کړی و، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د لړم په ۱۱ مه د شپې په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو له خپل کور څخه وویستل شو او د خپلې ښځې تر سترګو وړاندې په ډزو ووژل شو.

هغه وویل، د شهاب تر وژل کېدو وروسته، زوی یې نور الرحمن چې د مور په ګېډه و، وزیږېده.

په بنو کې یوه بله سرچینه وايي چې ورور یې پر خپلو ځمکو په کار بوخت و چې طالبانو ونیوه او وروسته یې په بنو سیمه کې په ډزو وواژه.

دی وايي چې طالبانو دوی ته اجازه نه ورکوله چې د ورور جسد دفن کړي. خو بالاخره د سپین ږیرو په منځګړتوب وتوانېدل چې د هغه جنازه د سړک له غاړي پورته او دفن کړي.

دغه سرچینه د خپلو خبرو په دوام وايي، ورور یې ۲۵ کلن و او واده یې نه و کړی. دا پېښه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وږي میاشتې په ۵مه رامنځته شوې ده.

هغه وویل، ورور یې د جګړې له هېڅ غاړې سره اړیکې نه درلودې. هغه د طالبانو د ګواښ له امله ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي.

د ده صلاح ولسوالۍ یوه بله سرچینه وايي چې د قاسان درې پنځه اوسېدونکي، عبدالله هاشم، ګل محمد، نورالله، محمد جاوېد او ذاکرالله د روان هجري لمریز کال د غويي په ۱۹مه خپل کور ته نږدې د طالبانو لخوا ووژل شول.

د سیمې خلک وايي طالبانو دوی له دې امله ووژل چې ددوی کور ته څېرمه د طالبانو پر موټر برید شوی و.

د سرچینو په وینا، دغو کسانو هم له هېڅ لوري سره اړیکې نه درلودې.

د اندراب ده صلاح ولسوالۍ د ارزنګان کلي یوه اوسېدونکي وویل، د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د وږي په ۴مه د یوې کورنۍ پنځه غړي په خپل کور کې د طالبانو له لوري ووژل شول. ددغې سرچینې په خبره، په وژل شویو کې یو نارینه او پاتې ښځې او ماشومان وو.

ددغو وژنو ترټولو عمر خوړلی قرباني ۷۵ کلن ضیا محمد دی. هغه د بنو ولسوالۍ د فج کلي اوسېدونکی و. د ضیا محمد د کورنۍ دوو غړو آمو سره خبرو کې د هغه وژل کېدل تایید کړل. یوه وویل: «هغه سپین ږیری و او له هېڅ ډلې سره یې همکاري نه درلوده. تېر کال د لړم میاشتې په ۴مه د طالبانو په یوه امنیتي پوسته کې له هېڅ دلیل پرته له موټره راښکته کړای شو او وروسته په ډزو ووژل شو.»

ددغې سرچینې په وینا، هغه د باجګاه په امنیتي پوسته کې چې د خنجان او اندراب ولسوالو په پوله کې ده، ووژل شو.

د خنجان یوه اوسېدونکي وویل، تېر کال د وږي میاشتې په ۸مه، ۲۲ کلن پیمان چې یو اندرابي ورزشکار و، د طالبانو لخوا د خنجان – اندراب پر لاره له موټره راښکته کړای شو او وروسته ووژل شو.

یو بل قتل چې په رسنیو کې ډېر خپور شو د محلي سندرغاړي فواد اندرابي و چې په کشن آباد دره کې رامنځته شو.

د دره کشن آباد یو اوسېدونکی مصطفی نوري وايي، طالبانو فواد اندرابي د تېر کال په وږي میاشت کې له خپل کوره وایست او په ډزو یې وواژه.

ښاغلي نوري وویل، فواد اندرابي محلي سندرغاړی و او په جګړو کې ښکېل نه و.

په یوه بله پېښه کې د هجران په نوم د یوه ۱۸ ځوان ووژل شو. د هغه یو خپلوان وايي چې نوموړی د خپل تره زوی پیمان سره یوځای تېر کال د زمري په ۳۰مه طالبانو وواژه.

د هغه په وینا، پیمان د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه راوړونکی و او د هغه تر وژل کېدو وروسته د هغه اووه کسیزه کورنۍ بې سرپرسته پاتې ده.

د قاسان درې د کاسه تراش سیمې یو اوسېدونکی ګل احمد وايي، طالبانو د شمس الله په نوم یو ۱۸ کلن ځوان د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه د شپې مهال ونیوه او په سبا یې د سیمې خلکو جسد وموند.

د ښاغلي ګل احمد په وینا، دغه ځوان له هېڅ جرم پرته وژل شوی و. د سیمې خلکو د اعتراض په ډول د هغه مړی د ده صلاح ولسوالۍ مرکز ته یوړ. د هغه په خبره، طالبانو د هغه جسد ته سپکاوی وکړ چې په پایله کې یې د تاجیک او پښتنو طالبانو د شخړې لامل شو. ددغې پېښې خبر په رسنیو کې خپور شو.

آمو د ۱۲ نورو قربانیانو له کورنیو سره چې په اندراب کې وژل شوي، خبرې کړې دي چې د طالبانو د غچ اخیستو له وېرې نه غواړي نوم یې په دغه راپور کې ذکر شي.

د مقاومت بندولو لپاره د خلکو وژل

د اندراب یو قومی مخور سعود بختیار وايي، طالبان د وژنو له لارې غواړي د وسله وال مقاومت مخه ونیسي.

ښاغلي بختیار وايي، په دې موده کې د اندراب له درېیو ولسوالیو ۷۰ کورنۍ په زوره کډه شوي. ۴۰ نورې کورنۍ د پل حصار ولسوالۍ د عنامک، تغانک او باغ درې له کلیو او پاتې د ده صلاح او بنو له ولسوالیو نورو سیمو ته تللي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال اکبري د آمو ټلویزیون خبریال سره خبرو کې دغه ادعاوې رد کړې او وویل: «زموږ ځواکوه د خلکو د امنیت ساتونکي دي او هڅه کوي چې د سیمې د خلکو امنیت په سمه توګه تامین کړي.»

هغه زیاته کړه چې په کومو مواردو کې چې ولسي خلکو ته زیان اوړي، قضیې یې د قانوني مراجعو لخوا ارزول کېږي.

د طالبانو پرضد د مخالفت ريښې

د بغلان د اندراب دره کې درې ولسوالۍ بنو، ده صلاح او پل حصار شامل دي. د افغانستان د احصاییې مرکزي ادارې د وروستیو شمېرو له مخې، دغه دره شاوخوا ۱۰۰ زره نفوس لري.

دا دره د بغلان د خوست و فرنک ولسوالیو او پنجشېر ولایت په ګاونډ کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو پرضد د مقاومت له میدانونو ګڼل کېږي.

زرګونه تنه اندرابي ځوانانو د جمهوري دولت په امنیتي لیکو کې کار کاوه. په امنیتي ادارو کې د اندرابي ځوانانو کره شمېره په واک کې نشته، خو سعود بختیار وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د اندراب ۳۸۵۵ ځوانان په پولیس او اردو کې له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

د تېر کال د زمري له ۲۴مې چې طالبان واک ته رسېدلي، د پنجشېر ترڅنګ اندراب د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له مرکزونو دی چې د طالبانو پروړاندې یې په وسله وال مقاومت لاس پورې کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې غړي د بنو، د صلاح او پل حصار ولسوالیو په  غرونو کې فعال دي. په دغې درې کې پرلپسې جګړې، د طالبانو لوړپوړي غړي دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او لوی درستیز قاري فصیح الدین اړ کړل چې دغې سیمې ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته (د ۲۰۲۱ کال له اګست – ۲۰۲۲ کال د جون نیمايي)، یوناما د بشري حقونو د نقض او ولسي خلکو د وژنې په تړاو په خپل وروستي راپور کې د ۷۰۰ ملکیانو د وژل کېدو او ۱۴۰۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

وړاندې هم د افغانستان په شمالي ولایتونو او په تېره بیا پنجشېر، بغلان، تخار او سرپل کې د طالبانو د وژنو راپورونه خپاره شوي دي.

خو طالبانو د ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان او خپلواکو رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه رد کړي او د هغوی موندنې یې بې بنسټه بللي دي.