افغانستان

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا هم خپل منشور اعلان کړ

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا غړي د خپل منشور د اعلان په مناسبت په یوه آنلاین ناسته کې راټول شوي وو.

یو شمېر سیاسي څېرې او پخواني دولتي چارواکي چې د جمهوریت تر سقوط وروسته له افغانستانه وتلي او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا یې جوړه کړې، خپل اساسي اصول یا منشور اعلان کړ.

ددغې شورا غړي په همدې مناسبت په یوه آنلاین ناسته کې راټول شوي وو او په خپل منشور کې یې د طالبانو، افراطیت او ترهګرۍ پرضد مبارزې او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

منشور کې څه دي؟

په دغه ۷۱ ماده ییز منشور کې په افغانستان کې د افراطیت پراخېدو، ترهګرۍ، هدفي وژنو او د نیابتي جګړو پر ډګر ددغه هېواد پر بدلېدو اندېښنه څرګنده شوې ده.

د ملي مقاومت شورا په منشور کې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا له ساتنې، خپلواکۍ، بشري حقونو، دموکراسۍ، ټولنیز عدالت، د ښځو له حقونو، بیان آزادۍ او ځینو نورو ارزښتونو ملاتړ څرګند شوی دی.

دغې شورا همداراز ټینګار کړی چې د رڼو او عادلانه ټاکنو له لارې، حاکمیت باید خلکو ته راوګرځول شي او همداراز اړتیا ده چې د هېواد سیاسي جوړښت کې بنیادي بدلونونه راشي او یو پارلماني غیر متمرکز نظام رامنځته شي.

دوی وايي، د ملي مقاومت شورا به د بنسټ اېښودونکو مجلس، د رهبرۍ شورا، عالي شورا، دارلانشا او کاري کمېټې ولري.

د ملي مقاومت شورا کلیدي څېرې

په دغه ناسته کې چې د منشور اعلانېدو لپاره جوړه شوې وه، د ولسي جرګې پخوانی رئیس محمد یونس قانوني، د ولسمشر پخوانی مرستیال عبدالرشید دوستم، احمد مسعود، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني، محمد محقق، محمد اسماعیل خان او ځینو نورو برخه اخیستې وه. دوی اکثره په تېر جمهوري دولت کې لوړپوړي چارواکي وو.

ښاغلي قانوني چې د جمهوریت د سقوط مسوولیت پر اشرف غني ورواچوه، وویل چې ښاغلي غني ته نږدې ډلې د مارشال دوستم، عطا محمد نور او اسماعیل خان په دام کې اچولولپاره توطیه جوړه کړې وه.

د ملي مقاومت شورا په اعلامیه کې د جمهوري دولت د ماتې مسوولیت منلو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په تېرو دوو لسیزو کې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د حاکمې ډلې د لویو تېروتنو د تکرار مخنیوي ته اشاره شوې ده.

مذاکره او مقاومت

ددغه منشور له مخې، د سولې خبرو او د ټولشموله انتقالي حکومت او منتخب دولت رامنځته کولو لپاره، ددغې شورا یو لومړیتوب مذاکرات دي. په ورته وخت کې په دغې اعلامیې کې راغلي، که طالبان مذاکراتو ته غاړه کېنږدي، دغه شورا به د خلکو په همکارۍ د مقاومت او ملي قیام پراخولو لپاره عملي اقدام وکړي. دغه شورا وايي چې د طالبانو پرضد له ټولو جبهو ملاتړ کوي او هڅې روانې دي چې دغه فعالیتونه سره همغږي شي.

احمد مسعود چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشري ورغاړې ده، ددغې شورا غړیتوب لري.

طالبان تر پخوا ډېر توندلاري دي

محمد یونس قانوني وویل، افغانستان د ترهګرۍ په ځالې بدل شوی او طالبان نه دی بدل شوي. هغه وویل چې طالبان د سیمې او نړۍ لپاره هم خطر دی. هغه همداراز وویل چې په تېر یوه کال کې د طالبانو عمل ښيي چې هغوی تر پخوا لا ډېر توندلاري او کرغېړن شوي دي.

د ملي مقاومت شورا د منشور تر اعلانېدو یوه ورځ وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې هم په یوه اعلامیه کې خپل اساسي خطوط یا منشور اعلان کړل. که څه هم د دواړو ترمنځ ورته والی شته، خو معلومه نه ده چې آیا دا دواړه سندونه په همغږۍ لیکل شوی که نه.

طالبانو تراوسه ددغو دوو مخالفو ډلو د منشور په تړاو څه نه دي ویلي.