افغانستان

طالبان پنجشېر او کاپیسا کې له ۳۴ ښوونځیو د پوځي مرکز په توګه کار اخلي

پنجشېر کې د ښوونځي یو ټولګی

له باخبره سرچینو ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د پنجشېر او کاپیسا په مرکزونو کې د لږ ترلږه ۳۴ ښوونځینو له ودانیو طالبان د امنیتي قرارګاه په توګه کار اخلي.

د دغو سرچینو په خبره، له دې ډلې ۳۲ ښوونځي په پنجشېر کې دي چې د طالبانو جنګیالي پکې پراته دي او لامل شوي چې ددغو ښوونځیو زده کوونکي د ونو تر سیوري لاندې زده کړې وکړي.

پنجشېر له هغو ولایتونو دی چې طالبان پکې د مقاومت جبهې له فعالیت سره مخامخ دي.

طالبانو په دره، پریان او حصه اول ولسوالیو کې شپږ ښوونځي په دې وروستیو کې په پوځي مرکز بدل کړي. او له درسي صنفونو د اشپزخانې، لیلیې او د وسلو انبار په توګه کار اخلي.

یوې سرچینې آمو ټلویزیون ته وویل: “کله چې پنجشېر کې جګړه تودېږي، طالبان لا نور جنګیالي را استوي او هغوی هم په ښوونځیو کې ځای پرځای کېږي.”

د هغه سند له مخې چې د آمو ټلویزیون په واک کې ورکړل شوی، ۷ دیني مدرسې په عنابه ولسوالۍ، د نجونو او هلکانونو څلور ښوونځي په شتل، شپږ ښوونځي په رخه ولسوالۍ، دوه دیني مدرسې په حصه اول، څلور ښوونځي په بازارک، دوه ښوونځي په دره، ۵ ښوونځي په پریان او دوه ښوونځي په ابشار ولسوالیو کې د طالبانو لخوا د سنګر یا امنیتي پوستې په توګه کارول کېږي.

پنجشېر کې د یوه ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکي شجاع آمو ټلویزیون ته وویل: “طالبانو له ښوونځي څخه د سنګر جوړولو سره موږ ته مزاحمت جوړ کړی او کله ناکله ښوونځي ته نږدې هوايي ډزې هم کوي.”

پنجشېر کې د یوه بل ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې آرزو وايي: “موږ د طالبانو له وسلې وېرېږو. کله چې هغوی زموږ ښوونځ يته راځي، مجبور یو چې تر ونو لاندې یا تر شنه آسمان لاندې درس ووایو.”

په ورته وخت کې په کاپیسا کې یوې محلي سرچینې آمو ټلویزیو ته وویل، طالبانو ددغه ولایت په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځیو کې پوستې جوړې کړې دي.

د ښوونځیو ترڅنګ طالبانو د خلکو لسګونه کورونه نیولي او جنګیالي یې پکې پراته دي.

کتونکي په تعلیمي مرکزونو، عام المنفعه ځایونو او د خلکو کورونو څخه د پوځي مرکزونو په توکه کار اخیستل د جګړې د قوانیو خلاف کار بولي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وايي: “د جګړې اړخونه باید له عام المنفعه ځایونو کار وانخلي. که دلته ولسي وګړي ووژل شي، دا جنګي جرم ګڼل کېږي.”

خو بلخوا طالبان له دغو ښوونځیو د پوځي مرکز په توګه کارول ردوي.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق وايي، ددوی جنګیالي یوازې له درېیو ښوونځیو د سنګر په توګه کار اخلي.

صدیق وویل چې ددوی هڅه دا ده چې له دغو درېیو ښوونځیو هم جنګیالي وباسي.

طالبان په پنجشېر کې په وار وار له خلکو سره په بدرفتارۍ، د هغوی په شکنجې، قتل او د خصوصي حریم په ماتولو تورن شوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، پنجشېر ۱۵۰ ښوونځي او مدرسې لري چې له دې ډلې ۴۵ د نجونو او ۶۴ د هلکانو او پاتې ۴۱ ښوونځي د دواړو ګډ دي.