افغانستان

طالبان: نه پوهېدو چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري کابل کې اوسېږي

د راپورونو له مخې د القاعدې مشر د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند مېلمستون کې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې ووژل شو.

طالبانو بالاخره کابل کې د امریکا بې پیلوته الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو به تړاو خپله چوپتیا ماته کړه.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی کابل ته د الظواهري د راتګ او هلته د مېشتېدنې په اړه معلومات نه درلودل.

طالبان داسې مهال د الظواهري د هستوګنې په اړه بې خبري ښيي چې د راپورونو له مخې د القاعدې مشر د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني اړوند مېلمستون کې د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې ووژل شو.

طالبانو ویلي چې ددغې پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوی ګمارلی او ویلي یې دي چې د امریکا په ګډون د هېڅ هېواد له لوري افغانستان ته ګواښ متوجه نه دی.

طالبانو امریکا ته خبرداری ورکړی چې ددغه ډول بریدونو دوام به د افغانستان پر خاورې تېری وګنل شي او په هغه صورت کې به یې د عواقبو مسوولیت د واشنګټن پر غاړه وي.

الظواهري د تېرې شنبې په ورځ (اسد ۸مه) د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې په راکټي برید کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې امریکا د روان میلادي کال په لومړیو کې موندلې وه چې الظواهري په کابل کې دی.

د الظواهري کورنۍ – یعنې مېرمن، لور او د هغې اولادونه هم په همدغه کور کې وو، چېرته چې دی ووژل شو، خو په برید کې بل چا ته زیان نه دی رسېدلی.

الظواهري د یوه نړیوال ترهګر په توګه د امریکا لخوا تر تعقیب لاندې و، هغه څوک چې له اسامه بن لادن سره په ګډه یې په امریکا کې د سپټمبر ۱۱مې برید پلان کړی و.

الظواهري او بن لادن په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د برید له پیلېدو سره له دغه هېواده وتښتېدل او د اوسېدو ځای یې د ډېر وخت لپاره ناڅرګند و. بن لادن ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې په پاکستان کې ووژل شو.