سوداګري

بلخ کې د لاسي صنایعو نندارتون؛ د کاري فرصتونو کمېدو ښځې اندېښمنې کړي

بلخ کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون

په ټولنه کې له محدودیتونو سره سره، بلخي ښځې، د خپلو وړتیاوو څرګندولو هڅې روانې ساتي. شاوخوا ۴۰ ښځې په مزار شریف ښار کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون ته ورغلې دي.

په دغه نندارتون کې چې نن سه شنبې (زمري ۱۱) د ۷۰ سترو او کوچنيو شرکتونو د استازو په ګډون جوړ شوی، د میرمنو په لاس جوړ شوي تولیدات او د هغوی تزئیني توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

ياد نندارتون د بلخ ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د «کار نړيوال سازمان» په مالي مرسته د کورنيو توليداتو د ودې، يادو توکو ته د بازارموندنې او د ميرمنو د وړتياوو د پيژندنې په موخه جوړ شوی و.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ او پانګونې مشر اسدالله اسدي دهیواد داقتصادي ودې او پياوړتيا يواځنۍ لاره له کورنيو توليداتو ملاتړ يادوي او زياتوي «دغه نندارتون د کوچنيو سوداګریو د هڅونې په موخه جوړ شوی او د درېيو ورځو لپاره په دوام ولري. په دې نندارتون کې د بیلابیلو شرکتونو توکې د توليدي شرکتونو د استازو لخوا ۷۰غرفو کې نندارې ته ايښودل شوي.»

دا نندارتون د کوچنيو سوداګريو د ملاتړ په هدف چې لسګونه کسان پکې په کار بوخت دي، په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هېواد کې د بیکاري کچه ورځ تر بلې په لوړيدو ده.

په افغانستان کې د کار نړېوال سازمان مشر رامين بهزاد په هېواد کې د کاري فرصتونو محدودېدو ته په اندیښنې سره وايي چې د طالبانو واک ته رسيدو سره ۹۰۰ زره کاري فرصتونه لمنځه تللي دي.

 ښاغلی بهزاد زياتوي: «زمونږ د څيړنې پر بنسټ په لومړيو درېیو مياشتو کې ۵۰۰ زره کاري فرصتونه افغانستان کې له لاسه وتلي او اوس دا شمېر ۹۰۰ زرو ته لوړ شوی.»

د کار نړيوال سازمان مشر زياته کړه؛ پداسې حال کې چې د خلکو غوښتنې او اړتياوې له حده ډيرې دي بیاهم دا سازمان د بیکارۍ لمنځه وړلو لپاره د منظمو پلانونو جوړولو هڅه کوي.

 ځينې سوداګرې میرمنې چې د لاسي توکو لپاره یې ۴۰غرفې ځانګړې شوي، خپلو توکو ته د بازار له نشتوالي شکایت لري.

يادې ميرمنې زياتوي چې د کورنيو او بهرنيو بازارونو نشتوالي، د نندارتونو کمېدو او د حمایتي پروګرامونو نه شتون له امله لس ښځې چې لسو نورو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې وه، له کاره لاس واخلي.

بلخ کې د ميرمنو د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییسه شکیبا شکيب وايي؛ «په بلخ ولايت کې د مېرمنو کاروبار مخ په کمیدو دی. کله چې ترې ملاتړ ونشي او تقاضا نه وي اړې دي چې خپل کارځایونه وتړي.»

بلخوا بلخ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د هېواد د اقتصاد په وده کې د خصوصي سکتور او په تېره بیا د ښځو پر رول ټینګار کوي او د ښو کاري زمینو برابرولو ډاډ ورکوي.

د بلخ لپاره د طالبانو د والي مرستیال نور الهادي ابو ادریس وايي، د طالبانو اسلامي امارت د خصوصي سکتور د ودې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې ډېرې کړې دي.

په ورته وخت کې د بلخ ځینې اوسېدونکي چې نندارتون ته راغلي وو، له دغه ډول پروګرامونو په هرکلی سره چې کولی شي خلک کورنيو تولیداتو سره اشنا کړي، د کورنیو تولیداتو کارولو غوښتونکي دي.

د نندارتون یوې ګډونوالې مریم وویل: «ډېره خوښه یم چې خپل کورني تولیدات وینم. له خلکو غواړم چې د هېواد پر ځان بسیاینې لپاره د بهرنیو تولیداتو پرځای داخلي تولیدات وکاروي.»

د جمهوري دولت پرمهال زرګونه ښځې په بېلابېلو اقتصادي فعالیتونو کې په کار بوختې وې.