روغتیا

افغانستان کې د کولرا ناروغان ډېر شوي؛ ۱۲ کسان جوزجان کې مړه شول

جوزجان کې د کولرا ځینې ناروغان روغتون وړل شوي

د افغانستان په ځینو برخو کې د کولرا یا شدید اسهال ناروغۍ له ډېرېدو سره، په شمالي ولایت جوزجان کې ۱۲ کسانو ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، شاوخوا ۷ زره کسان په دغه ولایت په کولرا اخته شوي او له دې ډلې ۶۴۴ تنه تر شدیدو روغتیايي مراقبتونو لاندې دي.

د جوزجان د عامې روغتیا ریاست کې د طالبانو یوه چارواکي وویل، دا ناروغي لومړی د مردیا ولسوالۍ په جنګل اریغ کلي کې خپور شو.

د هغه په وینا، د ناپاکو اوبو څښل، د پاکوالي نه ساتل او سالمې تغذیې ته نه پاملرنه د هېواد په بېلابېلو برخو کې ددغې ناروغۍ خپرېدو اصلي علت دی.

هلمند کې پر کولرا د لسګونو تنو اخته کېدل

د هلمند د روغتیا ریاست چارواکي په واشېر، سنګین، ګرشک او باغران ولسوالیو کې د اخته کسانو د شمېرې لوړېدو خبره کوي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض د پنجشنبې په ورځ (سرطان ۳۰مه) وویل چې په واشېر ولسوالۍ کې ۷۰ کسان په کولرا اخته شوي دي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې دغه ناروغي په چټکۍ په هلمند کې د خپرېدو په حال کې دي او تراوسه ۲۰ کسان له کولرا مړه شوي دي.

په سنګین ولسوالۍ کې ۳۲۰ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

همداراز د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس په هلمند کې د روغتیایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ګرشک ولسوالۍ کې ۵۰ تنه په کولرا اخته شوي دي.

په وروستۍ یوې میاشتې کې په باغران ولسوالۍ کې نږدې ۲۰ کسان ددغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د محلي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې په باغران کې د ۵۹۰ کسان په کولرا اخته شوي او ۱۸ تنه مړه شوي دي.

دایکندي کې ۱۱۹ کسان د روغتون کې تر درملنې لاندې دي

په دایکندي کې روغتیايي چارواکي وايي په ناومېش ولسوالۍ کې چې د هلمند له باغران سره نښتې ده، د کولرا ناروغي د خپرېدو په حال کې ده.

یوه سیمه ییزه سرچینه وايي چې ددې ولسوالۍ په حاجیان، شینیه، جوزا، ده کلان او تنګي کلیو کې خلک پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د بلخ د روغتیا ریاست مرستیال اسحاق حسیني وايي، تراوسه نږدې ۱۰۰۰ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او ۱۱۹ تنه تر درملنې لاندې دي.

بلخ کې د کولرا د کنټرول لپاره چمتووالی

د بلخ د عامې روغتیا لپاره د طالبانو رییس نجیب الله توانا د چهارشنبې په ورځ په یوه ناسته کې په روغتیايي برخه کې له همکارو موسسو وغوښتل چې د کولرا قابو کولو لپاره د روغتونونو لازمې اړتیاوې پوره کړي او د هرې ولسوالۍ لپاره درې سیار ټیمونه چمتو کړي چې خلکو ته د کولرا په اړه پوهاوی ورکړي.

زابل کې د کولرا ۱۸۰ پېښې

د زابل روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې لسګونه تنه په شهر صفا ولسوالۍ کې په کولرا اخته شوي دي.

د طالبانو محلي چارواکي وايي دغې ولسوالۍ ته د خلکو د درملنې لپاره سیار ټیمونه استول شوي دي. زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وايي، وړاندې تردې چې له ناروغانو څوک ژوند له لاسه ورکړي، ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي زیانمنو شویو سیمو ته پر وخت لاړل او د خلکو درملنه یې وکړه.

د حکیمي په وینا، ددغه ولایت په دای چوپان او شاهجوی ولسوالیو کې هم ۱۸۰ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دی.

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د کولرا ناروغي د هوا له ګرمېدو او د سیلاوونو راتلو سره هم مهاله ډېره شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، تراوسه په درېیو جنوبي ولایتونو کې نږدې ۵۰۰۰ کسان په کولرا اخته شوي دي.

اسهال، کانګې، د عضلاتو درد، د تشو متیازو کموالی د کولرا ناروغۍ نښې دي او پر دغې ناروغۍ اخته کسان د خپل بدن اوبه له لاسه ورکوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په خپل راپور کې ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د خوراکي موادو کموالي، وچکالۍ او ساري ناروغیو له امله وضعیت لا خراب شي.